کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنزونه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه کتاب

  لیکوال :سیمون اندورسکی(شوری اتحاد)

ژباړن:جلال نورانی  پښتو ژباړه: عبدالله

 

لنډه لیکنه  ګرانه ده

یو لیکوال د ورځپاڼې د مسؤول مدیر دوتر ته ننوت او ویې ویل:

- یوه جالبه پېښه ده غواړم چې د هغې په باب مقاله ولیکم .یوازې غواړم پوښتنه وکړم چې څو مخه وي؟  اووه مخه بس ده؟ په  درو ورځو کې به یې ولیکم!

- هو سمه ده  خو لږ لنډه یې  ولیکه

- ښه  لنډه غواړی؟

- زما په اند ددرو مخو ځای شته. هو! درې مخه  ولیکه!

لیکوال په ډیره واختايي وویل:

-  لکه چې پر ما  دروند بار  اچوې!

-  لنډه مقاله ښه ده !خلک هغه لولي  د اوږدې نه سرسری تیریږي

- پوهیږم چې کوټلتیا(اختصار)  د نبوغ خور ده

-هو ! دا ډیره غوره او کره خبره ده.

 - ښه نو چې  بیا درې مخه غواړی په سترګو! په درومخو کې به يې ولیکم که څه دا یو ګران کار دی دیو مطلب لنډ لیکل څه اسان کار نه دی چې داسی ده نو څلور اوونۍ وخت راکه