|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
08-10-2008
يوپنځه کلن ماشوم وروسته ترجنسی تیری وژل شوی! په زابل کی دیوه پینځه کلن ماشوم مړی وروسته تر هغه ومندل شو چی پر نوموړی ماشوم لمړی جنسی تیری شوی و. د طنزخبرمار:چې ډب نه وی ادب نه وي مارک کارلټن سمیټ :برطانیه باید له طالبانو سره روغه جوړه وکړي په افغانستان کې د برطانیې د یو جګ پوړي قومندان مارک کارلټن سمیټ دا سپارښتنه کوی چې برطانیه باید له طالبانو سره روغه جوړه وکړي. او وايي جنګ د ستونزو د حل لاره نده. د طنز خبرمار:د شمالې ښرمښان يې کله منی نیویارک ټایمز : ولي کرزﺉ د هیرویًینو په تجارت کی لاس لری . ورځپاڼه د سپینی ماڼۍ د دوو لوړ پوړو مامورینو له قوله لیکی چی هغوی په دې باور دي چی احمد ولی کرزﺉ د مخدره موادو په کاروبار کی لاس لری او امریکایی مقاماتو څو څو واره ولسمشر کرزي ته خبرتیا ورکړې ده چی ورور یې په دې هکله سیاسی مسؤلیت لری . د طنز خبرمار: هغه زما د نوم څخه ګټه نه اخلی هغه خپله هم کرزی دی د هرات دموزیم یوشمېرتاریخي اثار د دې ولایت له ارګه غلا شوي دي د طنز خبرمار: څه شی پاته دی! 01-10-2008
لوږه 24-09-2008 په افغانستان کې د ولسمشرۍ په ټاکنوکې د خلکو د گډون لپاره د عامه پوهاوي پروگرام په ١٤ ولايتونو کې د رايې ورکولوپه موخه د خلکو د هڅولو لپاره پيل شو تر اوسه لا نده مالومه چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو به څو مره لگښت راشي، خو په تېرو ټاکنو شاوخوا ٣٥٠ ميليون ډالره ولگېدل چې گران بيه ټاکنې بلل کېږي دطنز خبرمار:په دومره پیسو د ا کاندیدان د افغان ولس ته بیخي ګران تمامشول
دوروستيو رپوټونو له مخې، په اسلام اباد کې د مريوټ هوټل په چاودنه کې د چيک جمهوريت سفير، امريکايان او المانيان هم شامل دي. د ژغورنې ډلې وايي چې دوى تر اوسه ٥٢ مړي موندلي او د نور د موندلو او ژغورنې هڅې روانې دي . دطنز خبرکار:مه کوه په چا چې وه به شی په تا
شکر چې باختري دورې طلايي آثار خوندي پاتې شول د افغانستان د باختري دورې مهم طلايي آثار په اروپايي موزیمونو کې له دوو کلونو تیرولو وروسته اوس په واشنگټن کې نندارې ته ایښوول شوي دي. طنز خبرمار: شکر چې دا شته خو خوندی شول !
17-09-2008 مشرانو جرگې سه شنبه احتجاجاً غونډه ونه کړه سناتوران وايي له دې کار څخه يې په راتلونکې کې د ناټو او ايتلافي ځواکونو له لوري ملکي کسانو ته د مرگ ژوبلې د اوښتو مخنیوى دى . جرگه وايي په دې اړه به يوه احتجاج ليک ملگرو ملتونو او د بهرنيو ځواکونو مشرانو ته هم واستوي . مشرانو جرگې د دې پرېکړې يوه لويه انگيزه د ارزگان ولايت د يوه سناتور هغه ادعا هم ده چې وايي بهرنيو سرتېرو يې پر کور يرغل وروړى او د هغه دکور اووه غړي يې وژلي دي دطنز خبرمار:باور می نه راځي لکه چې خوب وینم دا دافغانستان دمشرانو جرګه ده چې د ولس ننګه کوی ؟؟!
