کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

لیکوال: عزیز نسین

ژباړن : علم ګل سحر

 

د مینې روغتون

- الو...    دچیغو او نارو ورځپاڼه ده ؟

- بلي مهرباني وکړﺉ .

- لطفآ دجنایي برخې خبریال ښاغلی جعفر راکړﺉ .

دورځپاڼې سکرترې ماته مخ را واړاوو ، ویې ویل:

- ښاغلی جعفر ...  های ښاغلی جعفر راشه په ټیلیفو ن  خبرې وکړه ، لکه چې دپولیسو له ادارې څخه څوک درسره خبرې کوي.

چې غوږی(ګوشي) مې را واخیسته ومې ویل :

- مهرباني وکړﺉ زه جنایي اوقضایي خبریال جعفر خامتا پال یم.

- سلام ښاغلی جعفر!

- سلام څنګه یاست ؟

- بد نه یم ، ګوره ستا لپاره یو خبر لرم.

- څه خبر؟

- نن شپه غواړو یو کور کلا بند کړو او هلته ورننوزو، که دې خوښه وي ، ته هم دنورو مخبرانو غوندې هلته واوسې ، نو په نهو بجو دپولیسو ادارې ته ځان راورسوه.

- دا کور دچا دی؟

- غواړو دمیرمن انژلا کور ولټوو.

- څومره ښه شوو ، چې ومو ویل که نه زه به هم نن شپه دنیول شویوکسانو په ډله کې وم.

- روښانه خبرې وکړه.

- نن شپه مې غوښتل دمیرمن انژلا کورته ورشم او ترې رپوټ جوړ کړم.

- ستا خوښه که غواړې له موږ سره ولاړ شه ، که نه نو تر موږ مخکې ولاړ شه او هغلته منتظر اوسه.

- یه له تاسې سره ځم ،مګر تیره اوونۍ پولیس دمیرمن انژلا کورته نه ول ورغلي؟

-هغه کور یې چې په (ماچکار ) کې و ، دهغه دروازه مو وتړله ، اوس مو واریدل چې په بل اپارتمان کې یې اړولي او له هغه یې دفساد ځاله جوړه کړې.

- ډیرښه زه هم درسره ځم.

دورځپاڼې مسوول سکرترې وویل:

-        ښاغلی جعفر هیله کوم څه چې وینې هغه ولیکه ، له ځانه څه مه پکې زیاتوه .

-        - پوه نه شوم ، مګر تر اوسه بل ډول و؟ زه خو چې څه وینم هغه لیکم .

-        کله کله مبالغه کوې ، ته ښه پوهیږې له مسوول مدیره نیولې د سپورت تر خبریاله ،له سیاسي خبریاله نیولې تر ښاري خبریاله ټول له خپله ځانه څه زیاتوي ،لږترلږه ته داسې مه کوه.

-        ژمنه کوم چې چاخانبازي به نه کوم.

-        یوبله هیله هم لرم.

-        مهرباني وکړﺉ .

- هغه داچې ډیر ژر خبر راورسوه.

- په سترګو، هڅه کوم لومړی خبریال واوسم چې دپولیسوددغې بریا خبر تاسې ته در کړم.

   پوره په نهو بجو دپولیسو په اداره کې وم ، له ما پرته دپنځو مجلو پنځه جنایي خبریالان له خپلو ځانګړو عکاسانو سره هلته ول . له شپږو نورو پولیسو سره د پولیسو په سور رنګي موټر کې سپاره شوو له لږ واټن وروسته خبرې پیل شوې ، یوه خبریال وویل:

-        څو ورځې دمخه مې سخت ساړه وشول ، ټول بدن مې درد کوي

یوه پولیس زیاته کړه:

-        زه هم ناروغ یم له لسو کالو زیاته موده کیږي ،چې دپښو له روماتیزم څخه ځوریږم .

یوه بل خبریال وویل :

-        زه پوهیږم څومره کړاو تیروﺉ ، ځکه ما هم ډیره موده دا ناروغي لرله، دعلاج لپاره مې هرڅه وکړل ګټه یې ونه کړه ، تر څو دیوه دوست په لارښوونه بیخې جوړ شوم.

-        ته وخدای ماته هم ووایه ، ښایي زه هم ښه شم.

