|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
اناتول پوټمکوفسکی(پولینډ) د« طنرونه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه) له کتابه د پاملرنې وړ سړی يو وخت موږ څو تنه ملګري په سیل ووتو. له موږ سره زموږ لوی مدیر هم ملګری وو څو تنه ښځې په لاره کې له موږ سره مخامخ شوې هغوی موږ ته ډیر په ځیر کتل. زموږ لوی مدیر هم د هغو کتو ته ځیر شو هغه وویل: - وګوری !څومره په ځیر ما ته ګوري. په رښتیا ښځو همده ته کتل، زموږ په منځ کې یو شاعر هم وو چې کوشون نومیده دهغه یو نیم شعر هم چاپ شوی وو لوی مدیر ته یې سر تر پایه وکتل او ويي وویل: - هو!څرنګه چې تاسو د نریو څوکو بوټان په پښو کړی او رنګ يې هم ځلېدونکی دی، ځکه خو هغوی تاسو ته ګوري. ددغه شاعر خبره ډیره سپکه وه نو لوی مدیر ډیر په غوسه شو او د سړک په سر ودرید او خپل بوټونه يې ویستل هغه يې په یوه ورځپاڼه کې ونغښتل او د ترخ لاندی يې ونیول او ويي ویل: اوس به پته ولګي چې نجونو د بوټآنو له کبله ما ته کتل یا خو زه د دوی د پاملرنې وړ بل کوم څیز هم لرم. موږ په لار رهی وو . رښتیا ښځواو نجونو په هر قدم کې لوی مدیر ته چې په جرابو کې رهی وو کتل موږ پوه شو زموږ مدیر صیب یو(سمپیتک) سړی دی او کولای شی د خلکو پام ځان ته راواړوي.
|
||||||||||||||