کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری

سترجنرال

 

له هراته په یوه نوی رانیول شوي موټر کې کابل ته رهي وم ډیر ګروم نیولی وم او دعاوی مې کولې چې خدای مې د واشیر له محترمو غلو نه په خیر تېر کړي  په ټوله لار کې مې شونډې رپیدې او په همدې چرتونو او دعاوو کې خدای په خیر کندهار ته ورسولم اود شکرونو په اېستلو شوم موټر مې کښته ګیر ته واچوی او د دېخوا هاخوا په منظره شوم ، د سړک پر غاړه تلویزیونونه پر ونو ټا لۍ واهلې او د پیتو کولمې لکه ماران د ونو پر ښاخو راتاو شوي  وې ما ویل لکه چې جشن وې په لېدویې خندا راغله او له ځان سره مې سر وښوراوه او و مې موسل.  د جادې  د سړک دوو خواوو ته ډیر خلک راټول شوي وه او د هغو بیا له خندا  خولې ویتې پاته وې
 -   هاها، هاها...
ما له ځان سره  ورو وویل:
څه خبره ده! په همدې چرتونو کې پر ځان شکي غوندي شوم  پر پزه مې لاس تیر کړپه اېنداره کې مې وکتل خپل کالي او موټر مې له نظره تیر کړ  لمن مې پورته کړه چې پرتوګاښ  خو مې ځړېدلی نه دئ،دېخوا هاخوا مې وکتل ،لاندی شونډه مې یو کز را مخته شوه او چرتونو کې لاهوشوم.
 نا ببره زما د موټر پر بانټ د شلاخی شړک شو د دې سره سم د ولاړو خلکو خولې بیا اتومات خلاصي او خندا پورته شوه   - هوهوهو....
ژر مې بریک ونیوی او په غوسه له موټره راتا شوم، د غوسې او اریانۍ نه په ډکو سترګو مې ولاړو خلکو ته وکتل د ټولو خولې ویتې پاته وې :
-   هاها... هوهو....
د ځینو لا له خندا اوښکې بهېدې، چاچا لا خولې ته پټوان تڼبه کړی وه او چاچا لا پر بډوډو لاسونه ټینګ نیولي وه، په وارختایي مې دوري هوري وکتل د موټر و مخي ته یو جګ سړی  لکه جوکرولاړ ووچې د اوږدو کالو پر سر یې غوړه ، زړه ،اوږده سدرۍ اغوستې وه، غټي غټي روسي موزې یې په پښو  وې، اوږده ماش و برنج ږیره یې لرله، د ترافیک سره فیته لرونکې رسمي خولۍ یې په سر وه  اویوه غټه د آس شلاخه یې په لاس کې وه.. ما هغه ته په هېښتیا سره وکتل هغه د موټر له بانټه یو بل شړک ویست. زما زړه کې وګرځیده نه چې زما له موټر سره د پلارپلار تربګني  لري که څه ؟
نو په  درد اوغوسه مې هغه ته وویل:
- ولې وروره څه خبره ده!
هغه بېله دی چې  څه ووایې شا ته  یې اشاره وکړه:
هلته مې یوه نوی جوړه شوی سیمنټی پایه چې په سر یې د ترافیک چراغونه نصب وه او چراغونه یې شنه او سره کیده تر سترګو شوه
زما د کتو سره سم بیا خندا پورته شوه:
 - هاها هوهو.....
 د خندا دا غولغولې او د شور دا ازانګې  زه هم لکه په اور چې اوبه واچوی غلی کړم او دخلکو سره مې په وقفه  توګه په  خندا پیل وکړ.
هاها..... هه ، هه،هه هه
شلاخی والا ته لکه د سرکس جوکر ، هر موټر زمری اېسېده او د شلاخی خوند یې ورڅکۍ او د زمانی د نا خوالو زور يې له هغو ایستی خو بوده ګان همداسې تېریدل هغو خپله شلاخه موټرانو ته ډالۍ کړې وه، ما په اریانۍ د هغه نه  وپوښتل:
- ته څوک یې؟
هغه د غوږو شا وګروله او په ترخه موسکا یې په غرور وویل:
زه ستر جنرال ماما د د ترافیکوعمومي کومندان یم!
ما د هغه دخولۍد سرې فیتې په لېدو  سر وښوروه او د لمر سوځلي تندي  په ګونجو کې ډوب شوم.
(دا  سترجنرال سهار وختي  په خپل زوړ بې بریکه باسیکل دې سیمنټي پایي  دوتر ته راتی په همدې اشاره يې خپل باسيکل پر رسۍ ټینګ تړئ، تر ماښامه  به ولاړ وو ،د تورو هېندارو موټرو ته  يې عسکري سلامي کوله، پوه موټروانان یو څه په لاس کې ورکوله او نویو  موټروانانوته  يې بیا د شلاخی  په زور دا نوې اشاره ښووله او ماښام  به  يې په همدې  پیسو کورته ستړی ستومانه  سودا وړله....)
له ځان سره مې ورو وویل: دا د ملګر و ملتویوه اشاره هم غنیمت ده یوه ستر جنرال ته یې دوتر ،دیوان او تنخواه برابره کړی ده!!!!
نو زه هم د هغو سره  په خندا شوم
ها ها.. هو هو.. هی هی...