-        مچۍ خو پیژنې؟ همدا معمولي مچۍ؟

-        هو،پیژنم یې.

-        دشاتو مچۍ نه یادوم ...

-        دا معمولي مچۍ یادوې؟

-        نه هغه هم نه ، زه هغه نورې غټې مچۍ ښییم ،چې خرمچۍیې بولي.

-        ښه دوام ورکړه.

-        ددې لپاره چې دپښو روماتیزم دې ښه شي،باید وګرځې او ددغو مچیو ځاله  پیداکړې ،پښې به لوڅې کړې او تر نور بدن به دې بړستن تاو کړې و دمچیو په ځاله کې به تر هغو لرګی وهې څو ښې په غوصه شي.

دا مچۍ لکه دموږ غټان داسې دي ، چې لږ تکلیف او ازار ور ورسیږي ، ډیر ژر دسړي خدمت ته رسیږي ، کله چې مچۍ په قار شوې ، ټولې ستا په پښو یرغل کوي تر څو چې کولای شي ستا پښې چیچي.

-        زومړکې ډیر درد به لري؟

-         والله په درد سره خو نو درد لري ،مګر زه خبریال یم ، دورځې سل ډوله نیش رارسیږي ډیر یې پازاب نه کړم. خو نه  پوهیږم چې ته به مقاومت وکړې که نه؟

-        ښه نو وروسته دسړي روماتیزم بیخي ښه کیږي؟

-        هو بیخي ښه کیږي ، زما کیڼې پښې روماتیزم درلود ، هیڅ مې ښورولای نه شوای  اوښۍ پښې به مې دکیڼې پښې دنده هم سرته رسوله ، خو دمچیو له نیش وهلو وروسته داسې پیاوړې شوه ، چې ښۍ پشه ورته هیڅ وه  په داسې حال کې چې ښۍ پښه مې سوکه سوکه په لاره تله ، کیڼه پښه به مې په منډو وه...

یو بل پولیس وویل:

-        ډیر سخت کار و ...

-        صحیح ده، زه مجبور وم تل په ښۍ خوا  ولاړ شم ،ځینې وخت به مې نه شوای کړای ځان کنترول کړم ، دښۍ اوکیڼې پښې ترمنځ په سیالي کې به زه پر ځمکه ولویدم.

-        بیا څنګه شوو؟

-        پام مې شو چې په هیڅ ډول دکیڼې پښې مخه نه شم نیولای دپرتاګه په کیڼ جیب کې مې دمطبوعاتو قانون کیښود ، له هغې ورځې وروسته یې حرکت ورو شو.

ټولو وخندل ، قضایي خبریال چې متوجه شو چا یې په خبره باور ونه کړ ، جیب ته یې لاس کړ درسنیو دقانون یو کتاب یې را ویوست ، ویې ویل:

-        دغه دی هاغه کتاب چې ومې ویل.

یوه بل مامور دخپلو پښو دتلو له میخو سر ټکاوو:

-تاسې نه پوهیږﺉ دا دپښو میخچو څومره سر خوږی راته پیدا کړی دی ، ما مخکې دقاچاقو په څانګه کې کار کاوو، خو ددغو لعنتي میخچو له لاسه بلې څانګې ته تبدیل شوم .

دلیل یې داوو ،چې نه مې شوای کولای په قاچاقچیانو پسې منډې ووهم . اته کاله چې هلته وم ایله بیله مې یو قاچاق وړونکی ونیو.

-        حتمآ دهغه دپښو میخچې ستا دپښو تر میخچو غټې وې.

-        نه نه هغه میخچې نه لرلې خو ما ونیولی شوای

هغه خبریال چې دروماتیزم دعلاج لاره یې ښوولې وه ، وویل:

-        ددغو له منځه وړل هم اسانه دي.

-        وروره که کیدای شي ووایه،ټول عمر به دعا درته کوم .

-        باید څلویښت نر غڼې ونیسې .

-        هو درته غوږ یم.

-        خوباید پوه یې چې ددغو غڼیو رنګ سور وي ، چې دا غڼې دې په اوکلۍ(هاونګ) کې ښې میده  میده کړې ، لاس ته راغلې ماده به د میاشتې په اوله جمعه هغه وخت چې ملا آذان کوي پخپلو میخچو کیږدې ، خو پام دې وي چې تر دریو ورځو زیات پرې پاتې نه شي ، که نه دپښو روغ ځایونه به دې هم ورسره یوسي.

