|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
طنز محمود نظری
ملاتړي د تورې ماڼی مستر ، دخړارګ آغا د تورې ماڼۍ لنګر ته د بې ابولو لپاره وغوښت چې د مالي اله ګولې خروښ او توښ له هغه نه وباسي. آغا نه غوښتل ورشي خو د مستر استازی هغه په زوره لاس تړلۍ الوتکې ته واچوی مستر لکه د آغا پلندر د هغه د سپک سپاندولو وروسته په غوسې ورته وویل : زه خبر شوی یم چې ستا کاری ټېم ستا ملاتړي نه دي؟ وزیران دي تا ته وفاه داره نه دي ! آغا مرغزی نسوار په پزه کښ کړه د تندی خولې يې پاکي کړي او ويي وویل: یا ، یا دا د دوښمنانو تبلیغ دی!
مستر دخپلو
مخبرانو سره د پس پسکی وروسته وویل: آغا ومنله او په خوشالۍ يې و ویل: دا آسانه کار دی، د سترګو په رپ کې به سل درته راولم او په تراټ کښ شو،ولاړ د هغه خوا يې پېینځه مرستیالان او وزیران را تناو کړې وه ویل يې: دغه دې ، دا لا څه کوې دوه تنخواه خوره وزیران لا د پاکستان په کابینه کې لرم، ته دوی دلته ټینګ ونیسه زه په تراټ ورځم هغوی هم راولم ! او کښ شو ووت یو ګړی وروسته په داسې حال کې چې زمبېدی راغی په تړتړی ژبه یې ویل: زما- ملا- تړ- ی پا-کستا - ني وزیرانو- له –راتګه- انکار وکړ- او- ویل – یې- موږ - ته –ختا-ایستې. بیا يې دېخوا هاخوا وکتل ؛ سترګې یې وموښلې د مستر څخه یې وپوښتل: هغه زما ملاتړي پېینځه وزیران څه شول ؟ هغه ورته وویل : هغوی د دننه نۍ کمپوتري اندوسکوپي اوزارو په لیدو دا منښته وکړه چې دوه یې ایران ته ، دوه یې پاکستان ته او یو یې روسو ته کارکوی هغوی خپلو بادارانو ته ولاړل آغا لاس او پښه شو سر يې وښوراوه اویې ویل : ولې مو ایله کول! مستر ورته وویل :یوبل وار هم درکوم : ورشه پېینځه د شورا غړي چې ستا ملګرتیا کوي راوله. هغه کړس کړس په خندا وویل : دا آسانه دی د سترګو په رپ کې سل درته راولم لکه پرپرکه ځم او راځم د هغه خوا يې څلو ر د شورا غړي راتناو کړی راغی یو يې په لاره کې ځینې تښتیدلی وو . او په خوشالۍ يې و ویل: د پاکستان په پارلمان کی هم ډیر ملاتړي لرم ته دوی ونیسه زه ځم هغوی هم راولم. او بیا کښ شو ولاړ د ها خوا یوازې په شرمنده ګامونو او تریو تندی نا امیده راغی او ویل يې : هغو پلمه وکړه. بیا يې په بدګمانۍ دېخوا هاخوا وکتل ؛ سترګې یې وموښلې له مستر څخه یې وپوښتل: هغوی څه شول ؟ مستر ورته وویل :هغو د لاندی خوا کمپوتري اندوسکوپي اوزارو په لیدو ومنل چې د ملي جبعي د مځکې لاندې غړي دی او ولاړه آغا بیا لاس او پښه شو ویل يې: نه ، نه مستر بیا دخپل مخبیر سره د پس پسکی وروسته په چغنده ورته وویل : په اووه کاله کې دی ا ووه ملاتړی پيدا نه کړه
آغا څو واري سترګې ورپولې او په زاریو يې و ویل : یو بل داو! مستر ورته وویل : سمه ده زه هم کاوبای یم دا یو بل داو هم وهم ورشه له ټول افغانستانه خپل سل پوه او تکړه ملاتړي راوله چې هغوی ووایي: ددویم ځل لپاره بیا تا غواړي. هغه په لندو شونډو خپله وچه ژبه تیر ه کړه اويې ویل :بیخي سمه ده زه په تراټ ځم او بیرته راځم د هغه خوا په داسې حال کې چې په خولو کې لوند خیښت وو سل تنه له ځان سره تناو کړی وه خوشاله راغی مستر د هغو څخه وپوښتل : تاسو څه غواړئ؟ هغوی په یوه سلا لکه د چنګوښوکورس نارې کړل: پناهندګي آغا ییغ بیغ پاته شو د خولې يې ووتل:: زه هم
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||