کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

واحد نظری

«آخر به بې څنګه سي؟» له کتابه

 

ما ما

 

دڅه شي ليکوال؟ دڅه شي ليکنه؟همدا چي خبر سوم چي زماپر نوي داستان يې انتقاد کړی دي ،که څه هم ما سم نه پيژندی، ډير مي بد ځيني راغله ، زړه مي غو ښتی چي دبدن غو ښه يې په غا ښو پري کړم،دومره زور يې را کړی و. چي هر چيري به برا بريدم ، حق او نا حق به مي دده پر شخصيت او اثارو با ندي هر څه چي مي پر خوله را تله ويل: په اصل کي دی يو ډير منفي سړی دی، هغه کله ليکوال دی ...او هغه خلکو چي به زما خبري اوريدي  هغو به هم بد پسی ويل. يو ځای يو چا دده ديوي ليکني په هکله رانه وپو ښتل ، نو څرنګه چي زړه مي ډير ورته ډک وو، په جواب کي وويل:دا چټيات دي ،زه نه پو هيږم چي دا بي  معنا ليکنو څخه مقصد څه دی دا په دي معنا چي خپله دی بي معنا دی...

يو څه وخت وروسته په يو ځای کي سره مخا مخ سو، ما مخ ترينه واړا وه ، ولي دی راغی اوزما پر اوږه يې لاس کښيښود، مبار کي يې را ته وويل او زما دنوي داستان ډير تعريف يې وکړ .ومي ليده چي ډير پوه ،، خوږ ژبی او ددوستي وړ انسان دی .

دا وار چي بيا دده کتاب  په هکله دخبرو موقع په لاس را غله وويل: په کتاب کي ډيره په زړه پوري موضوع مطرح سويده، ليکوال توانيدلی دی چي په ډير مهارت د خپل نظر څخه دفاع وکړي ...

 او اوس موږ ډير ښه دوستان يو، او تر حق بايد تير نسو يو ځای يې زما ډير صفت کړی و.که دا واري که څوک رانه وپوښتي،په ډير جرئت به ووايم : دا ليکوال زموږ په معاصرو ليکوالانو کي يو خاص مقام لري ، دي ديو خاص سبک او مکتب خاوند دی او هر څه چي مي له لاسه وسي صفت به يې کوم .

اوکه ددي سپين سترګي  ژورنالست  په ياد وي او راته ووايې چي تا خو پخوا دده په هکله منا سب نظر نه درلود. څنګه سو چي اوس ښه ليکوال سو؟ نو ورته وبه وايم: دا درسته ده، دداسي ليکوالواثارپه يو وار ويلو دهغه وعمق ته سړی نسي ننوتی...په همدي فرصت کي مي دده اثار يو واربيا تر نظر تيرکړل، ځير سوم چي ليکني يې  ډير په زړه پوري دي ، نور نو څه ويلای سم ، دا خو نسم ويلا ی چي پخوا بيګانه و، او زما دکارونو څخه يې انتقاد کاوه ...او اوس چي  مي اشنا دي او زما دليکنو صفت کوي، دا نو دخدای لاره نده ، چي زه يې هم ښه ونه وايم . که دی ماته  ماما وايې نو زه خو هم بايد ماما ورته ووايم .