-        خو ما تراوسه سور رنګې غڼې نه ده لیدلې.

-        سمه ده ،غڼې خاورې رنګې وي خو تا چې څلویښت غڼې ونیولې باید رنګ یې کړې ، هغه هم سور رنګ .

یوه خبریال دخپل زړه له ناکاري شکایت درلود، ویې ویل:

- زما زړه هم کمزوری دی ، په هیجاني وختونو کې مقاومت نه شم کولای آن کله چې دسینما به تالار کې کوم هلک اونجلۍ ‍ژوندۍ سینما ‍پیل کړي زړه مې دریږي دلوڅوښځو په لیدو مې چې دسیند  دساحل خواته یې وینم زړه نارامه وي، اصلا مې زړه ډیر کمزوری دی.

هغه خبریال چې د ټولو لپاره یې درمل ښودل وویل:

-داچې ته ډیر مهربانه زړه لرې، داعوارض پیداکوي البته دعلاج لاره یې شته.

- هیله کوم ووایاست.

- تاسې باید زموږ دیوداسې هیوادوال له وینې څخه لږترلږه څلوروګوندونو تللی وي او بیرته يې پرې ایښي وي، سل کاله يې ددې هیواد له خارجي اوداخلي سیاست سره سروکارلرلی وي ګټه واخلی. تاسې باید دورځې شل لیتره دغه وینه ځان ته پیچکاري کړﺉ ترڅوموزړه د ډبرې غوندې کلک اوسخت شي.

دجنایي پولیسوسرپرست وویل:

- ماشاالله لکه تجربه کار ډاکترداسې چلند کوﺉ.

 - پخوا ډاکتروم، خو ډاکتري مي پخپل ځای پریښوده او خبریال شوم.

- ولې دې ډاکتري پريښوده؟

- داچی ومې نه شوای کولای چې په یوه کال کې تردریوتنوزیات وطنوال ووژنم، زما دطبابت دیپلوم يې راڅخه واخسیت.                        

- څنګه جنايي اوقضايي خبریال شوې؟

- ځکه چي هیڅوک نه شي کولای دیوه ډاکترغوندې دجنایتونو رازونه کشف کړي.

زموږ مجلس ښه ګرم شوی و چې دمیرمن انژلا د اپارتمان مخې ته چې دفساد په ځاله تبدیل شوی و ورسیدو. ژرژره له موټره ښکته شوو، دپولیسو په مسوول پسې کورته ننوتو.

دپولیسو مشر دکور دلومړي پوړ زنګ وواهه، یوې شکلې میرمنې چې دخوب کالې یې اغوستي ول، دروازه پرانیستله، دپولیسو مشریوښتنه وکړه:

- آیا دلته هغه کوردی چې ټول کولای شي ترې ګټه واخلي؟

- هو دلته دی، مهرباني وکړﺉ، دري ورځې دمخه دمیرمن هاجر دکوردروازه پولیسو وتړله او هغه مجبوره شوه دغه ځای کرایه کړي او خپل کارته دوام ورکړي، ولې نه راځې؟

- داځای ښه دی.

- غواړﺉ ووایم چې میرمن هاجر راشي؟

- به مننه، موږ دمیرمن انژلا په کور پسې ګرځو.

- دمیرمن انژلاکورپه دوهم پوړکې څلورم کور دی که میرمن سلما مو په کاروي په دریم پوړکې کور لري .

- ډیر ښه، له تا نه ډیره مننه.

کله چې هغې میرمنې دروازه وتړله دپو لیسو مشر خپلې کتابچې ته وکتل ویې ویل:

- دتنظیم شوي پروګرام له مخې دسه شنبې په ورځ دمیرمن سلما او چهارشنبې په ورځ دمیرمن هاجرکورباید دپولیسو له خوا وتړل شي، دپنجشنبې ورځ رخصتي ده، دجمعې په ورځ دهاجردنوي کورتړل  په پروګرام کې ذکر شوي دي موږته یې وکتل ویې ویل:

- هلکانو! ځنډمه کوﺉ په بیړه دڅلورم نمبرکورپه لوري حرکت وکړﺉپام مووي، چې په خاپوړوخاپوړودمیرمن سلما کورته ځان ورسوﺉ، چېغې مه وهی.

