|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
ټولونکی او ژباړه: محمود نظري دعبید زاکاني څو طنزي حکایتونه:
دنیشاپور حاکم شمس الدین له خپل طبیب څخه وپوښتل: زه خواړه نه شم هضمولای یوه لاره راوښیه! هغه ورته وویل: هضم شوی خواړه وخوره ! *** ابوبکر رباني ډیر له شپې لخوا د غلا پسې وتي او یوه شپه يې کوم شی ونه موند نو خپله لونګۍ يې غلا او د بغل لاندی یې نیولې کور ته راغی . میرمنې يې ترې وپوښتل :څه شی دی راوړل؟ هغه وویل: دا لونګۍ مې راوړه! ويي ویل: دا خو ستا خپله ده. ویی ویل: چوپ شه ته نه پوهیږی د دا مې دی لپاره غلا کړ ه چې د غلا ارمان مې تر سره شي. ***
یوحاجی پسونه غلا کول او غوښي یې خیراتولی دهغه نه یې وپوښتل : دا څه مانا لري؟ ویی ویل:د غوښو د خیرات ثواب د پسه د غلا د ګناه سره برابر دی لم او وازګې یې ماته پاته کیږي. ***
یو پوه سړی خپل یو د راز ملګری ته لیک لیکی دهغه تر څنګ یو ناست وو او د سترګو لاندی یې دهغه لیک لوستی هغه پوه شو چی هغه دده لیک لولی هغه ولیکل :که زما تر څنګ دایو غل نه وای ناست ما به ټول اسرار درته لیکلی وای د څنګ سړی ورته وویل : مولانا ما ولاکه ستا لیک لوستی وی ويي ویل: ای نادانه نو له کومه ځایه پوه شوی چې ستا نوم مې په لیک کې اخیستی دی. ***
یو چا یو کور په کرایه ونیوی د کوټو دچت لرګو يې ږغ اوږوغ کوی نو هغه د کور خاوند ته وویل :دا جوړ کړه!. هغه ورته وویل: دا لرګي د خدای ذکر کوی . ویي وویل : دا ښه کار دی خو ډاریږم چې په ذکر کې په سجده نه شي. ***
یوغل یو کور ته ورغی هغه شیا ن چي يې خوښیدل هغه يې په یوه کڅوڼه يې واچوله او بیا بلي کوټي ته ولاړ په دی وخت کې د کور خاوندویښ شو هغه کڅوڼه يې پټه کړل. غل چې بیرته هغې کوټې ته راغی دهغه کڅوڼه نه وه نو د کور خاوند ته يې په غوسه وویل : ته خپله انصاف وکړه ته غل یې که زه! ***
یو ساده سړي په دښته کې په غوسې سره د مځکې یویو ځای کیندی او کوم شی يې پلټی . د هغه نه یې وپوښتل: څه کوی؟ هغه وویل: د خپلو ښخو کړو پیسو پیسی ګرځم . ویي وویل : هغه ځای دی نښه کړی وو؟ هغه ویل: هو! ویې پوښتل: نښه یې څه وه ؟ ویي ویل: پر هغه ځای د وریځي سیوری وو. ***
یو سړي له مولانا عضدالدین نه وپوښتل: د خلفا په وخت کې ډيرو خلکو د خدايي او پیغامبری دعوا کوله اوس یې نه کوی؟ هغه ورته وویل: اوس داسیې لوږه راغلې ده چې له خلکو یې خدای او پيغامبر هیر کړی دی. ***
یو سړی يې چې د نبوت دعوا یې کوله سپاهیانو خلیفه ته بوت دهغه نه يې وپوښتل: ستا معجزه څه ده؟ ویي ویل: زما معجزه دا ده زه په هغه څه چې ستاسو په زړونوکې تیریږي پوهیږم اوس تاسو په زړو نو کې ګرځي چې زه درواغ وایم ***
د یو تجار ښکلی میرمن چې نوم يې زهره وه درلوده هغه په سفر تي نو هغې ته یې سپین کالی جوړ کړل او د نیلو یو پیاله يې خپل خادم ته ورکړل او هغه ته يې وویل :که هغې زما په غیاب کې کوم بد کار وکړی یو ګوته په نیلو لړلې د هغې په کالو وواهه چې راغلم ما ته به حال مالوم شي. خواجه و خادم له څه وخت وروسته ته ولیکل:
چيزي نكند زهره كه ننگي باشد بر جامه او ز نيل رنگي باشد خادم ورته په ځواب کې ولیکل : گر آمدن خواجه درنگي باشد چون بازآيد، زهره پلنگي باشد ***
یوې ښځې چې د دوو میړونو سر يې خوړلی وو او درېیم میړه يې د ناروغه وو ژړل او هغه ته يې ویل: ای خواجه ما چا ته پریږې؟ ویي ویل: څلورم ته ***
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||