|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
لیکوال:راستیسلاف ډورمن(یوګوسلاویا) ژباړن:دری: نورانی او پښتو: عبداله
مهربانه لیوه
نن سهار د« سمولکو» په نوم یو لېوه په ډیره خوښۍ اوخوشالۍ له خوبه راویښ شو. دمرغانو چونهاری ؛ موسم ډیر ښکلی او زړه راکښونکی ؤ.د لېوه ښځه تر هغه دمخه راویښه شوې وه. د خاوند لپاره د خوړو په لټون کښې وه او خاوند ته يې یو یادښت پریښي ؤ. « ګرانه لېوه! ډیره راباندی ګران يې!. پام کوه د هغو رمو خواته مه ځه چې شپانه يې زالمان وي او که نه نو پوستکی به درنه وباسم.ځکه زه په دې خوښه نه یمه چې کونډه شمه.له تا ځار!» لېوه دغه یادښت ولوست او بیا يې ستومانی وایسته.اود ځنګله منځ ته ولاړ چې چکر ووهي،ښکلی طبیعت دی لا خوښ او خوشاله کړ. ناببره یې د د یوې سوۍ ژړا او نارې وارویدی د سوۍ پښه په لټ کې نښتې وه . لېوه دهغې خواته ورغی او ويي ویل: ای سوۍ ګوټې! وارختا کیږه مه زه به مرسته درسره وکړم. لېوه ډیره زیار وایسته د هغې پښه خلاصه کړی خو بریالی نه شو د هغه سر غټ او لټ کوچنی وو په پای کې لېوه وویل: زما ګرانې سوۍ! زما هڅه هیڅ ګته نه لري پرتا مې ډیر زړه خوږیږي، خو خلاصون دی یوه لاره لري هغه دا چې له یوې پښې څخه دی تیره شې. لېوه د سوۍ نښتې پښه په خولې کې ونیوله او ويي خوړه سوۍ ډیره دردمنه وه لېوه د هغې په لیدو نور هم خواشینی شو او سوۍ ته يې وویل: ای سویه! ستا وجود ټوله همدا پښې دي اوس دی چې یوه پښه له منځه ولاړه ، څرنګه به ژوند کوی؟ له ځناورو نه به څرنګه ځان ساتې ؟ ته به په ډیر کړاو مړه شې زه خو دا نه شوای زغملای ښه به دا وی چې زه دی وخورم. ځکه سکون او ارام به دی په برخه شي له دې وروسته دې مهربان لېوه هغه سوۍ وخوړله . لېوه د خوند ژبه پر شونډو تیرول او فکر يې کاوه چې څومره د خیر او نیکي کار يې کړی دی.
اخلاقی پایله: ژوي هم زړه لری؛خو دومره ده چې دې زړه ته یې د معدې نوم ورکوی
|
||||||||||||||