کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

کنگل انسان

ای توره دېوه!
زموږ پر جونګړه ګونډې مه واهه!
ګړوبه به شی.
موږ دپنډو پنډوپښو مه لاندی کوه !
چغټان به شو.
لږپام کوه!
خلک په اورغوی مه نڅوه!
د هغو نڅاه نه ده زده
هغوی چي نڅیږی هغوی زموږنه دي
لږ سوچ کوه!
دلته تربګڼی مه ږیږوه!
دلته بېلتون مه راوله خلک مه بېلوه!
پوله او پټی مو مه جلا کوه!
په پوکی خلک مه تښتوه!
په سترګو مو مه ګواښوه!
د ویر تغر له ځانه سره مه راوړه!
دلته د اوسیدو ټینګار مه کوه!
د ټرون  او تړوابهانه مه کوه!
دلته ستا هما او ققنس نشته!
چمونه او دوکه پرېږده!
زموږ پاته مات او ګود کلی مه وېجاړ وه!
بېله ځنډه.
بیرته  دقاف غره ته ځه!
د زړه سوی درته وایم!
وچولۍ مه تریوه وه !

که  یو وار ملی اټن پیل شو
او غوړی څوڼی ورته په غورځېدو شوې
نه چی د قاف غره لاره درنه ورکه شی
اوله ډاره په وړوکی لمپه ننوځی
او د الادین په ولکه شی
بیله ځنډه
ځه دقاف  غره ته ځه!
د زړه سوی درته وایم!
وچولی مه تریوه!

 

پېری

دا پیری دی که انسان؟
څلور لاسه یوه یې پښه ده
ککرۍ یې د زمری!
یوه سترګه یې ړنده ده!
د ختیځ شمال لوېدیـځ سهیل  په برکي
پر چنګګ تړي انسانان
پرې نېسی ماهیان

 

چرګه 

ابۍ مړه
آبا مړ
اجمل مړ
 لښته  مړه
غوامړه
 او خر مړ
د سوی کیږدۍ نه لوګی پورته کیږی
چرګه  بیا مړه شوه له ګرومه
نه پوهیده؟؟؟
دچا دخوشالۍ لپاره واچوی هګۍ

 

تاریخ تکراریږی

د سرو زرو ولاړ غرونه
د الماسو سپينې اوبه
 دسرومرجانو ډک دښتنونه
د لوټو ځنګلونه 
او بلوری اسمان
 ته
د چا نظرنه اوړی ؟!
 لا هغه  ، چي ځان ته یو څه وایي
سترګې یې ورته کږې شي
او نیت یې ورته بد
نو پټوان ورته غوړه وی
غرونه په شا کوی
او یتمان
یو یو دمورد مینې په ګناه
 په دی او هغه شیله کي کري
د هغو په ِغچ
د هري لوري
د غرونوبازان
له دښتو  ښاماران
 د ځنګلونو شنه زمریان
داوبو نهنګان
غوغا جوړه وی
 تاریخ تکرار وی
څوک وایي چي تاریخ نه تکراریږی؟
تکرایږی!!!
هغو ته چي نه پوهیږی

  

 

دپښتنوکلی

دوږو ستړو ټپوسانو
د غره په سهیل کي شپه شوه
یو بل ته یې ویله:
دا عجبه کانه ده؟!
چي پسرلی شی شپې لنډیږی
خو دلته لا  اوږدیږی!
 بیا وږی ستړی ټپوسان
په لور د کلی سوه روان
په لاره په یوه وچه ونه که دمه سوه
کتل یې و هوا ته
دلارې ولنډتیا ته
یو کریغه کړه له خوشالۍ
اوه!
هلته د بم خړوسکې مالومیږی
دا ښه سو.
دلته ام  پښتون اوسېږی

 

ښامار
 زورور ښامار بیاله خولې نه اور پوه کۍ
  کلی یې سره سکروټه کئ
  د کنګلو ماشومانو لاسو نه یې مات
  د بوغرې دچشمکو  نه یې د پېغلو سترګې ړندې  
 او د سپېن ږيرو ږیرې یې  
 د اور په توښ ایری کړې
 آه ! 
 آه!   
 آه!  
 باران سو
 توپان سو 
 خړ سیلاب سو 
 ښامار یې یو وړ.

