کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

عزیز نسین

 

محمت نصرت  مشهور  په عزیز نسین د ترکیی یو نامتو طنز لیکونکی دی هغه په  کال ۱۹۱۵ په استانبول کې زیږیدلی دی او په کال ۱۹۳۷ کې  د عسکري پوهنتون  نه فارغ شوی دی او دوه کاله يې د ښکلو هنرونو په اکادیمي کې زده کړه کړې ده . په کال ۱۹۴۴ کې یې د عسکری نه استعفا وکړه او لیکوالی يې پيل کړه. هغه په دې وخت کې ډول ډول دندې لکه  دورځپاڼو او کتابونو پلورل، عکاسی  او حسابداری باندی ګذران کوی. هغه د خپلو سیاسي طنزونو په پار څو واري بندي شوی دی او پېینځه نیم کاله یې په زندان کې تیر کړل.

د هغه ټول اثار۳۷ ټوکه کتابونه کیږي چې پېینځه ناولونه، دوه ټوکه نندارمه، دوه ټوکه ډول ډول، دوه ټوکه  د غټانو نکلونه   او ۲۷ ټوکه داستانونه  يې لیکلي دي  چې مشهور اثار يې دا دي : پخمه، حقه باز، هغه خر چې مدال يې واخېست ،بهانه گیره ښځه، د کلی ناوی، ، یو بهرنی په  استانبول کې  او داسی نور

هغه په کال  ۱۹۵۶ کې  ملګرو ملیتو د لیکوالانو په کنګره کې چې په ایتالیا کې دایر ه شوه  برخه  واخېستله ا وه د سروزرو نخل( خرما ونه ) جایزه یې وګټله. اثار يې د نړۍ په ډیرو ژبو ژباړل شوی دي

د هغه یو طنز:

 

ديموكراسي بنده ده

د هغه تر راتګ وړاندې مې يې په اړه ډېر څه اورېدلي وو . هغه نهه كاله په امريكا كې لوړې زده كړې كړي وې . له داسې يو چا سره مې د كتو له امله د غرور احساس كاوه .
د مخكنيو مالو ماتو پر بنسټ مې نوموړى د فزيك ښوونكى په ذهن كې بشپړ انځور كړى و ، خو كله چې مې وليد نو په خپله تېروتنه پوه شوم . ځكه زموږ شپېتو تنو له ډلې څخه يوه هم نومړى په واقعي توګه نه و انځور كړى .
كله چې د لومړي ځل لپاره ټولګي ته راننوت پنځه تنه زده كوونكي يې ولاړ او پوښتنې يې ترې وكړې .
نومړو چې زموږ د ټولګي ټنبلان وو ، وويل :
_
صيب دا ځاى يې نه دى راته ويلى .
_
په موږ چا نه دى ياد كړى .
نوي ښوونكي له اسوېلي سره زياته كړه :
_
عجيبه ده چې تاسې څنګه دې صنف ته راغلي ياست ؟!
دا خبره د حسن د ځورېدو لامل شوه او ويې ويل :
_
تاسو په داسې ځاى كې پوښتنې وكړې چې موږ
ګرد سره نه دى ويلى .
نوي ښوونكي نوري ته مخ او ويې ويل :
_
لطفاً تاسې تشريف راوړئ !
نوري چې هـيڅ يې د داسې پېښې تمه نه لرله تختې ته ودريد او ښوونكي ترې وپوښتل :
_
هرڅه چې مو د منځني ښوونځي له فزيك څخه ياد دې ويې واياست .
نوري يوازي وكولاى شو چي د فزيك كليمه پر ژبه راوړي. وروسته رنګ الوتى او ارام ودرېد .
نوي ښوونكي مو د فزيك پر لوست سربېره له يو بل شي سره هم مينه لرله ؛ هغه داچې هرڅنګه چې شونې وي د فزيك تر څنګ د ديموكراسۍ په اړه هم څه را وښيي .
