|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
پوهنمل محمود نظری
عبداللطیف اڅکزی د پښتو طنز لومړنی لیکوال
د پښتو په لرغوني ادبیاتو کې طنز لیکل ډیر لرغونتوب نه لري .د طنز ي توکو لیکنه له اسلام نه وروسته په شپږمه او اوومه پېړۍ کې افغانی ادبیاتو ته لاره موندلې ده او دهغه وروسته په ځینو آثارو کې طنزی توکي او یا مستقیل طنزونه لیدل کیږي. زموږ په کلا سیک ادبیاتو کې طنز د یومستقیل ادبي اثر په مفهوم چې د سمون لپاره وی ډیر وروسته منځ ته راغلی دی یوازې په ځینو حکایتونو او ویناو کې خندونکي توکي (طنز . هجو ، هزل او ټوکې ) لیدل کیږي. شاید یو علت یې دا وي چې دهغه وخت ادبیات دواکدارو او پاچاهانو په چوپړ کې وه او د شعر و موضوع مدح او رزم ته ډیر پام وو او سیاسي او ځانګړی شرایط هم ټولنیزو نیوکو او طنز ته مساعد نه وه خو ځینې شاعران دغوسې او غچ په وخت کې د هجو خوا ته کاږل شوی اویا يې د دوستانو او ملګرو د خوشالی لپاره هزل او ټوکوخوا ته مخه کړی چې ډیری بیلګې يې شته خو بیا هم داسې شاعران وه چې په نوښت سره يې طنز د حیواني کرکترونو په جولو کې بیان کړی چې غیر مستقیم خپل موخې ته چې نیوکه د سمون لپاره ده ځان رسوی چې یو له دې با درکه طنز لیکونکو څخه ظریف حافظ عبداللطیف اڅکزی دی چې په یولسمه هجری پيړۍ کې یې ژوند کوی د هغه په هکله ډیر مالومات نشته خو د محمد هوتک( پټه خزانه) د هغه په هکله داسې لیکي:
عبداللطیف شاعر په مجمع کې د فضلا سر آمد دی او په ظرافت کې هم، د بوستان( د کوټې شمال ته) دی. پلار يې غلام محمد نومیدی. قندهار ته راغی په ماشور کې اوسیدی. عبداللطیف له کچنیوالی په علم شروع وکړه ، قران شریف يې حفظ کا او ځکه چې طبع لطیف یې درلوده نو يې ډیر خواږه اشعار وویل، په شعر کې طبع ظرافت ته مایله ده خو بیا هم قصې او حکایتونه نظم کا چه اوریدونکی عبرت ځنې کا او پند او نصیحت دی په ظرافت کې مفید ورمونه کا او هر کله مجلس د اشنایانو په ظرافت دده مسروروی. کاتب الحروف کله کله دی وینی او اشعار يې اروی. اوس د څلویښتو کالو دی او سره ددې چه په عمر پوخ دی خو د ځوانی مسرت کا او مجلسیان يې په محبت نشاط بیا مومی په مجالیسو کې اشعار ارتجا لا لولی اوقصې کا فقیر کاتب الحروف دغه یوه قصه دده په دی خزانه کې نقل کا چه کتاب له ظرافته هم خالی نه وی قصه د سوی او اوښ غوږ نیسئ یارانو دا د اوښ او سوی قصه سوه خورا ډیره خوږه سو یو سوی – اوښ اشنا سو --- بیحده يې همرا سو یاری به يې کوله یو له بله یارانه سوه -- خورا خوږه قصه سوه اوښ وویل چه سویه!-------------- ای زما یاره نیکخویه! بیتا می ښادی نسته شپه او ورځ می په تا ښه سوه خورا خوږه قصه سوه ټول عمر يې صحبت کا------------دسوی سر ې الفت کا شیبه يې بیلتون نه کا یو له بله مرکه سوه خورا خوږه قصه سوه سوی ؤ د اوښ په کور کی------ژوندون يې په سرور کی قصه به يې شروع کړه هر سهار، څو به غرمه سوه خورا خوږه قصه سوه سوی تل میلمه د اوښ ؤ------دوستی کي ډیر په هوښ ؤ خپلوی سوه هسی ټینګه چه به پرې نه په برمه سوه خورا خوږه قصه سوه اوښ هم عزت دسوی کا------ساتنی د ابروی کا د یار د زړه دپاره به مقبوله نه پلمه سوه خورا خوږه قصه سوه یو ورځ سوی میلمستیا کړه------د اوښ دپارې دا کړه خپلوان يې را خبر کړله د سوی ټوله میلمه سوه خورا خوږه قصه سوه اوښ راغی د سوی کورته------یو غار يې ولید پورته دا ټنګ په هسی شان ؤ، چې نه ځای یوه ګونډه سوه خورا خوږه قصه سوه راوړی يې خواړه وه-------------یو څه وه واښه وه دا ټوله چه يې راوړله د اوښ یوه ګوله سوه خورا خوږه قصه سوه اوښ لوږئ ولاړی کورته-------ختلای نسو پورته سویانو يې ځای نه درلود ټوله شرمنده سوه خورا خوږه قصه سوه سویانو جمعیت کا---------ها سوی يې ملامت کا ول ستا ود اوښ څه دی چه دوستی سره توده سوه؟ خورا خوږه قصه سوه چې سوی اشنا د اوښ سی-----باید چه لږ په هوښ سی د اوښ د پاره ښايي چه پيدا یو مامته سوه خورا خوږه قصه سوه هر څوک چه یارانی کا--------«چه پیل کا پيلخانی کا» هر چا له مناسبه اشنايي او طریقه سوه خورا خوږه قصه سوه چه څوک مناسب کار کا------عبرت له دی ګفتار کا له خپل ټغر سمه د هر چا پښه را اوږده سوه خورا خوږه قصه سوه منبع: محمد هوتک بن داود.پټه خزانه، تذکرةالشعرا
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||