 

خپل نصیب

 د کاڼو ډک آسمان
د اوره ډک سیند
 د وسپنې شپه ده
 کاڼې اورېږی،اور بهېږی، وسپنه پولاد ېږی
 بې لاسونده ماتېږی،سوځی ، شکېږی
 د چا ککرۍ؟
د چاجونګړه.؟
 د چا ګرېوان؟
 افغان!
افغان! 
آفغان!
چیری؟
افغانستان!

 

شاه شجاع
ای افغانه !وکړه فغانه!
 د دشاه شجاع شو دورانه
 هغو چي ګټلی آزادی وه
 په قبر کي دی ناارامه

تږی څاه
 انسان،ژوی ،آسمان تږی ،
 څاه ،سیند تږی 
  دښت او غر تږی 
 ژبه راوتلی یو انسان
 کړې بغاری:
 راځی را غونډ شی دعا ته!
 لمانځه د استسقاته!
 خلک را ټول شول میلینونه
د یوه سره نه وو  یوسایوان
 خدای به څنګه پر دوی وکړی باران

 

آزادی

 دا څه تورتم دی، بې سپوږمۍ شپه ده  
چیری الیکن چیری ډیوه ده؟
لاس ټپوه اورلګیت لټوه
اورلګیت لوند ماته خاشه ده
دلته دیوال کي یو انځور ځړیږی
 د انځور له پاسه توره ښیښه ده
ښیښه یې ماته انځور را بهر که
نوره د آزادۍ ولوله ده

 

تیل
د تیلو دی باران
 د تیلو دریالونه
 د تیلو دی سندونه
 د تیلو د حوض په منځ کی ولاړ دی
 ژبه راوتلی  یوانسان
 د یو څاڅکی اوبو په ارمان 

 

ماهی

نفس مي تنګ دی
ونړوه غرونه!
لیری که دښتونه!
وران که اسمانونه!
دلویه دښته د وچ غره به لمن کي
وړ ماهی یم واهم ټوپونه
یوه ورځ  به باران وشی
زه به  نه یم ،جوړ به شی ډندونه

 

تورلمر

 په دوو ګوتو
پټ شو لمر،
 په دهراود تیاره ، په پنجوایی تیاره ،  په ګرمسیر تیاره
په نوزاد ،غزنی زابل او کنرها تیاره
په ټول پښتون تیاره
کله چي د بمونو دتالندی ږغ په غرونو کي وپېچید
اوتوري خړوسکې
سره د خوار یتم
ټوته ټوټه غوښه
زړه ،یوه سترګه، یوه پښه په هوا کي څرخوله
لمرپوړنۍ په سر  ورته ژړله
    پرون بیا په چیچینیا
 نن په فلسطین عراق لبنان راغله تیاره
او هلته لکه دلته بمونو
د تورو خړوسکوسره
 ټوټه ټوټه په اور سوځلی غوښه
 په هوا کي نڅوله
لمر د بوغرې له چشمکوورته  کتله او ژړله
 ای د تورو اینکو والا خلکو!
چي په دو ګوتو لمر پټوی
 ولی  روشنایی ته تیاره وایاست؟
 او یتم ته بوده؟.
   ولی ؟
هغه  پلار نه لری !
چي ستاسو آینکی ماتې  او
ګوتې مو پرې کړی

  