ښه مې ياد دې چې تر هغه مهاله څوك د ديموكراسۍ له نوم سره نه و اشنا او زموږ د هېواد روڼ اندو هڅه كوله چې د وېتامينو نومان ياد كړي . البته دا يادونه مې ځكه وكړه چې پوه شئ چې د يموكراسي زموږ هېواد ته د ويتامينو تر راتګ كلونه وروسته راغلې ده .
پر نوموړي ښوونكي مو د (ديموكراسي سالار ) نوم كېښود .
د فزيك د هر ساعت نيمايي د امريكا ديموكراسۍ ته ځانګړى و . د هغه زړه هـيڅكله اجازه نه وركوله چې له امريكا او ديموكراسۍ څخه يې سترګې پټې كړي .
پر نوموړي كال موږ (60) تنو د فزيك په اړه هيڅ نه كړه زده، د ديموكراسۍ په برخه كې مو زده كړه چې يو بل ته د
(
اې) ، ( هلكه) او (يارانه) پر ځاى (ښاغلى) ، (صاحب) او ( قربان ) ووايو . دويم شى مو د ټولګي د كړكيو د خلاصولو او بندولو
موضوع ښه زده كړه .
ديموكراسي سالار به د فزيك د لوست په جريان كې وويل :
_
ښاغلو كه هوا توده ده كړكۍ به پرانيزو ؟
دا وخت به د 60 تنو زده كوونكو اوازونه د ګڼ اوازو سندرو
په څېر اورېدل كېدل :
_
صيب خلاصوو يې . . . خلاصو يې .
خو زيات وخت به د ټولګي يو دوو ټنبلانو نارې كړې :
_
صيب تړو يې . . . تړو يې .
تر دې بې ډولۍ او شور ماشور ورسته به په ټولګي كې ديموكراسي پيل شوه :
_
صيب خلاصوو يې !
_
صيب نه يې خلاصوو !
_
ګرمۍ پاخه كړو !
_
يخ كباب كړو !
نوري او شوكت د نومړي ديموكراسۍ د دوو مخاليفو اړخونو شعاريان وو . كه نن شوكت ويلي واى چې كړكۍ پرانيزو، سبايې د نومړي خبرې عكس وايه ، خو نوري له كومې تګلارې پرته هر كله او هر وخت د هغه د خبرو مخالف و . كله_كله دغه سرسختي مخالفين په غير ارادي توګه همږغي كېدل هم او په دې توګه به يې په ګرمو ورځو كې كړكۍ بندې او يخ كې پرانيستې پرېښودې .
د كړكيو پر پرانيستنې او بندلو به نيم ساعت تېر شو . كله چې به زده كوونكي چپ شول ديموكراسي سالار به ويل :
_
هيله كوم چې يو استازى له هغې ډلې څخه چې د پرانيستو كړكيو پلوي ده ماته يوڅه نوره توضيح راكړي .
دلته به و چې ديموكراسي به پيل شوه . كله چې به جدي او يو بل ته به مو په يارانه ، خرجان او داسې نورو نومونو خطاب پيل كړ نو سالار صاحب به په مبارزه كې راولوېد ، او ويل به يې :
_
ښاغلو په ديموكراسي كې خرجان او يارانه نه لرو ، ښه به
داوي چې يو بل ته په صاحب وواياست . هغه موږته دا خبره
بيا _ بيا كړې وه . موږ به هم په عادي او نارمل حالت كې يو بل ته د احمد صاحب ، محمد صاحب ، حسن صاحب او حسين صاحب خطاب كاوه ، خو د غوسې پر مهال مو يو بل د خره له نامه څخه نه بې برخې كاوه .
د زنګ له ږغ سره به موږ د ښونځي اڼګړ او سالار صاحب به په بېړه ادارې ته ولاړ . د نومړي له وتلو سره به مو نارې پسې وهلې :
_
ژوندۍ دې وي ديموكراسي ! . . .
هغه كال مو د فزيك ساعتونه پر داډول تېر او سالار صاحب ډاډه شو چې ديموكراسي يې په ښه توګه راښوولې ده.
