کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

 

ډیورډمیکش(هنګری)

«طنزونه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه» له کتابه

 

په بانک کې

د ورځي په پاو کم یوولسو بجو د لندن د یو بانک سالون ته یوه د پاخه عمر ښځه ننوته او یوې کړکۍ ته ودریدله او صراف ته يې په یوه کاغذ ولیکل:

څه پيسې راکړه کنه فکر کوم چې...

صراف بېله دې چې وارختا شی د هغه لاندی ولیکل:

په سترګو خو ډز ونه کړې!

ښځې بیا ولیکل: ډیر ښه ډز نه کوم خو ژر شه!

په بانک کې چوپه چوپتیا وه ټول په خپلو کارو بوخت وه پولیس بهر ولاړ وو

صراف په یو کاغذ ولیکل: ډیره مده  وروسته راغلې خیرت خو ؤ؟

ښځې تمانچه  په خپل جیب کې واچوله او د خپل دستکول څخه يې کتابچه راوایسته دهغې څخه يې یوه پاڼه پرې کړه پر هغه يې ولیکل:

خویندو بللې وم  د میلمستیا بلنه یې راکړې وه.

یوولس دقیقی کم دولس بجې صراف یو بل کاغذ هغې ته ورکړ چې په کښې لیکل شوې وه:

تاسو نن ډیره ښکلې او په اب اوتاب کې ښکارئ!

ښځې د هغه لاندی ولیکل:

ډیره مهربانی مو ده!

صراف بیا ولیکل:

ستاسو هغه کوشنی لمسی  څنګه دی؟

ښځی ولیکل:شکریه روغ رمټ دی!

دی لیکولو ډیر وخت ونیوی

په پای کې ښځې خپله تومانچه په دستکول کې واچوله او له بانک څخه ووته

د دروازې پولیس سمدستې ځان د صراف کړکۍ ورساوه او ورته يې وویل:

- هغه ښځه بیا راغلې وه؟

- هو هغه بیا راغلې وه

څه يې ویل؟

- لکه د پخوا په شان پریشانه وه  غوښتل يې د چا سره ګپ شپ ولګوی او د زړه خواله وکړي