|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
رابړت بنچلي( امریکا) «طنزونه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه» له کتابه
د ژوند زار
زما تل دې خبرې ته پام وي چې میز ته د کېناستلو آداب رعایت کړم ، خو داسې وخت هم راشي چې هیڅ پوه نه شم. مامسلسل هڅه وکړه چې څه قانون او تعاملات وضع کړم. تاسو هم کولای شی چې په میلمستیا و کې ددغو تعاملاتو پیروی وکړئ او هغه په میلمستیاو کې په کار واچوئ فرض کړه په کومه بلنه کې چې میز ته کښینئ؛ ددو تنو په منځ کې یې. دا دوه تنه بې له دې چې ستاسو خیال وساتي په څه موضوع یو تر بله خبرې اترې کوي، ورو غوندی یو له هغه څخه وسکونډئ. په دی پوره پوه شئ چې د خبرو اجندابه بدله شي د هغو ی به تاسو ته پام شي. که مو ولیدل چې کوم مېلمه ځان ښوونه اوڅه بل پوزیشن اختیاروي، مثلاً: ورو ورو ډوډۍ خوری ، لوښی د هغه له مخی واخلئ او په خوړلو يې پيل وکړئ او یا د اوبو ګیلاس یې د لاس نه واخلئ او په خپله يې وڅښئ. ددې لپاره چې د کور میرمن فکر ونه کړی چې تاسو خپه یاست په کاچوغه ، پنجه او چاړه اکروباتیک کارونه سر ته ورسوئ. نور میلمانه به ددغسې یوه عمل په لیدو خپله ټوله پاملرنه تاسو ته راوګرځوي. که غواړئ چې کومه حیرانتیا او هیجان را منځ ته شی؛ په قاچوغه یا چاړه باندی دخوړولو پلیټ وچورلوئ ، خامخا دغه لوښی په مځکه لویږی او ماتیږی او تاسو به کړس کړس وخاندئ، نور میلمانه به هم ستاسو پیروی وکړي او وبه خاندي. یوه بله لاره هم شته ؛پټ غوندې د میز لاندی وګورئ چې کومی میرمنی خپل بوټان له پښو ایستلی ، هغه پټ را واخله او چیرته يې وغورځوه وروسته بیاپه یوه ترځ نور متوجه کړئ، د هغې ښځې د څيری په لیدو چې په چوپ ډول خپل بوټ د میز لاندی لټوی؛ خلک د خندا ورته شنه کیږی .یوه بله لاره دا ده چې د میز لاندی یو غږ وکړئ. بیا تپوس وکړئ چې مثلاً: ډیک! تاسو واوریدل چې یو غږ وشو. داسې ښکاری چې کوم سپی کوړنجیږی او ژاړی. یا خو دا چې دغه چغه د وږو میلمنو په ګیډو کې د لوږی غرهار دی؟ د مخي ښې په وخت کې هم کولی شئ د دغسی یو عمل اجرا کړئ د میز په یوی خوا ننوځئ او بلی خواته راوځئ او لکه د انګریزانو په شان د کوربه سره له مخي ښې پرته د هغه له کوره ووځئ هم په خپله به ټوله لاره وخاندئ او هم مېلمانه له خندا شنه وي |
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||