نظرمات

خوب وينم چي راغلی قيامت دی په دنيا
خلک لوچ سر او پښې ولاړ دی په دعا
توپان وو دوړی خاوري او باران وو
ټولو کتل پورته د پاسه یې آسمان وو
خلکو د خلکو په سر پښې ایښی په واویلا وه
د هغو منی منی منی منی یوازنی دعا وه
یو بل یې وهله په سراو کله لکه ګډان
د پښویې لاندی کوله خوار میږیان
چي ښه ځیر شوم په تارو باندی پیسی را ځړېدې
خلک لکه بیزو ګاني له کلا وراوښتې
چپچپانده یو تندر راغی  پیسې یې کړی ایرې
سمدلاسه خلکو د یو بل په ویر کړې نارې
له خوبه راویښ او ړونو اوبو ته شوم ګویان
        د سپلنی پسی رهی  شوم مخ په بیابان    

 

دجال 

دجال سپورپر خپل خره وو
ځل یې ګنډلۍ د هغه وو
په یو لاس کي یې جنت
په بل کي یې  جوړ کړی وودوزخ

 دوزخیا نو ته یې
ژوندد نوح بخت د هما وعده کوله
 دوزخیان یې لکه ققنوس په اور کی موقټوله
ناببره د خره پښه  یې بنده په غارد شمشیر غار شوه
 پښه د خره ماته دجال شوه
د دجال پښه بنده په ځل  کي د خره شوه
له هندوکش له غره  راشوه شو
د جنت کاسه یې د لاسه  شوه  نسکوره
د دوزخ  په کاسه یې مخ شو تور
 د دجال هیره کړه خپل هیره
بیا  یې په ګنډولود ځل کوله بېړه
نور نه تار ورته پیدا کیده نه ستن
د شا یې دوزخیان  په منډه منډه ول
دجال د ګود خره لکۍ نیولې په تښتېده شو
دوزخیانو  یې جنتیان په خوشالو شول
  د درواغو جنتیان په ګوندو شول

 

شپېلۍ

ماجد مو وران
باغ مو خزان
د شپونکي شپېلۍ پرته ده پر میدان
مېږې یې منډې وهي مخ په بیابان
ښرمښ ولاړ دی وشپېلۍ ته
نه پوهیږی
چي څنګه په راټول کړی ګډان

 

چکر

کله به سبا شی
چي دا اوږده شپه رڼا شی
دواړه لمر او سپوږمۍ تللی په چکر دی
نو ځکه به موږشپه اوږده او تیاره ده
 کله چی لمر مدار ته راشی
سپوږمی او ځمکی  سره پخولاشی
 نو بیا به شپه سبا شی

ځواب

- سلام!
- سلام!
-ښه یی؟
ـ ښه یم.
- یوه پوښتنه وکړم؟
- یا.

 څه غواړم
افغانه  وروره !څه غواړې؟
پیسې که ارامي غواړي؟
هغه به بریتو کې وخندل
پیسې غواړم!
ولي ؟
زه  نورنه غولیږم

توره شپه

شپه او ورځ تیاره ښه ده
توره شپه
توره ورځ
می خوښیږی او خوند ترې اخلم
څوک مي نه ویني
چي څوک یم!
څه کوم!
څوک وژنم!
د څه لپاره؟

حق
چوی ،پښې له مزله
چوی، دښتې د نه اوبو
چوی سرونه له حق غوښتو
بمونه د څه شی زیری ورکوی؟
د حق

افسانه يي مارغان
را کښته شو مارغه د« پوکی»
که راغلی ده «کوکوکا» له امریکا
سرونه پراته  دی په ځاله کي د دوی
 رښتیا

 

 قبرونه
سړکونه نړیږی او جوړیږی
کورونه له سره ودانیږی
پیسې نوی چاپیږی
پټی بیرته شنه کیږی
په ویاله کي اوبه بیابهیږی
خو قبرونه ډیږی
هغه نه سپړیږی

نیمګړې آزادی

بند یو داغیار د تورو زلفو په افسانو کي
دغڼی د جال د وسپنی زندان په پنجرو کي
زمریان به د وچ ځنکله  نه څه سو د واخلی
غوټه وهو د مارانو د زهرو په سیندوکي
 
