|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
پوهنمل محمود نظری
مهستی گنجوی
لومړنی فارسی هزل ویونکې ښځه
په ګنجه کې د مهستی مجسمه چې په ۱۹۸۰ کې جوړه شوې ده
منیژه مهستی په پینځمې اوشپږمې پيړۍ کې اوسیدله .هغه د اذربایجان د ګنجه په ښار کې زیږیدلې ده او د غزنویانو په دور کې اوسیده . ویل کیږي چې د مهستی(لویه ښځه) ساینوم سلطان سنجر پر هغې ایښي دی. وایي هغې یو ورځ سلطان سنجر ته وویل: (من ازکنيزان سلطان کهستم) یانې زه د سلطان له کوچنیو مینځو څخه یمه هغه ورته وویل: (مه استی) یانی لویه يې. د مهستي لږ شعرونه پاته دي چې د هزل په ژبه یې په ټولنیزو بې عدالتیو او مذهبي خرافاتو یې کلکي نیوکې کړی او هغه یې غندلی دي د هغې د طنزونو وسیله ملنډې نه بلکې بد او نا ویل شوی سکسی کنځل دی هغه په دې کار سره غواړی دخلکو پام هغه ته ور وګرځوي. ما را به دَم ِ پیر نگه نتوان داشت در حُـجره دلگیر نگه نتوان داشت آن را که سَرِ زلف چو زنجیر بُوَد در خانه به زنجیر نگه نتوان داشت طنز هغه ډول هنر یا ادبیات دی چې په ملنډو تانه (طعنه )او کنایي د ټولنې عیبونه ته ګوته نیسی ، د زمانی ناورینونه افشا کوی اوکله هم د وخت ظلمونه او خرافی دودونه او سوچونه لوڅوی هغه مؤدبه ، ظریفه یا هم تونده ژبه کاروی طنز د هجو ضد شخصی غچ نه دی اخلاقی اړخ لری د درایدن انګریز شاعر په وینا په یولاس یې ورانوی او بل لاس یې جوړوی د مهستی په طنز کې رکیک او لوڅ او ټینګ توری کارول شوی دی چې دهغې طنز د هزل خوا ته کاږی هغه دیوې ځوانې ښځې او زوړ میړه دواده د بي عدالتي او نا سم دود په هکله وایي:
شـــــــــوی زن نوجوان اگر پيربود چون پيربود هميشه دلگيـربود آری مثل است اينکه زنان می گويند درپهلوی زن تير به از پيربود د زنان سخنور کتاب لیکي: مهستی په امیر احمد دګنجه د خطیب پر زوی مینه شوه د پاچا دا کار خوښ نه شو او هغه يې له ښاره ویستله دهغې له شعرونو اود ځینو تاریخي بېلګو نه جوتيږی چې هغه دوه وارې بندي شوې ده هغه خپله وایي:
شاهان چو بروز بزم ساغـــــــر گيرند برياد سماع و چنگ و چاکر گيرند دست چومنی که پای بند طرب است در خام نگيرند که در زر گيـــــرند خام : دڅرمنې رسۍ ته وایي او بل شعر يې دا دی
شه کــُنده نمود سرو سيمين تن را زين عارضه ضجه خاست مرد و زن را افسوس که درکُنده بخواهد سودن پايی که دوشاخه بود صد گــــــــردن را کنده :هغه غټ لرګي ته وایي چې د بندیانو پښې يې په تړلې اوکولپ ولې
په لاندی شعر کې مهستی د جنسي ناتوان کازی غیر عادلانه کړه د ځوانی ښځې سره داسې بیانوي. قاضی چو زنش حامله شد زارگريست گفتازسرکينه که اين واقعه چيســـــــــت؟ من پيرم و کير من نمی خيزد هيــــــچ اين قحبه نه مريم است اين بچه زکيست؟ کازي له ناتواني څخه خپله ښځه په یو ځای کې بندی کړې وه چې د بل چا سره اړیکې پیدا نه کړي خو ناببره خبریږی چې هغی یو ماشوم زېږولی دی کازي ژاړي او وایي زما میرمن خو بی بی مریم نه ده چې بې میړه يې زوی زېږولی دی
د هغې په نامه دا شعر چې مذهبی خرابات ښيي هم شته: ازرسول بزرگ واعظ شهر گفت روزی حکايتی خندان که بروز قيام حی قــــــديم چو دهد امتزاج چارارکان هرچه ازکافرومسلمان هست جمع گردند باتن عـــُريان مـــی کند جبرئيل ازمخلوق رده هائی جدا زپيروجوان هرچه پيراست سوی ناربرد هرچه باشد جوان برد به جنان پيرزالی کريه وبد منظــــر گفت با واعظ خجسته بيان اين حديثی که نقل فرمودی زآن رسول بزرگ هردوجهان شامل حال ما اگر باشـــد تيزبرريش آدم نادان د مهستی هزلونه دوه اړخونه لري یو يې باندینی او بل يې دننه نی د هغې ډیر شعرونه د رباعی په ډول دی د هغې بیان ډیر ساده دي؛ د هغې طنز ونه او هزلونه د نارینو دواکمنی ژبې تر اغیزې لاندی دي هغې ډیر هزلی او هجوی شعرونه ویلي دي چې ډیر رکیک توری يې په کې کارولي دي چې ژرد پام وړ وګرځي او کوونکی يې وشرمیږي. هغه د سلطان سنجر د ظلم په هکله د یوی سپین سری له خولې وایي: پیرزنی را ستمی درگرفت دست زد و دامن سنجر گرفت کای ملک آزرم تو کم دیده ام وز تو همه ساله ستم دیده ام شحنه ی مست امده در کوی من زد لگدی چند فرا روی من
مهستی هغه ازاده ښځه وه چې د وخت د دودونو ځنځیرونه يې مات کړی او په خپله خوښه يې ژوند کړی
يک دست به مصحفيم ويک دست به جام گه نزد حلاليم وگهی نزد حرام مائيــــــم دراين گنبــــد ناپختــــــه ی خام نه کافرمطلق نه مسلمان تمـــام
اخځلیکونه ۱-mahmoodkavir.com/persian ۲-ویکی پدا ۳-chalice.blogsky.com ۴-anahid7.blogfa.com ۵-aftab.ir/articles
|
||||||||||||||