کله چې دڅلورمې شمیري کورمخې ته ورسیدو دپولیسو مشر د دروازې زنګ وواهه، یوې ښځې دروازه خلا صه کړه ویې ویل:

-        له بده مرغه نه شم کولای تاسې ټول ومنم، ځکه چې ما شاالله د تاسې شمیر ډیرزیات دی اوموږدلته آته ښځې لرو، څلوریې په رخصتي تللې دي، تاسې باید دمخه تیلفون کړی وای.

سرپرست وویل :

- ته ولاړه شه میرمن انژلا را خبره کړه هغه ټول کارونه سموي، موږخوڅه پردي نه یو.

هغه ښځه یوه شیبه وروسته بیرته راغله ویې ویل:

- میرمن وایی راځی دننه.

میرمن انژلا چې موږ ولید و ویې ویل:

زه مو واقعآ خجالت کړم، ما دغه کوریوه اوونۍ کیږي چې نیولی دی، که زه خبره وای، چې تاسې راځی، کوربه مو پاک اوسم کړی وای

سرپرست بې له دې  چې څه ووایي دسرپه اشاره یي د کوردکوټو دتلاشي قومانده ورکړه.

پولیسو دسترګوپه رپ کې دکوټو ورونه خلاص کړل ټول کوريي تلاشي کړ.

میرمن انژلابي غمه ولاړه وه، څه یې نه ویل.

زه چې دهغې دومره بي غمي اوبي پروایي حیران کړی وم، ورنږدې شوم ومې ویل:

- بیخي عجیبه ده، ستاسې کورتلاشي کوي اوته بیغمه ولاړه يې اوورته ګورې.

- ولې وارخطاشم، زما په کورکې خوڅه دغټانواو رهبرانو ښځې نشته، چې ورته وارخطاشم.

نوستاسې کاروبارته زیان نه رسیږي؟

- یه هیڅکله نه، دالازموږپه ګټه هم ده، زموږ لپاره تبليغ هم کیږي ځکه چاته چې دموږپته نه ده معلومه، پته زر پیداکوي.

- خوپه پام کې ده، چې ستاسې کوروتړي.

-  فرق نه کوي، سبابل کور نیسو، زه څلورکورونه اواپارتمانونه لرم، یو یې څوورځې دمخه وتاړه، یویي هم نن تړي. خو هغه نوردوه ورته معلوم هم نه دي پوهیږې په استانبول کې ولې  دکورونو اودکورونو داجارې مسله نه حل کیږي؟

- اوس پوه شوم.

- دازما نهه نوي یم کوردی، چې دپولیسو له خواتړل کیږي. پریکړه مې وکړه دخپل سلم کور لپاره چې د پولیسو لخوا تړل کیږي، یوسترجشن جوړ کړو.

دانژلادکورپه لوی سالون کې دوه سړي اودوه ښځې وې له هغوی مې وپوښتل:

- څه ته منتظریاست؟

په بې اعتنایي وویل:

- نوبت ته....

له یوه اویا اتیاکلن سړي څخه مې وپوښتل:

- ته همه نوبت ته منتظریې؟

- هو زه هم نوبت ته منتظریم، ځکه چې دورځې نه شم کولای راشم، دشپې راغلم، چې علاج مې وشي.

- وموویل علاج؟

- هوزه دمعاینې اوعلاج لپاره دلته راغلی یم، زه ساه لنډي لرم، ډیروډاکترانوته ورغلم، جوړ نه شوم ددغه ځای پته مې یو دوست راکړه راته ویې ویل:

-  که زما منې دې ځای ته ورشه،بیخې به جوړشې. اوس به وګورم چې دوست مې څومره ارزښتمن معلومات لرل.

 دوه ښکلې میرمنې چې به انتظار ناستې وې، یوې یې وویل:

- زماهم سترګې توریږي، زما دیوې ګاونډۍ سترګې توریدې دلته راغله، روغه جوړه شوه. اوس هم په اوونۍکې دوه ځله  راځي، ددې ځای پته هغې راکړه.

- ولې ډاکترته نه ورتلې؟

- پیسې مې یې له کومه کړې وای، ټول ډاکتران دخلکو دجیبو خالي کولوته ناست دي، دلته پیسې هم نه اخلي آن لا نورې پیسې هم پسې ورکوي.