 اوګیره

د صحرا پسته خاوره
 د څاه  خوږې اوبه
ورېښمی پروړمي پر شنده
په پښه مي اخښه
د کوم شرابی بوتل د لاسه
زما به وینه سره شوه اوګیره

لوبه
وروره! مینه مینه نشته
دا د پیسو کاروایي ده
د قصابانو تر منځ ده لوبه
وینه یې کمایی ده
په وژولو کي یې خوند شته
دا خوند یې نشه ده
 دا نشه یې په سترګو کي دایمي ده
نو ځکه د قصاب په سترګو کي سرخي ده

ژبه
غرونه بهیږي
ونې تویږي
اورونه اوري
ږلۍ ځغلي
باد ږغیږي
دانسان په ژبه

 الله
 د غره سر ته وختم
په لوړه تیزه ودریدم
پونده مي پورته کړه
نارې مي کړه الله
غره، مځکې، خلکو او فضا
 را غبرګه کړه زما
صدا

 

 

سره ګلان

 

مالیاره پام نور سره ګلان مه کره!

سره غاټول او مرسلان مه کره !
ګوره!
پاس غرو ، دښتو، غونډویو، باغو او باموته
دسرو مرمیورا ټوکیدلی سرې ِغوټی موسیږی
د شهید په وینه خړوبه شوی سره ګلان ِغوړیدلی
 مشکی وږمو یې ټول جهان نیولی

آه!
 د تنکیو غوټیو نه یې خونم څاڅي
سری  ګلپاڼی یې رپیږی
د باد د چیغو سره سورندی اوروی:
مالیاره!
نورزموږ په منځ کي
 دلته سره ګلان مه  کره!
سره غاټول سره مرسلان مه کره!

کندهار- اپریل۲۰۰۶

 

دپښتنوکلی

دوو وږ ستړو ټپوسانو
د غره په سهیل کي شپه سوه
یو بل ته یې ویله:
دا عجبه کانه ده؟!
چي پسرلی شي شپې لنډیږي
خو دلته  اوږدیږی!
 بیا وږی ستړی ټپوسان
مخ په کلي سوه روان
په لاره په یوه وچه ونه که دمه سوه
کتل یې و هوا ته
دلارې ولنډتیا ته
یوه کریغه کړه له خوشالۍ
اوه!
هلته د بم خړوسکې مالومیږی
دا ښه سو.
دلته ام  پښتون اوسېږی

لندن - جولای ۲۰۰۶

 

تاریخ

اسکندر چېغه کړه چنګیږ ته
چنګیږ ویل  بیاانګریز ته
انګیز ، روس بیا امریکاته:
نیول اسان ساتل یې ګران دی
کرار کرار یو موټی کیږی
یو ژوندی  ترې نه پاته کیږی
ګورګین ،براېدن دی شاهدان
 د هغو نه په جهنم کي کړه پرسان
بیا ټولو ویل بوش د امریکا ته
د تابوت سره سره  ورځه ورته

لندن ـ د اګست ۲۲

  

آزادی مو مبارک شه!
دآزادی مو مبارک شه! په اټنو سره
دشهیدانو د قبرونوشناختې وښورېدې
په زندانو کي د زولنو شرنګی شو
په ګوانتانامو کي د نعت ږغ پورته شو
اوویل یې غوښتل
کومه آزادی ؟
د ژوند نه آزادی ؟
ما ویل: نه ،نه
یو زوړ  په ترخو میو مست خماری چي
دبوتل دننه یې د میو د یو څاڅکی پسې کتله
 راته په هېښتیا وویل:
دچا آزادی؟
ما ژیړ ی سترګې ورته کتل  نه پوهیدم څه ورته ووایم
 د هغه نه وداړشوم ترې وتښتیدم
او په منډه منډه می ور ته وویل:
دغازې امان الله آزادی
هغه راته وویل:
ولي له رښتیا نه تښتې ؟
هغه څوک دی زه د هغه انځور
نه په پیسو
نه په دوترو
نه په سفارتو کي
نه وینم، نه وینم
ته هغه وینی؟
 ما شاوخوا وکتله
 نه، نه
هغه راپسی ناری کړه:
ځان  مه غولوه
خلک در باندی خاندی
امان خپله په لومه کي بند دی
لومړی هغه  آزاد که!
بیا آزادی له آزادی نه آزاده که!
تر هغه مه وایه آزادی دی مبارک شه

