کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

واحد نظری

«آخر به بې څنګه سي؟» له کتابه

 

اخر به يې څنګه سي؟

 

دوړاه څنګ پر څنګ سره نا ست و. دواړه پخپلو چرتونو کي ډوب وو .کرار مي مخ ور ته را واړاوه  اوتر خولي مي ورته را ووتل :

اخر به يې څنګه سي ؟

ده همداسي سر کښته اچولی و. هيڅ حرکت يې ونه کړ، لکه چي وا يې نه وريدل .

دا وار مي اواز لوړ کړ :

اوس دا اخر به يې څنګه سي ؟

بيا يې هم مخ راوانه ړاوه . دا وا ر يې ستر ګي دوه دري  واره ژر ژر  ورپولي. شونډي يې سره را ټولي کړي، ولي بيا يې هم څه تر خولي را ونه وتل ... ساده خبره هم نه وه ، چي دا سي يوي پوښتني ته بيله فکره جواب را کړي .

 له ځانه سره مي وويل چي دې بايديو څه راته ووايي ، ولي هر څه چي مي انتظار وکيښ بيا يې هم جواب را نکړ . حتماً يې غوږونه درا نه وه  چي وايې نه وريدل.

 زړه مي طاقت ونه کړ ومي ويل چي دی با يد پوه يي او زما دزړه دتسلا لپاره بايد يو څه ووايي اخر دي يو جمهور رئيس دی. دا واري مي په زوره ور باندي چيغه کړه :

اخر .. به يې ... څنګه سي؟

«کرزی» لا هغه سي  په چرت کي و. ولي کرار کرار يې سر را پورته کړ، مخ يې را واړاوه . زړه مي خوشحاله سو چي ځه دا واري يې واو ريدل . اوس به حتماٌ به يو څه را ته ووايي، زړه به مي راخوشحاله کړي.څوشيبي يې همداسي په ستر ګو کي ځير ځير را ته وکتل . شونډي يې په ژبه لندي کړي ، کرار يې سر را نژدي کړ او په  نيولي ږغ يې را ته وويل :

اخر به يې څنګه سي