هغه غوښتل چې خپل دغه برياليتوب د ښوونځي د مشرانو په مخكې هم وښيي، ځكه يې نو يوه ورځ زياته كړه :
_
بچيانو ځانونه چمتو كړئ ، خيال مې دى چې د شنبې په ورځ د ښوونځي په لوى سالون كې د ديموكراسۍ كنفرانس وركړم. تاسو به ياست چې هلته به په ښه ډول له هغې څخه دفاع كوئ .
زموږ په ټولګي كې درې ګروپونه په تياري بوخت شول . د سالارصاحب د غو ښتنې پر بنسټ د هر ګروپ ټنبل ترين كسان دې كار ته غوره شول .
د شنبې په ورځ ټول زده كوونكي د ښونځي تالار ته راغلي وو . سالار صاحپ زموږ د ښونځي پر ښوونكو سربېره د نورو هغو ښوونكي او ملګري هم رابللي وو ، چې يوازي دده د ملګرو شمېر 50 تنو ته رسېدى .
نوري او شوكت د تالار په دوو خواو كې ځانته ډلې چمتو كړي وې.
احمد او محمد هم خپل پلويان د تالار په يوه څنډه كې په تمه كښېنولي وو. هغه ورځ د ټولو كارونو ترتيب ښه سنجول شوى و . په تالار كې يو وړوكى ږغ هم نه تر غوږ كېدى . فكر كوم چې د ښوونځي له تائسيس څخه دا تالار د لومړي ځل لپاره دداسې سكوت شاهد و . آن زموږ د ښوونځي د ښوونكو پسپسك هم ونه شو كړاى چې دا سكوت مات كړي . د برخوالو له څېرو څخه څرګندېده چې دا اصول يې ډېر خوښ دي .
څو شېبې ورسته سالار صاحب د دريځ (سټيج) شا ته ودرېد او نوموړى سكوت يې په خپله پرا نيستونكې وينا مات كړ . هغه د ديموراسي او ګټې يې ، ديموراسي او ښوونه و روزنه ، ديموكراسي او د امريكايي ټولنې پرمختګ او ديموكراسي او روغتيا په اړه تر اوږدې وينا وروسته زياته كړه :
_
درنو دوستانو اوس ستاسو پام د دوو ډلو زده كوونكو بحث او مجادلې ته چې ديموكراسي يې په ښه توګه زده كړې ده را اړوم .
نوري زه پر اوږه وټپولم او را څخه ويې پوښتل :
_
اُو . . . ته د چا پر خوا يې ؟
_
زه د هغو پر خوا يم چې وايي خلاصې دې شي .
_
ډېر ښه چې هېر دې نه شي . . . د څنګ ملګري ته دې هم ووايه چې ياد يې وساتي .
وروسته موږ ټول چمتو او ښه پو هېدو چې دا خبرې اترې
د نندارې لپاره دې او سالار صاحب غواړي چې د ښوونځي مدير ته يې وښيي ، ځكه چې زموږ د ښوونځي مدير له ديموكراسۍ او دېته ورته كليمو څخه ښه نه راتله . د مدير دا خبره " بابا
ديموكراسي څه كوئ " مې هم په وارو _ وارو له ادارې څخه
اورېدلې وه .
يوه ورځ سالار صاحب په بېړه له ټولګي څخه بهر او له دې سره سم موږ ټولو نارې كړې :
_
ژوندۍ دې وي ديموكراسي !
وروره خداى دې له بدې ورځې وساته ؛ څو ثانيې لا تېرې شوې نه وې چې مدير صاحب په غوسه ټولګي ته راننوت او نوري يې يو ټينګه لغته وواهه . څرنګه چې هغه د مدير څلور برابره و نو د مدير لپاره يوه نه فتح كېدونكې كلا وه . ديموكراسي پاته او مدير صاحب تر درې ، څلور ګامه شاتګ وروسته له دېوال سره وجنګېد . تر ځان سمبالونې وروسته د شوكت پر لور وخوځېد او غوښتل يې چې دا ځل هغه تر لغتو او سوكانو لاندې كړي ، خو سمدستي يې پام شو چې شوكت هم تر نوري كم نه دى . هغه د خپلې غوسې ارامولو لپاره د يو ډنګر او كمزوري زده كوونكي په لټه كې شو او دا بدبختي زما په برخه شوه .