که چا وپوښتل: کومه آزادی ؟؟؟؟
بیا به څه و رته وایي

 

بم
ګرځی په هوا د وسپنې دیوان
نښه نیسی پر افغان
لسو وخوری سل  کړی تپیان
د ټول شمیری په یوه  انسان

 مشر
خدایه ! دا دعا کوم
دا واویلا کوم
مشر مو سړی که!
یا یې ورک له دې نړۍ که
د غاړی طوق یي د اغیار که
د ده په لاس که تلوار

د کفن پلورل
په اصل کي دا د اتلانو دی وطن
نه مایع  چي په  هر لوښی کي مسکن
 نه ده دلال چي  هر شی پلوری
که بل شی نه وی  بیاخپل کفن
د پردو د موزوخاوره کړی توتیا
 د غدار دپاره ویجاړ کړی ختن
د پیسو د پاره وژنی هزار  کسان
په غوړمالی ختا باسی دښن
تاریخ تکراریږی پر پښتون کام
خو نه لولی دا چاری کودن

چاره
   
ورځ مو شپه شوه
دا عجبه کانه شوه
نه  ورځ نه شپه ده
اوس څه چاره ده
چي پسرلی شی ورځي اوږدیږي
خو زموږ هغي لنډیږي

دنیا ابادیږی
زموږ کنډوالې نړیږي
ملکونه ازادبږي
موږ اسیریږو

 

خسی
هغه وژلم په ساندو
ته مي  په ترانو باندی
القایدو . تره ګرو او طالبان
نومونه کېښودل شول پر افغانانو
وژنی اومیندواری چي ږېږوی طالبان
وژنی ماشومان  چي نشی تره ګران
وژنی بوډاګان چي د لادن  نسی په شان
دا به تر کله کړی دوام؟
چي خسي شی ټول ځوانان
خو دا نلری امکان!

د پنجوايي اختر
د پنجوایی د سری مځکی غبرګون وینم په افق کي
 د غوښوباران
وینم په فضاکي
مځکه  مړه ده وینې ترې بهیږي
غوښې له هوا تویږي
کنده ورته کېندو
غوښی ټولوو
جرم یې ثابت چي ماشومان دي
په خټه د پښتنو بچان دی

رخه

ناست وم د غټوتورو سترګو دلبر سره
په چل چل  مي
 دخبروپه پلمه
دغوږونرمو ته ورو شونډه ور وړله
خود هغې دناغه دارو سترګو دځلا غبرګون مي
د اغیار په سترګو کي لیدله
ما چي دهغې سترګو  ته وکتله
دهغې غومبوری سره او موسکۍ  شوه
خولې په راماتی او  ګونګۍ شوه
زما چي به پام نه وو
هغې هر لوری ته کتله
اغیارو ته موسیدله
پرما دنیا توره تیاره شوه
 د جفا د غره لاندی مې اوږه شوه
او په هغه مي رخه وشوه
لکه جاسوس

