کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

دعزيز نسين(دترکيي نوميالې ليکوال)

ژباړن: پيغام

د سپی  وصيتنامه

 

په يوه کوچنی کلی کې يو بوډا اوسیده چه نوم یې ګلخان ووګل دحيواناتو سره ډيره مينه کوله٠دده په کورکې چرګان،

پشکۍ،کوتری نور ډول ،ډول ژووی موجود وه چې ده به

 لکه د خپل اولاد  په شان  روزل٠مګر دده په زړه پوری 

او خورا ګران ژوی دده سپی وو ٠دا سپی چې د ١٤ کلو

 راهيسی دګلخان سره اوسيده ناروغ شو٠ ګل دير کوښښ

 وکړچه هغه بچ کړی مګر بریالی نشو.

په پای کې سپی پداسی حال کې مړ شو

 چې ګلخان د هغه په خوله کې دشیدو څاڅکي ور اچوله

 او له دواړو  سترګو یې اوښکې څڅېدې٠
ګلخان پداسې حال کې چې په غمونو کې  ډوب وو،دی

 نتيجي ته ورسيد چه دخپل سپي جسد په قدر او عزت سره خاورو ته وسپاري٠
په همدې خاطر یې دخپل سپي لپاره يو تابوت جوړکړ او

  لري  يوه بل کلي ته ولاړ٠هلته يې خلک په ځان راټول

 او  ورته يې داسی څرګنده کړه چه ګواکې په تابوت
کې دهغه د زوی مړی پروت دی اوغواړی چه هغه خاورو

 ته وسپاری٠
خلکو ورته قبر وکيند ،دجنازی لمونځ يې ادااو خيراتونه یې تر لاسه کړه٠
مګر کله چه تابوت خاورو ته سپارل کيده، دسپي لکۍ د

 تابوت له درزه ښکاره شوه٠ګلخان چې هر څه وکړه فايده

 یې  ونکړه او خلکو دی قاضي ته لاس تړلی ورو ست٠
قاضی له ګلخان نه د مسلئ په اړه و پوښتل٠ګلخان وويل :

چې قاضی صاحب ځماسپې د انسان په شان خبرې کولې،

قاضی په غوسه شو او ګلخان ته ئی اشاره و کړه چه دی
ليونی دی او که په نورو د ليونی ګمان کوي؟ 

سپی هيڅکله خبری نشی کولی٠
ګلخان زياته کړه چې قاضی صاحب زما سپي عبادت هم 

کاوه اوخيراتونه بیې کول او د ډيرو شتو څښتن وو،

قاضی نورهم په غوسه شو او یي ویل:

 لاحوله ولا

ګلخان زياته کړه چې ځما سپی يوه وصيتنامه هم ليکلی٠

قاضي په داسې حال کې چې له  غوسې نه خوټيده ،ګلخان ته

 يي وویل:

 احمقه! سپی او وصيتنامه؟
ګلخان په دی محال اجازه و غوښته چه د ثبوت د وړاندی

 کولو لپاره دی دهغه لاسونه ازاد کړی شي٠
ګلخان د خپلی ملا نه د طلا کمر بند پرانیست او قاضی ته

 یې پر ميز کيښود،اوزیاته ئی کړه چې سپي په خپله

 وصيتپاڼه  کي ويلی دي چې دا  دسرو زروکمربند

 قاضي صاحب ته ورکړی !

 قاضی پداسی حال کی چه له خوښی نه په جامو کې نه 

ځايده، د ګلخان نه  و پوښتل: 

 ښه دې خدای بښلی نور څه وصيت کړی دی.