مدير صاحب ټكولم او ما نارې وهلې :
_
مدير صيب په خداى كه زه وم . اخ زه نه وم ، زه بېله خلاصېدو او بندېدو د ديموكراسۍ په شي لا نه پو هېږم .
دوه، درې ښوونكي په سختۍ وتوانېدل چې د هغه د سوكانو او لغتو څخه مې راوباسي .
په خپلو غوږو مې واورېدل چې مديرصاحب يو ښوونكي ته وويل :
_
په دې شيانو د معصومو ماشومانو افكار مسموموي .
ددغوگ جرياناتو له مشاهدې څخه ښه پوهېدم چې د سالار صاحب او ښوونځي د مدير تر منځ پټ او ښكاره سوړ جنګ روان دى . په دې مې هم ښه سر خلاصېدى چې نوموړى جنګ به په دوى كې يو ګټي . خو زما زړه تر ډېره غوښتل چې سالار صاحب بريالى شي ځكه كه هغه دا جګړه نه واى ګټلې نو زموږ د ټول كال هغه زده كړه چې د بندولو او پرانيستلو په
برخه كې مو د اصلي لوست پر ځاى كړې وه بې ګټې كېدله .
سالار صاحب تر وينا وروسته يو سپين ږيري سړى چې په لومړۍ كرښه كې ناست و دريځ ته راوبلى او ترې ويې غوښتل
چې د بحث وړ موضوع وټاكي .
سپين ږيري موږ ته مخ او زياته يې كړه :
_
بچيانو تاسو اورېدلي دې چې سالم عقل په سالم بدن كې دى . دا حكيمانه خبره د يونان د يو ستر شخصيت ده ، اوس ستاسو څخه غواړم چې ددې خبرې پر درستوالي او نادرستوالي بحث پيل كړئ .
سالار صاحب له سپين ږيري څخه له مننې سره سم موږ ته وويل :
_
هليه كوم چې د هغو كسانو استازى چې وايي دا حكيمانه خبره سمه او همدا شان د هغو كسانو استازى چې د نوموړې وينا د نادرستوالي په عقيده دي دريځ ته راشي او د مقابل لوري د نظر له ردولو سره مستند دليلونه وړاندې كړي . البته داخبرې اترې د ديموكراسۍ په چوكاټ او آزادانه توګه صورت نيسي .
له انډيوالانو سره د مخكنيو خبر پر بنسټ مې په لوړ ږغ وويل :
_
اجازه راكړئ چې خلاص يې كړم !
برخوال زما په خبره چندان ونه پو هېدل ، خو له پلان سره سم مقابل لور هم اړ و چې په لوړ ږغ ووايي :
_
اجازه راكړئ چې ويې تړم !
موږ يو درست كال د فزيك د لوست پر ځاى بېله خلاصولو او تړلو له فكر كولو او له دې لارې د ديموكراسۍ د

اصلي مانا پېژندلو پرته بل څه نه و زده كړي .
دويم ځل مې بيا ناره كړه :
_
خلاصوو يې !
زما تر دې ږغ وروسته وېرونكي اوازونه پورته شول :
_
وايم تړو يې . . . !
تر دې تېرو ږغونو وروسته هلكان د آسمان كنګرو ته وختل :
_
خلاصوو يې !
_
تړو يې !
د سالار صاحب پام و چې لومړى ږغ كوونكى زه وم ، ځكه يې نو رانارې كړه :
_
اوس نو سټيج ته ولاړ شه او په دې اړه دې خپل دريځ روښانه كړه .
ما چې هيڅ مې داسې نه وه انګرلې په ګوډه او ړنده توګه ځان تر سټيجه ورساوه .
سالار صاحب وپوښتل :
_
اكبر صاحب ستا په نظر آيا سالم عقل په سالم بدن كې دى ؟
_
قربان اجازه راكړئ چې خلاص يې كړو .
چې مازي مې د خلاصوولو تورى پر ژبه راوړ نو د بندو كړكيو پلويانو نارې كړې :
_
ښاغلو اجازه راكړئ چې ويې تړو .