په یوه پولیس پسې یوې کوټې ته ورغلم، یوه 18-19 کلنه نجلۍ په یوه کونج کې په بد حالت ولاړه، چې موږیې ولید و، ویې ویل:

- والله مابدنیت نه درلود، راغلې وم چې دلته دخپل زړه علاج وکړم. ډیروخت کیږي چې زړه مې روغ نه دی.

میرمن انژلا دنجلۍ خبره غوڅه کړه ویې ویل:

- که باور نه کوﺉ دوره دسر لوحې ته وګورﺉ ((دزړه د ناروغیو څانګړی سرویس)).

په نورو دروازوهم(( د سرطان علاج ))((دسترګودمعاینې خونه))(( دغوږ و نود ناروغیو خونه)) لوحې ترسترګو کیدې.

په دې وخت کې یوه ډیره ښکلې اونازدانه ښځه له یوې کوټې راووته دهغې ښکلې ښځې ترڅنګ یو غټ او پیاوړی سړی چې  دسوک وهلو اتل ته ورته و، روان و.

په بیړه مې ځان هغې ته ورورساوو پوښتنه مې ترې وکړه:

- بخښنه غواړم میرمنې کیدای شي ووایاست ناروغي موڅه ده؟

- زه کومه ناروغي نه لرم، کوښښ کوم، چي هر څنګه کیږي ددغه ښاغلي د پښو دمیخونوعلاج وکړم.

- نو تاسې دپښودمیخونو متخصصه یاست....؟

- دغسې ده، خوله دوومیاشتو زحمته وروسته وینم چې هیڅ بدلون ندی پکې راغلی. وګورﺉ ټو لې پښې یې میخونه لري.

 

ج

له هغه ښاغلي مې دهغه دپښو دمیخونو په اړه وپوښتل خو ځواب یې را نه کړ.

ښکلې ښځې وویل:

-        خبرې نه شي کولای .

-        ولې؟

-        ځکه چې دسوک وهلو او غیږې نیولو په رینګ کې یې دومره لغتې او سوکان خوړلي ، چې دخبرو کولو توان یې با یللی دی.

یو بل سړی چې په بله کوټه کې په بد حالت نیول شوی و،تر دا بل ډیر غټ و،خوکومه ښځه چې په هغه کوټه کې وه ډیره ځوانه او وړه وه،له هغه مې وپوښتل:

-        ښه ته څه ناروغي لرې ؟

-        زه روماتیزم لرم ،کله چې له ډاکترانو ناامیده شوم  دلته راغلم ،ماساژتریوې اندازې اغیزمن دی.

په روماتیزم اخته پولیس وویل :

-        لکه چې دما دپښو روماتیزم بیخې ښه شو او لکه د لومړۍ ورځې غوندې کولای شم ښه په لاره ولاړ شم.

هغه سړي چې په پښو یې میخونه راختلي ول ،وویل:

-        زما دپښو میخونه هم بد نه دي ،باید دوه دری واري نور هم راشم .

میرمن انژلا وویل:

- ګورﺉ چې موږ له دغه کوره دبدلمنۍ لپاره کار نه اخلو ،بلکې کوښښ کوو دخلکو علاج وکړو. زه په دې کار سره دانسانانو خدمت کوم او داځای مې ( دمیینانو روغتون) په نوم نومولی دی.

پولیسو دناروغانو له رخصتولو وروسته ښځې په موټرونو کې واچولې او حرکت مو وکړ.

په دې وخت کې یوه ناروغ ځان راورساوو، ویې ویل:

نو زموږ تکلیف به څنګه کیږي ،اوس چې دوی وړﺉ زموږ په حال هم فکر وکړﺉ.

له دوی څخه یوه دا نورو ته وویل:

-مه خفه کیږﺉ ، زه بله پته لرم ، یاالله ځی چې هلته ولاړ شو .

داچې ما ژمنه کړې وه دمیرمن انژلا دکور دتړل کیدا خبر په پوره دقت ټکي په ټکي ولیکم ، دادی ومې لیکه . اوس به وګورم چې میرمن مسوول سکرتره دا جرآت لري چې له لاس وهلو پرته یې چاپ کړي که نه ...!