ګلګل میری دا چې دولت نه شي کولى دتخار ځایي ازبکانو دتنظیمی کومندانان خوابدی کړی نو پښتنو ته دی لکه کوچانو ته ووایی بیرته ولاړ شی بیا په بل دولت کې بیرته راشی دطنز خبرمار: پښتنو سر خلاص کئ!ددولت ترېخی يې په عملیات کې د اپنډکس پرځای غوڅ کړی دی تندی يې لا ولاکه کونځي شی
لوی مجرمان محاکمه شول د اوړو غل په لسو ورځو کې محاکمه شو . خبریال غوث زلمی محاکمه شو، ورپسی هغه بل دمراز خبریال محاکمه کیږی دطنز خبرمار:ته اوخدای دا لوی مجرمان دی؟
11-09-2008 افغانستان د وزيرانو شورا پرېکړه وکړه چي په لګښتونو کي د سپما په خاطر دې دننه او په بهر کي ټول سفارتونه دی د هېواد د خپلواکۍ نهه اتيايمه کليزه نه لمانځی خود اتل شهيد احمدشاه مسعود اووم تلين دی په پرتمینو غونډو ولمانځي دطنز خبریال:رښتیا !شی چې نه وي ولې په دی ګرانی کې دهغه په یادولو سره د ولس په پرهارونو مالګه ودوړوي خو اتل ځکه لمانځي چې ګوندی د اتل جوړونکی هغو مشر ته رای وکړی خو دا خیال به ګور ته یوسي
03-09-2008 کوم یو يې منې د جمعې په ورځ د افغانستان د لويديځ ولايت هرات د شينډ نډ په ولسوالۍ کې بمبارد وشو چې ايتلافي ځواکونو پکې د لسگونو مخالفو وسله والو جنگياليو د وژلو ادعا کوی د ملی دفاع وزارت ویاندجنرال عظیمي د 25 تنو دولت ضد مخالفینو د وژلو خبر خپور کړ. جنرال ظاهر عظیمی واېې په دې عملیاتو کې یوازي 7 ولسي وگړي وژل شوي او د یوې ښځي په گډون دوه تنه ژوبل دي .
امریکا اردو وایي چې د امریکا په مشري ائتلافي قواو د افغانستان په لویدیځ کی د یاغیانوپه یوه ځای باندی په یوه حمله کی ٣٠ یاغیان وژلي دي د محل خلک وايي د افغانستان په لوديځ کې د ايتلافي ځواکونو په هواېې بمبار کې د مړو شمېره نژدې سلو کسانو ته رسېدلې، چې ټول يې ولسي وگړي دي .
تو لعنت دې په دغسې منصفۍ شه
چې له حقه و باطل و ته ګذر کړې خپل ټټو او د بل اس به برابر کړې رحمان بابا ۶۰ میلیونه توکه د ستونزو ډک کتابونه چا پ شول په«۷۸ »میلیونه ډالره« ۶۰» میلیونه توکه د نه لوستولو کتابونه چاپ شول ښوونکی شکایت کوی چې دا کتابونه بې عینکو نه لوستل ځکه د ډیر ښه رنګ څخه يې کار اخیستی دی د چاپ کیفیت يې خورا لوړ دی، ان املایې ستونزی خو لا بیخی نه لری مسول وزارت دطنز خبریال ته وویل: نصف ا لزما نصف الهغه سریع الچاپ سریع الجیب ډک
13-08-2008 افغانستان د بم وریو نړیوال ریکارډ ټینګ کړ
تبصره : دا د امریکا د هوایي ځواک رسمي اعتراف دی چې پر افغانستان د خپلو « خود سره » بم وریو اعتراف کوي حال داچی د فرانسویانو او برتانویانو د بمونو تعداد لا معلوم نه دﺉ . خو پوښتنه دا ده چی دوی په دې بمونو سره څوک وژلي دي ؟ خو دا یی نه ویلي او نه یی هم د ویلو جرأت لري. طنزونه وب: د دې بمباریو تر نیمایی زیات قربانیان ملکی او بیګناه انسانان(ناوي وزومان ، ښځې او ماشومان) دي. دا د ناټو ګناه نه ده هغوی خپله وسلې ازمایي دا د خلکو مسولیت دی چې ځانونه وساتي.