نوري او شوكت خپل شډل او نا تراشه ږغونه پورته كړل :
_
اجازه راكړئ چې خلاص يې كړو .
سالار صاحب په بېتابۍ سره وويل :
_
اكبر صاحب زما پوښتنې ته ځواب راكړه . آيا سالم عقل په سالم بدن كې دى ؟
زه ددې پوښتنې پر وړاندې بشپړ ګيچ وم خو هغه ادعاګران چې د تالار په لومړيو څلورو كرښوكې يې ځاى
نيولى و يو له بله سره وږغېدل . وروسته د نوموړو له منځه يو پنډ سړى را ولاړ او زياته يې كړه :
_
بېله شكه هر څوك لومړى سالم بدن ته اړتيا لري . څنګه چې د يو ناروغ بدن . . .
يو برخوال د هغه خبرې غوڅې او زياته يې كړه :
_
كه ستاسو خبره سهي وي نو بايد ټول د كُشتۍ، شمشېر بازۍ او سوك وهنې اتلان پوهان او فروفيسوران واى .
نوموړي ادعاګران هم زموږ د ټولګيوالو په څېر سره ونښتل .
سالار صاحب په ترهنده او هېښ حالت كې يو ځل بيا له ما څخه وغوښتل چې خپله عقيده څرګنده كړم . په ناچارې توګه مې وويل :
_
صيب لكه څو دقيقې وړاندې چې مې وويل زما په عقيده بايد كړكۍ خلاصې كړو .
پر تندي يې يخې خولې راماتې او په هيڅ توګه بريالى نه شو چې د كړكۍ او ټاكل شوې موضوع سره بېله كړي . ما هم له وخت څخه په ګټه خپلو خبرو ته دوام وړكړ :
_
څرنګه چې اوس د پسرلي شپې ورځې دې نو د ګرمۍ له امله نا چاره يو چې هغوى خلاصې كړو . ځكه موږ ازادې هوا ته اړيو ، نو ستاسو په اجازه يې خلاصوم .
دا جملې له هغه ځايه پر ژبه راوړم چې يو درست كال مو د فزيك د لوست پر ځاى خبرې پر لرلې . له دې لارې مو د نړۍ ټولې شته مسئلې د كړكيو د پرانيستلو لپاره په زبات رسولې وې .
سالار صاحب زموږ د عقيدې خلاف استازى صمد صاحب حاضر كړ . نوموړي د دريځ شاته له درېدو سره وويل :
_
زه د اكبر له عقيدې سره بېخي مخالف يم .
سالار صاحب وويل :
_
صمد صاحب تاسو ښه پو هېږئ چې په ديموكراسي
كې (اكبر) نه لرو ، ښه به دا وي چې هغه ته اكبر صاحب وواياست .
_
ډېر ښه خو زه له دغه صاحب زاده سره په يوه عقيده نه يم .
په بېړه مې وويل :
_
صمد جانه خوله دې سمه ښوروه . زه نوم لرم ، زما نوم صاحب زاده نه دى .
سالار صاحب زياته كړه :
_
اكبرصاحب ، اكبر صاحب صمدجان مه واياست ؛(صمد صاحب وفرماياست).
_
ښه پك صمد صاحب ! ته له ماسره مخالف يې ؟
سالار صاحب وويل :
_
اكبر صاحب هغه ته پك مه واياست . دا د ديموكراسۍ د توازن خلاف كار دى .
دا وخت برخوال هم پر دوو ډلو وېشل شوي وو ؛ يوه ډله يې د سالم عقل او بله يې د سالم بدن پلويان وو . په دې توګه د ښوونځي په تالار كې پر دوو بېلو موضوعګانو خبرې پيل شوې .
په داسې حال كې چې موږ د كړكيو پر پوري كولو او پرانيستلو غالمغال جوړ كړى و برخوالو هم د سالم عقل او سالم بدن په اړه تر داسې اندازې جر و بحث پيل كړى و چې ستونو يې اجازه وركوله .
ښاغلي نوري نارې وهلې :
_
بايد خلاصې يې كړو .
