|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
لیکوال:راستیسلاف دورمن(یوګوسلاویا) ژباړه: دری: نورانی او پښتو :عبداله
یوه عجیبه میوه
یو ورځ یو خر چې د« درویسلاف »په نوم یادېده؛ د یوې ښکلې کلیوالې نجلۍ سره يې د خپل خاوند پټو خبروته غوږ نیولی وو. دده خاوند هغې نجلۍ ته ویل: - د کلي په دې نژدې ځنګل کښي د یوې ونې لاندی یو بوټي دی چې ډیره عجیبه میوه يې ده. که چیری یوه شیبه ته له ما سره هلته ولاړه شې؛زه به د رته له هغې عجیبې میوې څخه یو څه درکړم. د خره غوږونه له ډیري خوشالي سره و لګېدل؛ خو ځان يې ناانګاره کړ. د شپې چې ټول بیده وه، ده خپل ځان خرې ته چې مارګریتا نومېده؛ ورساوه. د عجیبې میوی په باب یې ورسره خبرې وکړې. دواړه خره له غوجله څخه راووتل او د ځنګله لاره يې ونیوله. دوی نوموړی ځای ته و رسیدل؛ خوهلته د بوټي او عجیبی میوې څه درک نه ؤ. د بیرته راتګ په وخت ددې لپاره چې مارګریتا خپه نه شی یا دی ملامت نه کړی، مارګریتا ته يې د واده وړاندیز وکړ. پایله دا شوه چې هر وخت چې کومې ښځې ته پوکېدې ؛ سمدستی ورسره واده وکړه .
|
||||||||||||||