06-08-2008 دیموکراسي چې پخیږی آزادی د بیان اومیږی د دېموکراسي له برکته په ۲۰۰۷ کال کې پينځه خبریالان مړه شوی، شپیته وهل او ټکول شوی او لس تنه یې بندیان شوي دي او دځینو لا راپوړتونه تغیر او څیري شوی اود کامرې فېلمونه يې اخیستل شوی دی. طنز ونه وب: د ا يې لا بله ګټه ! د یورانیومو بډي امریکایي نظامي ځواکونه په جګړه کې دافغانستان دمخالفینوپروړاندی دټيټې درجې یا کمزوره یورانیومو څخه یې کاراخیستی دی چې یوه ښه ګټه یې دا ده چې ډېر شمیر کوچینیان معیوب اوناقص الاعضازیږیدلی دی ، په عراق کې امریکایی سربازانو عراقی چارواکو ته دهستوی ناروغیودپټولو په اړه بډی ورکړی دی اوس نو د افغانانو چارواکو وار دی چې دی روا بډواخیستلو ته غټ غټ جیبونه وګنډي. طنزونه وب:پکه دادی لا بله!
جېب وهونكي پوليس ونيول شول د پاكستان د پنجاب ايالت د لاهور پوليس وايي د يوې تاڼې د څلورو پوليسو په ګډون يې اته كسه جېب وهونكي نيولي دي طنزونه وب:چوپ چې زموږ هغې زده نه کړی
دوه لکه ډالره جایزه
د پكيتكا په ولايت كې سلګونو ځوانانو او سوداګرو د يوې لوې غونډې په ترڅ كې د ملي كنګرې د ګوند مشر لطيف پدرام وروستۍ څرګندونۍ وغندل شوې او د ده د وژنې پر سر يې دوه لكه ډالره جايزه كيښوده. طنز ونه وب: وی! دی دومره ګران دی؟
30-07-2008 پوس د بوغۍ باد ووت د مطبوعاتو آزادی که دچوریاتو آزادی؟ ۱- دمطبوعانو ازادي د کرزی د دولت یوازینۍ پړسیدلې بوغی وه دهغه هم پوس باد ووت طنز وب:الفت صاحب څه ښه کرزی صاحب ته وایي: زه پټی سترګی نه
يمه په هرڅه
اوس پوهيږم .
دغمونه جوړولو بنۍ ۲- د افغان ولسمشر حامد کرزي د بهسود کوچیانو ته وویل: په څو ساعتو کې خپلي پلرنۍ ځمکې پرېږدی هلته ګرمی ده سړو سیمو ته ولاړ شئ چې دهزاره مشرانو سرونه نورو هزارګانو ته لوړ شی طنزوب :د شخړې زڼې د ي وکرلې. نن ارامي شوه سبا يې ستا دبلا د چکرونو وخت دی ۳-ولسی جرګې بیا په کار پیل وکړ خو څوک نه وه راغلی هغو په بهر کې په چکرونو بوخت وه خو ښاغلى خواصي وايي ددې وروسته د شورا د غړو حاضری هر ورځ په رسنیو کې اعلانیږی طنزوب :چې ډب نه وي ادب نه وي هلو! ږغ مو نه راځئ. ۳- یوې دولس کلنې جنۍ چې پینځو وسله والو پر هغې جنسی تیری کړی وو په کرزی د انصاف ږغ وکړ په ډیره خوشالی خبر شوم چې کرزی دا ږغ واورید دطنز وب : وی هغه غوږنه لري.