دګړنګ په نری ژۍمي په پټو سترګو ځغاسته شوه

د اغیارو د سترګو د له ځلاد غبرګون نه مي
 په دربېدونکی زړه
 د هغې سترګې څارلې
اود زړه په غوږومي
 د بیلتون د ارې ږغ  داوریدو هڅه کوله
اوڅلیرویشت ګړی مي
 په پټه  پټه
په پټه  پټه
دد یوال له شا
له پله لاندی
له بام له تیغې
له ونې له سره
له نظر لاندی څارله 
او په ذهن کي مي زرواری حلالوله او ژوندی کوله
خو چي یوازې به شوه
یوازې  یې مځکې ته کتله او ژړله
خوزما سره به یې په پټه اغیارو ته کتله
په چرت کي ولوېدمه
د مینې نیلۍ مي ځغله وله
د جړ سپنسی سر می لټوی
پوه شوم!
پوه شوم!
دازما سره  په ما هوسیده
 په اغیارو یې
په کتو کتو د بڼو فخر پلوره
چې وفا یې نظر نه شې

دوې ګوتې

 په دو ګوتو یې
تورکړ لمر، ستوری او  توره کړه  سپوږمی 
 په دهراود تیاره ، په پنجوایی تیاره ،  په پکتیا تیاره
نوزاد اوغزنی زابل او کنرها تیاره
په ټول پښتون تیاره
کله چي د بمونوتندر په غرونو کي وپیچید
اوتوري خړوسکې
د بې پلار ماشوم د خوار یتم
ټوته ټوټه غوښه
زړه ،یوه سترګه، یوه پښه په هوا کي څرخوله
دنیا ورته خندله
ځکه په دو ګوتو یې
تورکړ لمر، ستوری او  توره کړه  سپوږمۍ 
 پرون بیا
 په چیچینیا
 نن په فلسطین عراق لبنان راغله تیاره
او هلته لکه دلته د بمونو تندر
او تورو خړوسکوسره
ټوټه ټوټه  په اور سوځلی غوښه
په هوا کي نڅیده
 په ونو راځړیده
دنیا ورته خندله
هلته هم بی پلاره ماشومان اوسیده
ځکه په دو ګوتو یې
تورکړ لمر، ستوری او  توره کړه  سپوږمۍ
ما ته سوال پیداشو
 آیاد نړۍخلکوټولو  اینکې په سترګو دی؟
 چې تیارې ته روشنایي وایي
 هغوی لکه ماشین زړه نه لری ؟
  ماشومان نه لری؟
 ای د تورو اینکو والا خلکو!
چي په دو ګوتو لمر پټوی
 ولی  روشنایی ته تیاره وایاست؟
 او یتم ته بوده؟.
   ولی ؟
هغه  پلار نه لری !
چي ستاسو آینکی ماتې  او
ګوتې مو پرې کړی

سجده
په سجده پروت یم د غفار
ولي مې چوغه وې روزګار
د ګناه د باراز مې کوی خریدار
ټول د درواغو یې دی کاروبار
قسمونه  سوګندونه طلاقونه
چا ته نه دی پاته حلال یو تار
زه د ګناه د بازار نه یم خریدار
نرخونه لوړ دی دبل دی  اسعار
نه پریږدی مي بې درواغو قسمو اغیار
لکه چي ځواب او کتاب نشه
که په دی امید یې! کوه دا کار

تمه
غلیمه د مالوچوتور غوڼداری په زوره اوروه 
چی جانان می راویش شی له خوبه
چي دی په تمه
د زنګ لرونکی ګړی
 
 سپی
واک مود لیوني پردی سپی سو
دا سپی بیا دلته ګرګۍ سو
 خوله سر او بدن یې
 ټوله
مېښت وروڼه ته تاواني سو
   
 رتبه
 
ما ورته کرار وویل:
سلام!
هغه ویل: ګد مارنینګ ووایه
چي یو مو شی لسان
ما ویل: نه پوهیږم!
ویل: ورک شه له میدان!
ما څو واری تکرار کړل دا شیان
ورته مي وویل :
ګود مارنینګ سر جان!
هغه راکړه ښه څوکۍ هغه ان
بیا مي زده کړه افتر نون
زه یې مشر کړم  د زون
چي مي زده کړه ګوډ بای
مقرر شوم په ګوانتانامو کي
 په صفت د ترجمان