حليمي بورګي په بېتابۍ شور جوړ كړ :
_
بايد ويې تړو .
ديموكراسي سالار چې د برخوالو په غالمغال كې سربدال او هېښ ولاړ و له پك صمد څخه وپوښتل :
_
بچيه بايد كړكۍ پوري كړو ؟
د پك صمد په نظر چې به هر شى ورتلى او د ور او كړيو د تړلو او بندېدو فارمول به پر پلى كېدى يو په بل پسې يې د فزيك ښوونكي ته روښانه او بيانوى .
ديموراتيكې خبرې اترې او مجادله خپل د شدت اوج ته رسېدلې وه . په هېښنده توګه مې ناره كړه :
_
اې حملي خره ، څه ته ګورې ؟
خو سمدستي پر سد شوم چې د ديموكراسۍ له اصلو څخه څومره لېري شوى يم .
حملي بورګى راوړاندې او بېله دې چې د مخكنۍ خبرې په اړه زما په پښېماني پوه شي تر ګرېوان ټينګ او په اوچت ږغ يې وويل :
_
خر ته يې، خر به دې پلار وي ! . . .
د ښگوونځي ددې نندارې يوه څنډه د يو په يو مبارزې په يوه صحنه بدله او تر وسه ، وسه مو يو بل ښه سره وډبول . د خداى شكر دى چې شوكت او نوري منځګړيتوب وكړ او زموږ دا شخړه چې اصلي ريښه يې يوه بېځايه شوخي وه پايته ورسوله .
د خلاصو كړكيو پلويانو په بې كچې جوش نارې وهلې او د كړكۍ پرانيستنې غوښتونكي وو . همدا شان د تړلو كړكيو پلويانو هڅه كوله چې خپلې خبرې تر څوكۍ ورسوي .
د ادعاګرانو حالت هم تر موږ كم نه و ؛ غالمغال يې د آسمان غوږونه كڼول . آن زموږ د مدير ناتراشه اواز چې تر هغې ورځې مې په دې ډول نه و اورېدلى هم تر غوږ شو . هغه صحنې ته تر لنډ نظر وروسته ما ته مخ او ويې پو ښتل :
_
څه پېښه ده ؟
سالار صاحب بنده نيكټايي او څېري كميس يو اړخ ته
چوپ ولاړ و . د ښوونځي تالار سوځېدلې سيمې ته په يوه ورته ځاى اوښتى و . ما چې د ويلو كوم څه نه لرل ، يوازي داسې نارې وهلې :
_
قربان حملي بورګى ، قربان شوكت ، قربان ، . . . !
ښه مې ياد دې چې هماغه شېبه د ښوونځي د مدير په يوه جانانه څپېړه نړۍ را باندې تياره شوه .
بل ښوونځي ته د سالار صاحب له تبديلېدو سره ټول كارونه عادي حالت ته را وګرځېدل .
تر نوموړې ورځې وروسته چې به هر وخت زموږ مدير ټولګي ته راغلى او كړكۍ به يې پرانيستې ولېدلې سمدستي به يې وويل :
_
ديموكراسي بنده ده . كړكۍ وتړئ .
او كله چې به يې تړلې وليدې نو د " ديموكراسي بنده ده " جملې په ويلو سره به يې د پرانيستلو امر كاوه .
اوس پك صمدصاحب ، حملي بورګى ، شوكت او ښاغلى نوري زموږ د هېواد له پېژندل شوو سياستمدارانو څخه دي . تاسو هغوى ښه پېژنۍ ، خو ما يې په دې ليكنه كې نومونه اړولي دي . خو بايد ووايم چې په دې اړه د چا تر بار او اغېز لاندې نه يم راغلى .
څو ورځې وړاندې مې سالار صاحب تصادفاً په كوڅه كې وليد ، تر روغبړ وروسته مې پېښه ورياده كړه ، د هغه ذهن ته څه رانه راغلل ، يوازي يې په نيولي آواز دومره وويل :
_
دا هېواد او ملت تر هر څه ډېر ديموكراسۍ او سمې روزنې ته اړتيا لري