16-07-2008 ولسمشرحامدکرزى: له اداري فساده ستومانه شوى یم په خبرو څوک نه پوهیږی دوی ته سوټی په کار دی! هغه د طنزونو خبر یال ته پټ وویل اوس بالا د نیک محمد د طرحې څخه کار اخلم
09-07-2008
کرزی:هله دننګرهار او نورستان د بمباری په باب څیړنه! ایتلاف :که زموږ هغې منئ ښه کنه بلا مو در پسې! اتیلاف : موږد واده ټوله جنګیالۍ ورا له د زوم او ناوی سره له منځه یووړه !واه، واه، د ننگرهار ولايت سيمه ييز چارواکي وايي د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې ايتلافي ځواکونو د واده په ورا بمبارکړى او د مېرمنو او ماشومانو په گډون يې پکې ٢٣ کسان وژلي دي . دغه پېښه (يکشنبه، د چنگاښ په ١٦) د هسکې مېنې د ولسوالۍ اوغز سيمې په کمالې کې د واده په ورا د ايتلافي ځواکونو په بمبار کې ٢٣ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي . د ښاغلي شينواري په وينا، په وژل شويو کې درې نارينه او ١٩ نور ښځې او ماشومان دي . خو له بگرام څخه د ايتلافي ځواکونو بي بي سي ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې ده چې د ننگرهار په ده بالا ولسوالۍ کې په دقیقو اوکره استخباراتی خبر سره په عملیاتو کې گڼ شمېر ښځې چې په راتلونکی کې ځان وژونکی جنګیالی زېږوي وژلي دي . ځکه وقایه تر تداوی مهمه ده دا دويم ځل دى چې د تېرو درو ورځو په اوږدو کې د ايتلافي ځواکونو په بمبار کې ولسي وگړي وژل کېږي . پرون نه ابله ورځ دغو ځواکونو په ختيځ نورستان ولايت کې ٢٢ ولسي وگړي د خپل بمبار په پايله کې ووژل . په مجموع کې تېر کال په افغانستان کې په جگړې کې تر اته زره زیات کسان ووژل شول چې د کال ٢٠٠١ د امریکا د یرغل څخه وروسته بل تر هر کال لوی شمېر دی. سږ کال په تشدد کې تر اوسه یوویشت سوه کسان وژل شوی دي اتیلاف وایي دا ټول جنګیالی دی یا به کیدل:که زموږ هغې منئ ښه کنه بلا مو در پسې!
25-06-2008 مبارک موشه افغانستان د نړۍ لابراتوار شو په ډیره خوشالی مو دا خبر تر لاسه کړ چې زورورو میلتونودا لقب رسماً افغانستان ته ورکړ. دا مقام يې ځکه تر لاسه کړ ځکه ټولو ویل دا هیواد څښتن نه لري،د ولې او مه کوه ویونکی نه لري... په دې لابر اتوار کې داشیان تر اوسه په بریالي ډول سر ته رسیدلی دی: ۱-کاناډا مشهوري ورځپاڼې « ټورنټو سټار» د ۲۰۰۸ د جون پر ۱۶ دا ښه خبر خپور کړ: کاناداېې عسکرو ته وویل شوي دي. « مه ورته ګوره ، مه وایه » که مو په افغانستان کې جنسی تیری ولید سترګي په پټي کړی ځکه هغه لابراتوار دی ۲-پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې خپل اتومي پاتې شوني د کندهار او هلمند په ولايتونو کې ښخې کړې دي ځکه لابراتوار دی
۳-شوروي
له پخوا دافغانستان څخه د يو پوځي، سياسي او اقتصادي
لابراتوار په توګه کار اخیسته . په پوځي عملياتو کې ئې په بې رحمۍ سره عمل