الویل
اوله په پاچاهي رضا وو
بیا په جمهوریت راضي ستا وو
له پاچاهی نه جمهوریت سو
بیا دیموکراټیک او امارت سو
بیا اسلامی او ډیموکراسي سوه
دموکراتیک نه پیل بیا بربادی سوه
 د پردو راتګ یې پیلامه وه
تر ننه دوام یې الویل سوه
یو راځی بل وځی په منډه
داسی لوبه د خوسی سوه

تاریخ
نفس مي تنګ دئ
ونړوه غرونه!
 لیری که دښتونه!
وران که اسمانونه!
دلوي دښتې، د وچ غره په لمن کي
وړ ماهی یم واهم ټوپونه
یوه ورځ  به باران وشی
زه به نه یم
جوړ به شی ډندونه

 

کنګله ځمکه
مځکه ریږدی له یخني نه
کچکول په لاس لمر ته مړی سترګی نیولی
تر کله به شرمیږی؟
 ترهغه شرمېږی
چي د نس له تله ونه باسي اورونه
هغه وخت به
  تا ته سپوږمۍ
 انګار لپاره  کوی سوالونه

مړی
یو وار پریولل کیږی
مړۍ
د ورځی اویا واری
د خولو به ډم،  ډم
 شرم یې نه پریولل کیږی
 د ورځی سل وار
 د قصاب له چاړی تیریږی
خو نه حلالیږی
نه مړی نه رغیږی
له ورځی سل نور شهیدیږی
دی نه مری نه مړکېږی
سترګی یې نه شرمیږی
د لونګۍ سره نڅیږی

ماجد وران
باغ مو خزان
د شپونکي شپیلۍ پرته ده پر میدان
مېږې یې منډې وهي مخ پر بیابان
ښرمښ ولاړ دی وشپېلۍ ته
چي څرنګه په راټول کړی، ګډان

 

 

تږی څاه
انسان،ژوی ،آسمان تږی
سیند تږی
 دښت او غر تږی
ژبه راوتلی یوه انسان
کړې بغاری:
راځی را غونډ شی دعا ته!
لمانځه د استسقاته!
خلک را ټول شول میلینونه
د یوه سره نه وو  یوسایوان
خدای به څنګه پر دوی وکړی باران
 

 

 

د نړی خبرونه

   نه نه  نه وایم چی ما څه ولیده
چي نه کاوه ما سوچ ما هغه ولیده

دنرانو مي یو بل سره واده ولیده
د  ښځو تر منځو مي کوژده ولیده

بې نکاح مي د جنو سره واړه ولیده   
  لمن اغوستی مي دلته نارینه ولیده

حیوانان می پر پالنګو ویده ولیده
انسانان می په پنجرو کی پراته ولیده

چپلاخه   ان ماشوم ته مي ګناه ولیده
خو دنورو زرهاو وژل  مي روا ولیده

سړی می په پوړنی ګی ښایسه ولیده
د ښځو د حجاب  په زوره لغویده ولیده

روان مي په درواغوچرخ د دنیا ولیده
زمرا نو نڅیدل وی و موږک ته په رښتیاوليده

څوک وه غله څوک مي د هغوسره مله ولیده
دوژونکو  په لاسوکي مي د قضا تله ولیده

هلته مي دموکراسی بهانه ولیده
دلته مي دا بهانه  وروسته ولیده

د انسان توپیر مي د اتوم په توان ولیده
دا مي توطیه د اتوم واکو د جهان ولیده

 

 

پېری

دا پیری دی که انسان؟
څلور لاسه یوه یې پښه ده
ککری یې د زمری!
یوه سترګه یې ړنده ده!
د ختیځ شمال لویدیـځ سهیل  په برکي
پر چنګګ تړي انسانان
پرې نېسی ماهیان