|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
دقدر وړ نظري صاحب ! گېډی گېډی سلامونه اونېکي هليه وړاندي کوم ! څو دقيقې مخکښې مي وخت پيدا کړ افغانی ويب پاڼې له نظره تيري کړم ،په لراوبر ويب پاڼه کې مي داخبر چې ستاسو په ابتکار دټوکو اوطنز ويب پاڼې دانترنيټ په نیوال جال کښې په فعاليت پيل وکړ ولوست . بېله دېنه چې تاسو ته خاص ارادت او اخلاص لرم ،ياموپه فرهنگي کارونو وياړم ،دخبر دلوستلوسره سم يوځاي مي له ځانه سره داترخوله راووتل ،دا څومره ښه کار وشو ،په رښتيا سره موږ افغانانوهر ډول ويب پاڼې لرلې خو دټوکو اوطنز دخپرولو پاڼه مو نه درلوده . په رښتيا سره تاسو پدې کارسره دافغانی ويب پاڼوپه ليکه کښې ډيره لويه تشه ډکه کړه . يوازي دسياسي ،تاريخي ،علمی او ادبې مضامينو لوستل اړين نه دی ،دټوکو اوطنزونو لوستلوته هم اړتياشته . ديو شمير مسايلو لوستل پر لوستونکي ډول ډول تاثير ښندی ،کله لوستونکی داسي خفه شي چي له ځانه سره وايي اوس څه وکړم ،پدې ورستيو وختوکې ډير مطالب لوستونکۍ احساساتي کوي . خو تاسو ددواړو اوهم نورو کسانو سره دخپلې ويب پاڼي په مرسته دزړه خواله کولاي شی . هرڅومره چي په غوسه شوی وي دروحی آرامی لپاره به دټوکو اوطنزونوپاڼې ته سر ورښکاره کوی ،اوغم به پرې غلطوی . زما داخبره دامعنا نلري چې داپاڼه يوازي دغم غلطيو ځاي دی ،تاسو ټول پېژنی اوپدې برخه کښې ستاسو استعداد ټولوته څرگند دی ، اوس به تاسو دا امکان ولری چې هره لحظه دطنز اوکنايې په ژبه له افغان ولس سره دزړه خواله وکړی . کورمو ودان لويه تشه موانشا الله ډکه کړه ،پر مخ درومی ډير ښه کارمو پيل کړئ دی . زه تاسو گران دوست ته پدي فرهنگی او وطنی لار کې دهغومره برياو هيله کوم څومره چې تاسو دځان لپاره غواړی . حبيب الله غمخور دروزگان مهالنۍ ملي خپرونې مسؤل |
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||