کاوه او په ځينو وختونو کې ئې د کورونو پلټل او خپل سري بمبارۍکړيدي . ځکه لابراتوار دی ۴-د انګلستان لندن ټایمز ورځپاني په خپله ننۍ ګڼه کې په افغانستان کې د انګریز د اردو د هغو سترو او ورانونکو توغندو( ترما بارک )کارولو ته اشاره کړي دا بمونه مخکې تر چاودني داسي خفه کونکی ګاز شیندي چې هر ژوندی موجود زیندۍ کوي او د بدن ټولي برخي یې یوه له بله جلا کیږي. تر اوسه دا ډول راکیټونه په سیمه کې نه وو کارول شوي او دا بمونه ډیر د هلمند په ولایت کې د انګلیسي سرتیرو له خوا د طالبانو پر ضد کارول شوي دي. لندن ټایمز وایې چې دا توغندي له چورلکو ویشتل کیږي او د لایزر وړانګو په مرسته ورته لارښونه کیږي . ترما بارک توغندي د اکسیجن ګاز د له مینځه وړلو وړتیا لري کوم چې د هر افغان لپاره ضروري نه دی ځکه لابراتوار دی نور هیوادونه هم کولای شي په خپل وار سره خپلي نا ازمایل شوی وسلې بېله پوښتنې وازمایي ځکه لابراتوار دی
18-06-2008
پکتيکا: ائتلاف پنځه دېرش بېګناه وګړي ووژل نېټه : د ۱۳۸۷ لمريز کال دغبرګولی ۲۲ – مه
د پكتيكاولايت د
مټاخان په ولسوالۍكې
ایتلافی ځواکونو دښځواوماشومانوپه
ګډون ترپېنځو دېرشو ځايي اوسيدونكي وژلي دي بیا تکی سری شوی د پکتیکا د غرو ډبرې پریوت پر هغو د ماشومانو له ټټره د نکریزو رنګ ای ددنیا مسلمانانو هله ژر کړی لاسونه ورته لپه
هرورځ دلته وریځي
اوروی باران بل بل رنګ
11-06-2008 ١ -دامريکا د ولسمشر جورج بوش مېرمن لورا بوش افغانستان ته راغله هغې خپل د سفر په هکله وویل ما او بوش جنګ سره وکړ زه راغلم چې ځان مړ کړم او هغه ته وښیم چې دلته امنیت نشته آغلې بوش کابل ته رسېدو وروسته باميانو ته تللې، چېرې چې د بودا لويه مجسمه طالبانو په ٢٠٠١ کا کې ويجاړه کړه ۲- په پاریس کې د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د زیاتو مرستو د اعلانولو په خاطر په همدې میاشت کې یوه ستره غونډه جوړېدونکې ده. د چارواکو په وینا، له دغې غونډې هدف دا دی تر څو نړیواله ټولنه د افغانستان د حکومت پنځه کلنه دا لاندی پرمختیا ملي ستراتيژي وګوري او ملاتړ تری اعلان کړي - هغوی ګوري چې په دولت کې څومره نس سالاران،څومره زور سالاران ،څومره په خپل سر سالاران .څومره مارشالان ،فرعونان او روستمان شته آیا دولت د هغو په خوله کوی که بې ادبه دی.. - هغوی ګوري چې آیا په دې مرسته رښتیا په دوبی کې قصرونه رانیول کیږی یا په خوشو شیانو مصرفیږي ؟ - هغوی ګوري آیا دا مرستې رښتیا په ځانګړوځان ساتونکو ګاردونو او وسله والو مصرفیږی یا دملی اردو او پلسیو په روزولو ضایع کیږي. -هغوی ګوري آیا په درښتیا په دې مرستو شورا ته تف دانیانی رانیول کیږی یاد سړکونو په جوړولو ضایع کیږي. -هغوی ګوري آیا دولت رښتیا د دیموکراسی په نامه جنایت کارو ته رام رام کوی که یا
28-05-2008
دنړۍ دکابوسلو هیوادونواستازي نن دآیرلنډ په مرکزډوبلین کې راټول شوي چې په نړۍ کې دخوشه يي یاغنچه يي بمونواستعمال منع کړي . دډوبلین دنننۍ غونډې برخوال هیوادونه هڅه کوي یوه داسې مسوده چمتوکړي چې په هغې کې ویل شوي وي نورهیڅ هیواد او هیڅ ځواک حق نه لري په جګړو کې له غنچه يي بمونوکارواخلي . خو په دې ستره غونډه کې دامریکا،روسیې،چین اواسرايیلواستازي په دې خاطربرخه نه لري همدغوهیوادونوتر نوروزیات غنچه يي بمونه استعمال کړي دي اوترټولوزیات خوشه يي بمونه لری آه! شاباش !تاسو د نړۍ نران یاست! له هیڅ چا مه منئ ! نړۍ ته په دی غنچه يې ګلانو دیموکراسی راولئ!
