کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری

آیاډیموکراسۍ داسې وي؟

 

    په پښتو  لېکل شوی« آیاډموکراسي داسې وي؟» نومي سیاسي طنزي کتاب   ستاسو له مخه دی حیا وی دکتاب نړیواله جایزه وګټله او لیکوونکي ته یې بلنه ورکړه شوه چې د مراسمو په پار امریکا ته ورشي. خو د دې کتاب لیکوونکی لا پخواد د داسې تریخ کتاب په لیکلو د چارواکو له ډیموکراسۍ د لاسه غرو  ته تښتېدلۍ وو.
د سانسوروزارت  د دې خبر په اورېدو چي  پښتو کتاب په انګریزی ژباړل شوی  دی یوه ورځ عمومي ملي رخصتی اعلان کړه  اوپه ورځپاڼو کې داسې یو اعلان خپور کړ:
ګرانو هیوادوالو مبارک مو شه!
«هر چا که آیاډیموکراسې داسې وي ؟ دکتاب لیکوال  چې موږ  همدااوس  اوس پوه شو هغه یو لوی شخصیت دئ  مړ یا ژوندی د سانسور وزارت ته تسلیم کړ یو  لک ډالره  جایزه  ورکول کیږی».
د هری لوری ښکاريان ، توپکیان  او ټېکه داران د ډکو توپکو، ښکاری سپو آن ټانکونو او لاسی بمونو او چورلکو سره  د هغه په لټه خپاره او په ګرځېدو  شول.
په ځنګله  کې ديوې ډلې مشر  ، د یوې ونې په سر کي کوم شی تر سترګو شو نوخپل نوکر ته یې ورو وویل:
زه وني ته خېژم او ته د دې دوه رګه  سپي خوله  خلاصه که! زه د ونې ښاخونه ښوروم که هغه را ولوېد نو سپی هغه داړي او تښتېدای نه شی او که خدای مه کړه زه راولوېدم، نو ته ژرد توپک ماشه کشوه او سپی وله !
او هغه وو ښکاری له ونې را ولوېد او سپی مړ شو.
د یوې بلې ډلې مشر هم په یوه ونه کې یو تور شی تر سترګو شو نو د هاوان غرنی ډزی یې پرې پیل کړې او هغه وو چي تښتېدلی لیکوال چې خپل دواړه لاسونه یې پورته نیولی وه  ځان تسلیم کړ  او ګوری موری ونیول شو.
ښکاري و نیول شوی لیکوال ته وویل :
وايه څرنګه مړینه غواړې؟
ضربه مرمی ،د توپ خوله، د ټانک د زنځیرلاندی، د مړو نڅاه...خپله یې غوره کړه زه ډیر دموکرات سړی یم!
لیکوال چې د دیموکرات سره یې حساسیت د رلود ورته په ژړا شو او په ننواتي یې ورته  و ویل:
 دا ماته ووایه زه دي مړ په کار یم یا ژوندی؟
ښکاری وروسته له یو لنډ توخي وویل :
توپیرنه لری ! خو مړ ښه دی!
لیکوونکي لاسونه د هندوانود سلام غوندی ورته ونیول او هغه ته یې په زاریو سره وویل:
ته خو شوکر ښه پوه سړی مالومیږې څوک چې مړ شی د هغه وزن دوچنده کیږی زما وړل به درته ګران شی.
ښکاری وویل زه  په تاریخ نه پوهیږم نوکر ته يې وکتل چې ته څه وایي:
 نوکر نارې کړه :
هو  صایبه!  ولا که یې په زر چنده لا درکم!
لیکوال ورو وویل :
تاسو به  ستړی شئ!

  1. که زما منۍ ما تر خپل مقصده پوری ژوندی بوځۍ بیا هورې هر څه چې کوی !

