|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
كمال خجندی شیخ كمال الدین مسعود خجندی د اتمي هجری پیړۍ د فارسي ژبې یو خوږ ژبې شاعر دی چې په خجند کې زیږیدلی دی او په تبریز کې اوسیده ،په ۷۹۳ کال کې وفات شوی دی: گر بجو يند به صد قرن نيابند، كمـــــال بلبلی چون تو خوش الحان به چمنهای خجند دهغه شعرونو کې د کلام لطافت، نازک خیالی اوپه مضمون کې د پام وړ او عارفانه عواطف نغښتی دی په شعرو کې يې تصوف ، عرفان، انساندوستی ،مینه او ازادی شته دهغه په شعرو کې طنزی توکې هم ډیر لیدل کیږی چې په هغه کې يې ریاکاره زاهدان ، درواغجن صوفیان او دوخت جوړجاری رسوا او غندلی دی صوفيان گويند چون ما خيز و در رقص كمال حالت و وجد ريايی خوش نمی آيد مرا هغه څوک د هغه په اند پوهیږی چې د دنیا سودا ورسره نه وی دست بوس دوست می خواهی بشو دست از دو كون دست آلوده نشايد مرحبای دوست را دوستی های همه عالم بروب ازدل كمال پاك بايد داشتن خلوت سرای دوست را
هغه وایي زاهد د جنت په مینه کې ډوب دی او کمال د دجنت د خاوند به مینه کې زاهدان كمتر شناسند آن چه ما را رهبر است فكر زاهد ديگرو سودای عاشق ديگر است ناصيحا دعوت مكن ما را به فردوس برين كاستان همت صاحبدلان زان بر تر است ما به رندی در بساط قرب رفتيم و هنوز همچنان پير ملامتگر به پای منبر است هغه د عقل په هکله وایي: به آب علم بشوييد روی دفتر عقل به نور عشق رخ عقل را سياه كنيد او ياپه دغه بيت کې:
به نور عقل نتوان رفت راه عشق ای عاقل ز مجنون پرس اگر داری طريق حی ليلی را
او بل ځای وایي: خلعت عشق نيست لايق عقل كاين قبا بر قد دل آمد راست
کمال په شعرونو کې متلونه طنزی کنایی او ولسی خبری ډیری کارولی دی - دیوال موږک لري او موږک غوږ ديوار گوش دارد و اغيار نيز چشم ما چون كنيم با تو زبيرون در سخن
- چې بادنه وی بڼکه نه ښوري راست گويند كه هواييست زتو بر سر سرو كه نجنبد به يقين هيچ درختی بی باد
- کوږ کښینه سم ووایه ابرويش گفت كه فتنه كار من است كج نشتست و راست می گويد
-خدای دی یا عقل ورکړی یا مړینه
ناصحم گفتا به خوبان دل منه ای خدا عقلش بده يا آن دگر - اوبه چې له سر تیری شی څه یوه نیزه څه سل
منی گريان چكنم زان مژه و غمزه حذر چه يكی نيزه چه صد چون بگذشت آب از سر -په اور کې وچ او لانده ټول سوځي
تا خشك و تر نسوزد منشين به دل فروزان پروانه سوخت آن گه با شمع شد مجالس
2- كنايې
ښونډان په غاښول- افسوس او تعجب
گفتمش از دهانت ای بت چين كام من غير لب گزيدن نيست -بې ابه کیدل- بې ابرو او رسوا کیدل
بر درت بی آب شد اشكم زبسيار آمدن بعد ازين می خواهم از چشمم گهر بار آمدن
-خدای وهلی- بدبخت
بر فلك می زنم ناوك آه تا بدانی كه ما فلك زده ايم
غوږ تاول – تهدید او جزا ورکول
چشم مستت گوشمال نرگس پرتاب داد طاق ابرويت شكست گوشهء محراب داد
غنم ښوول اوربشی پلورل- دوه مخی
روی گندمگون نمود و جان من چون جو فروخت از چه رو شد اين چنين گندم نمای جو فروش چاړه تر هډوکو رسیدل – ډیر حوصله کول
ليكن نبرم ز تيغ تو مهر گر كارد رسد به استخوانم
*- لاس پریمنځل- صرفنظر كمال از خضرپرسش كرد وصف چشمه اش گفتا چو آن لب ديده ام زان آب اكنون دست می شويم
*- ویته خوله- هېښتیا
آن لب لعل كزو ماند دهان همه باز باز بپرسيد كه دو شينه به دندان كی بود
- د ژبی زخم- تانه ورکول دلم به زخم زبانها نگردد آزرده كه عشاق تو بود كندهء تبر خورده د مالګی خوړل
گر كشی خوان وصل، لب بگشا كه نخست از نمك كنند آغاز
كمال خجندی وايي:
زاهدان كمتر شناسند آن چه ما را رهبر است فكر زاهد ديگرو سودای عاشق ديگر است ناصيحا دعوت مكن ما را به فردوس برين كاستان همت صاحبدلان زان بر تر است ما به رندی در بساط قرب رفتيم و هنوز همچنان پير ملامتگر به پای منبر است . وایي دهغه یوه کتنه د څلور محمد نومو :مولانا محمد مغربی، مولانا محمد مشرقي ، مولانا محمد عصار او مولانامحمد خليلي سره وه دا څلور سره د کمال لیدو ته د هغه کره ورغلل نو هغه خپله هغو ته پخلی کوی دهغه یو مرید هغه ته وویل: ته د میلمنو سره کښېنه او زه به پخلی وکړم هغه يې په ځواب کې وویل: بیا به بله مور دا څلور محمده ونه زېږوي زه د څلور واړو د میلمستیا ویاړ لرم خپله يې چوپړ کوم . د ډوډۍ خوړولو وروسته خبری پيل شوې:
مولانا خجندي وویل:: چشم اگر اين است و ابرو اين و ناز و غمزهاين الوداع ای زهد تقوی الوداع ای عقل و دين مولانامغربی وویل: دا سبک شعر ستا د علم دشان سره برابر نه دی هغه ځواب ورکړ: د سترګه تعبیر د اشاری په ژبه د قدیم ذات عین دی او ورېځې يې حجاب دی او هغه صفتونه ته اشاره ده چې دذات حجاب دی
مولانا مغربی هغه ومنل شيخ كمال خجندی وویل: زموږ د کفر کاف له طاها برتر دی
مولانا محمد مغربی په نیوکی دا بولله وویله چې اخیری بیت یې دا دی : پس نگويد كاف كفر ما زطاها برتر است هر كه باشد از معانی و حقايق بهرهور اخځلیکونه payvand.nl/pages-farsi-1 farad.org-2 tybyan.net-3
|
||||||||||||||