1-05-2008
هله سر شمیرنه وکړئ چې امنیت نشته! اوس شرایط ښه مساعد دی ،په ډیرو سیمو کې امنیت نه شته، په دوترو کې فورمی ډکي کړی ایراني دوستان مو په دی شیانو ښه پوهیږی ، پښتانه له ویده دی. کوچيان سره پاشلی دی، معاون صیب لا واک لري.، کمسیون مو خپل دی، زمینه مساعده ده د کرزی نه شته که وی هم څه نه وایي که کولای شئ دا د سرشمېرنې پروسه له وخت له ژر پيل کړی
د شمالی ټلوالې کشرمشر
د طنزونو. کم ملک الطنزا په ولولو سره دا شعر له واره د هغو له خولې ووت
تو لعنت دې په دغسې سر شمیری شه .
چې په
تالې څټو يې راه اندازی کړی
اقلیت به له
اکثریت ډیر
اضافی کړې 14-05-2008
ګوره!
لوی څارنوال اته تنه چارواکي له کاره ګوښه کړل. دلوي څارنوال لخوا دکابل ښاراته تنه امنیتي چارواکي په دې تورتعلیق شول چې دثورداتمې د مجاهدينو دبري دجشن دلمانځنې په مراسموکې یې خپلې دندې سمې نه وې ترسره کړې . د لوی څارنوالی د ویاند په وینا د وزیرانو په ځای مو اته کسه چې د دوچنده ډیر کیږی وونیول اوژر به درستم په ځای اکبر بای ونیسو او دا شعر يې ووایه:
توبه څارنوال چې يو ځل نیغ شی و لیوه ته
غوروپورکړی له ستونی ونیسی چرکوړۍ له ظالم چرګوړو بنکې باسی په اور يې ښه کباب وي د سرو میو سره يې د خوارپړانګ مخې ته په ادب ږدی
07-05-2008
دافغانستان
د پلازمينې په گډون په ولايتونو کې ښونکو اعتصاب کړی هغوی د معاشونو په
وخت ورکول اوډیرول غواړي
ویاند: هرومروزیاتیږی که کوم یو وزیر ، یا د شورا وکیل شي. زموږ شاعر سمدلاسه دا شعر د هغه په مدح کې ووایه: وزیرا اختلاص کن رشوت خور ولی معاشه زیات کوچو بیوه ګریان مکن اوبیا په ژړا ژړا هغه هڅوی چې دا دنیا فانی ده توبه وباسه او ورته وایي: خر به لوی وي دهغه نه په جهان کي چــــه د وزارت په څوکۍ اعــتــبـــار کا د تخار په ولايت کې پر يوې کوچنۍ ماشومي باندی تيری شوی او وروسته بيا د تيري کونکو له خوا په ډيره بی رحمۍ وژل شوي ده . پوليسو متجاوزين نيولي او هغوي په خپل جرم اعتراف وکړی اوپه ډیر درناوی یې خوشی شول. د طنز خبریال : دې محترمو ته به څه وخت مدالونه ورکول شی؟ ویاند:کرزی خو لور نه لري په دې تشویق نه پوهیږی چې د هغه د کوم وزیر د لور سره دا کار وشی بیا نو
01-05-2008
ولسمشرکرزى او کابينې يې د ځغاستو لوبه تر سره کړه
نن ( يکشنبې د غويي ٨ د اپريل ٢٧ ) په کابل کې ولسمشر حامد کرزى او ددۀ د کابينې دغړو ځغاسته د د سپکو وسلو په ډزو سره پيل شوه زموږ خبريال وايي ددې لوبې لپاره خورا ډېر امنيتي گامونه اخيستل شوي و او ډيرې هغه لارې چې پلازمېنې ته غځيدلي دي د تلاشيو لپاره تړلې وې . د ښار په منځ کې هم ځاى ځاى پوليسو تلاشۍ کولې او د لوبې ځاى ته نژدې لارې تر ډيره تړلې وې .
