کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

ویولا مارکوټی(مکسیکو)

دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه طنزونه

 

خپلواکي

 

-تاسوخپلواک یاست.

- مننه ښاغلې

-تاسو په کامل ډول خپلواک یاست.

- ډیره مننه ښاغلې

- تاسو په مکمل ډول خپلواک یاست. کولای شئ هر چيرته چې مو زړه وغواړی ولاړشئ او څه چې مو زړه غواړي ووایاست.

- ډیره ډیره مهربانی ښاغلې

- تاسو ولې څه نه وایاست؟

-ما خو وویل قربان

- تاسو څه وویل؟

-ومې ویل ډیره شکریه

- دا کافی نه ده. تاسو کولای شئ چیرته چې مو زړه وی سفر وکړئ ، کولای شئ نڅاه وکړئ،ښه په زور او شور ټوپونه ووهئ ځکه چې تاسو خپلواک یاست او چې څه مو زړه غواړي کولای شی ووایاست

- زه ګډیږم، ټوپونه وهم

تاسو اوچت ټوپ ووهئ؛ خوشالی وکړی ځکه خپلواک یاست

تاسو کاملاً حق لرئ اوچت ټوپ ووهئ او خوشالي وکړئ ستاسو شور او ځوږ  باید له لیری واوریدل شي. افرین اوچت. اوس سم شو همدغسې اوچت ټوپ ووهئ.

-وبښئ ښاغلیه ! آیا ددې حق لرم چې دا خوشالی ،نڅا او ټوپ وهل بس کړم ځکه ستړی شوم

- صبر وکړی باید اصولنامه وکتل شی هو دلته لیکل شوی دي  د نڅا او ټوپ وهلو څخه یوازې هغه څوک معاف دي چې په کوچنیوالی کې د هډوکو د  نرمی په ناروغي اخته وي

- هو اوس ښه شو زه به لږ ځان وسا کړم

- یا! یا خوشالی وکړئ او ټوپ ووهئ تاسو خو د ډاکټر تصدیق هم نه لری چې ستاسو د کوچنیوالی د رنځ تایید وکړي.

- وبښئ ښاغلیه ! زه پوه نه شوم چې تاسو څه کاره یاست؟

- زه د قانون ښوونه کوم د هغه قانو ن چې خلکو ته  یې لا محدوده خپلواکي ورکړې ده

مننه ! ډیره مننه د لا محدودوخپلواکیو د قانون ښاغلی استاده!

آیازه کولای شم...

- یا! تاسو نه شئ کولای لطفاً خوښي وکړی. هله ژر شئ ټوپ ووهئ! وناڅئ! خوشالی وکړئ آفرین اوچت؛ دوام ورکړی! افرین ښه اوچت.