 او رښتیا زه مو څه په کاریم؟
ښکاري شونډه ورته بوڅه کړه او ویي   وویل :
 دولت په تا جایزه ایښې ده!
لیکوال له غروره په بریتو کې وخندل  او لاس یې پر بریتو تیر کړ او ویي وویل :
 نو تاسو ولي ناحکی(ناحقی) خون په غاړه اخلۍ، ما وژنۍ هغوی مې په خپله وژني.
 ښکاري لکه  سیاستمدار سوراو سپین شو او ویي ویل :
موږ ته د دې کار ګټه څه ده؟
 زه خپله ارمان لرم یو انسان مړ کړم او دا  ارمان مې تر سره ...
لیکوال  یې په خبرو کي ورولوید :زه به دا ټوله سامان تر هغه ځایه لکه پلنډي در سره په شا یوسم!
نوکر یو وار په چیغو اوزاریو  د ښکاري په پښو کې ولوید  او مځکې ته یې سوکان بند کړه او سر یې د ځمکې ځمکې واهه
صایب دی ښه وایي، په خدای ښه وایي!
دی په تاریخ پوهیږی.
ښکاري له لږ سوچ نه وروسته لکه بې وسه وزیر سر وګراوه او د نوکر د ژړا په پار یې تر ښار پورې لیکوال  ته د ژوندی پریښودو امر ورکړ.
لیکوال  ټول سامان  پر شا کړ او نوکر  بیاد سا مانو پر سر کیناست او د ښار په خوا رهي شول
په لاره کې لیکوال څو ځله نوکر ته وویل:
ته شوده خو تا شه!
نوکر په غوسه ورته وویل:
ما موقت له مرګه خلاص کړی یې څنګه تا شم.
لیکوال  په زاریو ورته  وویل : ته مې تر  هغه درمخه وژنې!
نوکر خوله ورته بوڅه کړه او شونډه یو ګز ورته وځړوله او ویې وویل:
مردن درویش چه پس چه پیش .
ښارته تر ننوتو نه مخکې ښکاري بیا لیکوال ته  وویل:
وایه څه ډول مړینه غواړی؟
لیکوال ورته په ننواتي وویل:
هو ما مړ که!  هر ډول چې ستا خوښه وي!
ښکاري خپل نوکر ته وکتل هغه د لیکوال خبره په خمارو سترګولکه د ناتو عسکرو د سر په اشاره رد کړه.
 نو ښکاري د اعلان تر دوتره د لیکوال دژوندي پاته کېدو امرتمدید کړ.
 ستړی ستومانه لیکوال، نوکر او سامان د سانسور وزارت تر  عمومی وره راورسول .
بیا ښکاري او نوکر  یې خوار لیکوال په پوری وهلو واهلو د جایږی دوتر ته بوت.
هلته یو مامور ترې وپوښتل:
دا څوک دئ؟
ښکاري لیکوال ته وویل:
مامور ته سلام وکه!
لیکوال وویل:
سلام!
ښکاري وویل :
دا هغه لیکوال دئ چې تاسو جایزه پرې ایښی ده‎.
مامور بیا رییس ته تیلفون وکړ او هغه بیا وزیر ته .
وزیر وپوښتل:
مړ دی که ژوندی؟
مامور د ښکاری نه وپوښتل:
مړ دی که ژوندی؟
ښکاری لیکوال وتخنوی.
لیکوال په خندا شو.
 ښکاری نارې کړه هو ژوندی دئ.
وزیرپه غوسه او چیغو وویل:
کاشکی مړ وای!
مامور وښکاري  ته وویل :
کاشکی مړ وای!
ښکاري خپل نوکر یوه ټينګه لغته وواهه اوپه غوسه یې یوه چپلاغه  لیکوال ته ورکړه او ویې   ویل:
ما نا حکه (حقه)دا ستاسو خبره و منله دا خلک زه  ښه پېژنم اوس همدا خبره راته بهانه کوي.
مامور صایب غوږۍ کېښوله ، د تسلیمدو سند یې ښکاري ته ورکړ ، او دلیکوال په تندی یې یو لمبر وواهه او دچرسی ماما خانه سامان په جمع کې یې قید او په دیپو ته یې پوری واهه او دو تنو شاهدانو د دیپو ور کولپ لاک او مهر کړ .
ښکاري خپل نوکر ته وویل لکه چې اصل مال وو داسې ژر يې بې رشوته سند راکئ (کړی).
 مامور و چرسي ماما ته وویل :
نن پنجشنبې ده تر شنبې  رخصتی ده  تر هغه چې وزیر صایب راځی که په سفر نه ولاړ هغه به دلته  په ګودام کې وي.
لیکوال چې ا وږې یې ټوک ټوک شوي وې یوه کارتن ته ډډه ولګوله  هرې خواته د موږکانو  اتڼو نه وه، لیکوال په مغزو کې  د موږکانو د ژوند په هکله  یوه سوژه پیدا شوه د موږکانو اتڼ وو ،ده په سوژې  چورت وهه ،خو د نس چوچو په عذاب کړی او د خوړلو د شی پسې په ګرځېدو شواو له ځان سره یې ویل :
