|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
پاول نیګویسکو(رومانیا) دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه طنزونه
څار اوڅوکیدار د فابریکې له دروازې څخه یو موټر بهر وته څوکیدار ودراوه او موټروان ته يې وویل: -د موټر شا ته په دغه غټ جوال کې څه دي؟ - واښه دي. -ډیر دی؟ -تاسو يې خپله وینئ چې یوه بورۍ ده. - ښه ! یوه بورۍ. ډیره بده خبره ده له کومه ځایه دی واخیستل؟ -د فابریکې له چمن نه. -کښته یې کړه، نه دی پرېږدم چې واښه بهر یوسې. - ولې؟ -ځکه چې دا د فابریکې مال دی هېڅوک نه شی کولی د فابریکې واښه پرته له اجازې بهر یوسي او وړیا واښه خپلو ګډانو ته واچوې. - زه هیله لرم لږ تر لږه د نیمو واښو اجازه خو راکړئ. - عجبه خبری کوې دا زه یې دلته د څه لپاره ټاکلی یم؟ته غواړې کښینم او یوازې ننداره وکړم چې خلک څنګه غلا کوی. نه وروره! بورۍ کښته کړه ،بورۍ نه شی وړلی. - هیله کوم دومره سختي مه کوه. - زه وایم چې بورۍ راکښته کړه به قطعی ډول اجازه نه درکوم. موټروان به ډیر خپګان د وښو بورۍ راکښته کړه -اوس کولای شئ ولاړ شئ. کله چې موټر له هغه ځایه لیرې ولاړ؛ موټروان له ځانه سره موسکی شو او ويې ویل: وظیفه پېژندونکي څوکیدار مې ښه وغولاوه. دی فکر کوي چې خپله دنده يې په ویښه سر ته رسولې په داسې حال کې چې ما له فابریکې څخه یو موټر بهر راویست.
|
||||||||||||||