زموږ خبريال وايي چې ولسمشر کرزى تر ټولو ژر ارګ ته ورسید. زموږ ملک شعرا دې لوبي په لیدو په ولولو دا شعر ووایه: کرزی دوید و هر طرف کرد نگاه هر کس که بدید گفت سبحان الله یو بل شاعر هم داسی دٌر افشانی وکړه: کابینې سر کښته او په څلور و منډې کړې ځغاسته داســـــــــــی ځغاسته چې حیوان خندوینه
16-04-2008 ښاغلي کرزي د لومړي ځل لپاره د محصلينو پر وړاندى ټينگار وکړ چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ته به ځان کانديد کړي او دومره په اسانۍ به يې له لاسه ورنه کړي : هغه زیاته کړه :ما يې خوند ولید نه تجربه غواړی. نه کار- مار غواړي، نه جامه غواړی نه د ویناوو خامه ولس ته سترګګ واهه، بین الملل ته سر ښوروه ، زورواکو سره جوړجاړی کوه! خپله چکرونه وهه ،خپلوان مړوه،ولس وژنه، په ارګ کې اوسییږه زه يې ښه تجربه لرم. ما ته ووټ راکړی زما انتخابی نښان زرغونه چپنه ده. 11-04-2008 ولادمير پوتين:. بايد په ياد ولرو چې روسيه يوازينى هيواد و چې له پخوانۍ شمالي ټلوالې يې ملاتړ وکړاو د هغوى د جگړييزې وړتيا د ساتلو لپاره يې( په جهاد کې )په سلگونو ميليونه ډالر ولگول – هوپه یاد مو دي.
کرزیه! د دوستم دوسیه څه شوه!؟ تاند - دجنرال دوستم دوسيه غلې ساتل شوې خودخلکوله ذهنه نه ده وتلې اویوازې یې داشک په یقین بدلېږي چې حکومت څومره بې وسه دی. ویش ویش افسوس تاسو به څرنګه عدالت راولئ!
01-04-2008 0افغانستان د ولسي جرگې د تفتيش او پر قانون د نظارت جرگگۍ ويلي چې د بهرنيو ځواکونو ټولې پوځي هډې دې د پلازمېنې کابل نه د دغه ښار ليرې پرتو څنډو ته ولېږدېږي دا خو سمه ده ځو څوک حاضر دی دا خبره هغو ته ووایي
*** 25-03-2008 چارواکي : درې ميليونه افغانان کار نه لري بې واسطه ګي په جنگ ځپلي افغانستان کې هغه ستونزه ده چې په ميليونونو وگړي ترې ځوريږي ، خو حکومت وايي چې په تيرو ٦ کلونو کې په سلگونو زره نا لوستو واسطه لرونکی کسانو ته د کار زمينې برابرې شوي دي . ښاغلى مهمند د وزارت د هغو هڅو يادونه هم کوي چې غوا ړي ايران ،عربي او ځينو نورو هيوادونو ته په لسگونو زره ماهر او پوه کارکونکي د کار لپاره وليږدوي
*** 17-03-2008 د فساد پر ضد نوې تگلاره جوړه شو په افغان حکومت کې اداري فساد نه يوازې ولس بلکې نړيواله مرستندويه ټولنه هم د ډېرو په گومان پکوکړې نه ده د ولسمشر کرزي په مشرۍ کې شوې غونډې ته دا هم وويل شول چې د افغانستان په اداري ، عدلي ، قضايي او مالي ادارو کې فساد د ولس پر اقتصادي ، سياسي ، ټولنيز او کلتوري ژوند هیڅ ناوړه اغيز نه ده کړی خو بیا به هم يوه بې صلاحيته او بې تقوا اداره جوړه شي . ***
*** د امریکا د ملي استخباراتو رئیس، مایک میک کانیل، وایي چې د افغانستان حکومت، د هغه ملک یوازې دیرش فیصده په کنټرول کی لری. نو نړیوالو د پیسو پر ځای کرزی ته د قوت ګولۍ راواستولی
*** سپورتی خبر: پهلوان دوستم اکبربای -د خپل کور حلال دایرې ته ورسوی او د موکراسی مدال یې واخیست
*** جبار ثابت د ځانه سره وویل:دا عجبه ده ما ته وایې مه یې پریږده او خپله رام رام ورته وایي ****
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||