|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
لیکوال: دالف وینر (دموکراتیک آلمان ـ پخوانی) ژباړن : علم ګل سحر
مقررات د ریل د تمځای د سلماني په سالون کې نايي راته وویل: · بښنه غواړم، نه شم کولای تاسې ته کوم خدمت وکړم، زه حق نه لرم ستاسې ږیره وخرییم، مقررات اجازه نه راکوي. · آخر ولې؟ زه پیسې درکوم. · د مقرراتو له مخې موږ د هغه چا سر او ږیره اصلاح کوو، چې د ریل ټکټ یې اخیستی وي او د سفر نیت ولري، خو تاسې لکه څنګه مو چې وویل د سفر نیت نه لرئ، د ګاډي ټکټ مو هم نه دی اخیستی. · ږیره مې ډیره رسیدلې، یوازې زما لپاره استثنا ومنئ. · نه خیر عالي جنابه، ډېر و بښئ، مقررات اجازه نه راکوي. · زه د سلماني له سالونه راووتم، مخامخ د ریل د ټکټونو پلورنځي ته ورغلم ورته و مې ویل: · آغلې یو ټکټ. · چېرې ځې؟ · مهمه نه ده، چې هرځای وي، یوازې یو ارزانه ټکټ. ټکټ پلورونکې په حیرانتیا راته وکتل، وې ویل: · ځه ښاغلیه، مسخره ګي مه کوه، خپل ساعت تېروې. ما د مسئلې په هکله ورته وویل، دغې میرمنې زما رسیدلې ږیرې ته وکتل، ویې خندل،زړه یې وسوځید، هغې وویل: · ډېر ښه، نو د نږدې ځای ټکټ درکوم، چې ارزانه وي، دغه دی د ریبنتیسه ټکټ، اتیا فینکه. ټکټ مې واخیست، په خوښۍ د سلماني سالون ته وروګرځېدم و مې ویل: · دغه دی ټکټ، اوس اجازه ده، چې کېنم؟ · هو کینئ، خو په ریل کې، نه د سینګار پر چوکۍ · اخیر ولې؟ زه ټکټ لرم، مسافر بلل کېږم. · خو تاسې څو شېبې د مخه وویل، چې د مسافرت نیت نه لرئ. · په تا څه اړه لري، کیدای شي ریبنیتسې ته ولاړ شم؟ نايي یا ډم وویل: · زه اوس ستا ستونزه حل کوم. · هغه بلې خونې ته ولاړ، له څو دقیقو وروسته بېرته راغی و یې ویل: ستاسې ستونزه حل شوه، ما د ریبنیتسې له تم ځای سره خبرې وکړې په ریل کې کېنه، هلته ولاړ شه، او ږیره دې وخرییه. خو پام کوه چې ټکټ ایسته و نه غورځوې، ځکه د مقرراتو له مخې که تاسې د ټکټ پارچه و نه لرئ، هغه نه شي کولای د تاسې خدمت وکړي.
|
||||||||||||||