کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری

ډي این  اې تیسټ

 

ګوبیر لونګ خوشاله وو او خپلو انډیوالانو ته یې له لندنه په تیلفون کې ویل:
چې په شل لکه مو راولي لا راشئ! دلته اسانه غلا ده نه څوک درپسی  نارې وهی ؛ نه څه در ته وایي؛ هر څه چې کوی يې کوه یې هم غلا کوه هم خلک واهه هیڅ څوک لاس در باندی پورته کولای نه شي او ویل يې:.ژوندی  دي وي پوخ کسب ! هغه افغانستان وو چې زموږ  غوندی غلو په قدر  نه پوهیده او د غټو غټو غلو درناوی  يې کوی . پوه خلک ،پاخه خلک د پاخه کسب په ارزښت پوهیږي.

ګوبیر لونګ چې دا  وړې او کوشنی غلاوی یې هوری ډیري کړي وې ان یو پلا ګیر شو او ښه واهل او ټکول یې وخوړل یو وار نژدې وو لاس ور پرې کړی  نو هغه وو چې له غلا توبه ګاره شو او لمونځونه يې پیل کړه خو دلته یې شرایط اسانه ولیده نو لاس يې په تخنیدو شو یو لاس ماس حرخول یې له سره  پیل کړل  د دې جيب وهلی  د هغه جیب وهلی خو په جیبو کې به پیسې نه وی یوازې کارتونه به وه او د هغه  بیا  د کارت نه دپسیو استلو په کار سر نه خلاصیده.
نو بیا يې د سوپر مارکیټو نه شیان پټول پیل کړه  او شیان په يې په ګنډه ووهل او بې پیسو به ترې ووت . یو ورځ د یو ډم دوکان ته ورغلی د سر جوړولی وروسته  د سګړیتو څکلو په پلمه وتښتید. هغه خوشاله وو لس پونډه  یې ګټه کړی وه ،نو  ژر یې د حساب ماشین راویست او هغه یې په افغانیو واړولې، ډیري پیسې شوی خوله یې له خوشالۍ اوبه وکړې .
د میاشتی په اخیر کي د سر جوړولو له دوکانه  د( ۸۵۰) پونډو یو بیل ورته راورسید.
د ویښانو د جوړولو، د ډي این  اې تیسټ ، د لیک د لیکولو د وکیل فیس او د بانک د مفاد سره بیل وو
ځکه هغو د ده ادرس د وېښتانو د ډې این اې له ټیست نه پیدا کړی وو .
لونګ چې دا پیسې په افغانیو واړولې  داسې توبه یې  وکړه چې ان کریغه  یې  بې تیلفونه تر افغانستانه    ورسیده.