|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
په د اکاډمیسن کاندید محمد انور نومیالی صاحب څو تخنونی
د غلامی ویاړلی شجره
غلام رضا آغا زاده یم *** دغلام جان ماما زامن مې غلام قادر او غلام سرور کشرې په ژبه پوه دی مشرې یې لږ څه خر ***
زموږ له خپله څه نه وزي *** د اکا څلور زامن مې غلام فاروق غلام مصطفی د دریم غلام حبیب دی څلورم غلام مجتبی ***
زورور مسخره چیان دي آ زموږ غلام بایزید خر تر هر چا دی معتبر *** غلام حسن یو توربور دی غلام حسن مې بل توربور هغه یو په بڼه سپین دی او دا بل له رنګه سور *** غلام مامد چې مې اکا دی ښه شناخته د غلام مایدین غلام علی او غلام صدیق یې خره زامن دي په یقین *** د غلام غوث قصه به څه کړم ورپسې بیا غلام عثمان ږیره ور غلام رباني تر غلام یحیی راباندې ګران *** لا مو چیرې دي لیدلي زما عزیز غلام جیلانی د ورقو په ټیکه کې هغه نلري ثاني *** غلام احمد که غلام اسحاق دی لري غټې کارخانې د غلام شاه نږدې رفیق دی غلام صفدر د توپخانې *** غلام رحمن مو ښه شاعر و چا باور نه په کاوه خو یو ځای چې به مامور سو ځان یې ډیر ښه مړاوه *** د خاله مینځې زامن چې سره اچوو سلام اوه پښته سر پر سر هر یو غلام ابن الغلام *** کارنامې دغلام عباس له یاده نه باسو بیخي له بلا څخه دی هیر سي ربڼوکې غلام سخي *** غلام ایشان دی رالوی سوی په ښه ناز ؤ په نعمت ځای تې نسي دسیدای غلام مرتضی یا غلام حضرت *** موږ به هغه څوک بللای سخت ظالم او مستبد تې په زور پر موږ تپلای غلام نقشبند غلام مجدد *** څوک مو نسي بیلولای نه په خیل او نه په زی د غلام اکا له خټې یو له ذاته غلامزی *** باید سي په غلامۍ کې موږ ته هر څوک سلامي په عبدل کې مو پوشلي د پیړیو غلامي *** سره واوښتې معناوی غلامي سوه حریت خپلواکۍ یا استقلال دی د ورمیږ طوق لعنت *** څوک مو ملک آریانا بولي څوک یې بولي خراسان تاریخي «دا غلامان» دي
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||