چي داسې شیان لیکی  دا دي پای.
 بیا  یې د ټولو ګونیو ،کارتنو او پېټیو سرونه یې خلاص کړه خو دخوراک کوم شی یې ونه موند او د یوی قطی په لېدو یې سترګې وبرېښدی په هغه کې ګریس وه  د قطی سر یې په ډیر ربړ خلاص کړی یوه لپه یې په خوله کړه ،خو  هغه یې زړه ونیوه ځکه بې ډوډۍ یې خوند نه کاوه ،نو د وچې ډو‌ډۍ په لټه کې شو دا چې وایي :«جوینده یابنده است »ده هم د موږک د وژلو په دوا لړل شوی وچه ډوډۍ چې موږکانو هغه نه خوړله  پیدا کړه هغه یې را ټوله او خاورو یې ترې پوه کړې او د ګریسو سره یې په مزه مزه وخوړله د اوبویوه ډبه چې په لیکلی وه( واتر فریږ )په سر پورته کړل او د شوکر اېستلو وروسته اوږد اوږد وغځید.
 د یخنی نه په عذاب شو، نو څو ګوني یې سوری او واغوستې د خوب وخت چې شود ګودام د وره د مخی سپی قسم کړی وو چې ترې ویده به نه شی.
 دا دوې شپې یې دی خوب ته نه پریښود،
لیکوال ډير ورته په غوسه وو او ټوله شپه یې غاښونه ورته چیچله.
کله چې په شنبې   لس بجې د ګودام ور پرانېستل شو ؛د لیکوال سترګې لومړی پر سپی ولګېدې، دېخوا هاخوا یې وکتل چې کومه ډبره پیدا کړی خو هلته یې کومه  ډیره و نه موندله، نو بهر راووت چې کومه ډبره پیدا کړی او له سپي نه کسات واخلي.
وزیر د یوه بل مامورشا ته ولاړ او د یو مامور سره یې پوس پوسی وو او په موبایل تیلفون کې يې خبرې کولې .
یو ګړی وروسته یو قفس لرونکی موټر راورسید. د لیکوال له سترګو دخوشالۍ اوښکې راتوی شوې هغه فکر کاوه چې دا سپی چې دی یې دوې شپې خوب ته نه وو پرې ایښی وژولو ته بیایی . ده  په زړه کې له وزیر ه مننه کوله او ویل یې: انسان بیا هم انسان دئ.
وایي غټ خلک غټ غټ زړونه لري
لیکوال هڅه کوله د سپی په نیولو کې د هغو سره مرسته وکړی چې و نه تښتي، خوهغه دوه کسه راغله  د سپی پر ځای یې لیکوال قفس ته واچوه، قفس یې پسې کولپ او موټر حرکت وکړ.
لیکوال سر وښوراوه او له ځانه سره  یې وویل :
غلت  یې کۍ! غلت  یې کۍ!
سپی یې غلت کۍ! بی سوادو سپي غلت کۍ
هغو لیکوال راساً ژو بڼ ته بوت.
د ژوبڼ کارکوونکی نه پوهیده د دې ژوی نوم څه دئ د ژوو دایره المعارف یې راوغوښت چې  دی  د دایره المعارف د انځوروسره پرتله کړي.
  یو ویل:
- دا ګوریلا ده !
بل ویل:
- نه، دده بارخو ګان وېښاتان نه لری.
یو ویل:
-کانګرو ده!
 بل ویل:
-نه ،دی  دوې پښې لری....
لیکوال ته یوه ښه سوژه ور پیدا شوه له ځان سره یې وویل:
 نور  سیاسي طنزونه  نه لیکم لکه دا نور ټوکې لیکم او طنز ورته وایم نور هم نه پوهیږی چې دا طنز دئ که ټوکه  خلکو ته او ان ویب پاڼی ټوکو او ښکنځلو ته طنز وایي.
همداسې د طنز خوند تللی دی څوک یې په ځان نه برابر وی او څوک يې خپروی هم و. که نور مې بیا هم  طنز لیکۍ  نو په   مستعار نوم یې نشروم
 لکه چټک یا یا ملخک یا لشمک
خو د لشمک نوم خوند ورکړ
 نو له خوشالی یې  د اغوستل شوو ګونیو سره  يې یو څرخ وخوړ د ګریسو ډکه خوله او مخ یې  د لاس په شا  پاک کړ او په خندا خندا  یې سرو ښوراوه  او یې  و ویل:
لیکوونکی  لشمک لشمک
د لشمک په اوریدو د ژوبن دواړو کارکوونکی دوې درلودې او دوې یې نوري پور کړې او په منډه منډه له کړکۍ نه  وتښتیدله .
د سبا په ورځپاڼو کې لیکل شوی وه:
د سانسور وزیر په یاد شول چې داکتاب  ده خپله لیکلی دی او د جایزی لپاره امریکا ته ولاړ.
 او د ورځپاڼې په څلورم مخ کي یو وړوکۍ خبر داسي لیکل شوی وو:
د کابل په ژو بڼ کي لشمک لیدل شوی خاینان دی  له دې وروسته په خپلو ځانو پام
کوی!