|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
واحد نظری «آخر به بې څنګه سي؟» له کتابه
دروند
دکوره چي را ووتم دا اول وار و چي دمهاجرت په شپو او ورځو کي مي ځان يو څه دروند غوندي احساسوی او لکه غټ خلک دروند دروند قدم ايښوی . دريشي چي مي پخوا را با ندي غټه وه اوس را با ندي برابره سوي وه . لو مړی ورځ وه چي دځانه مي ښه را تلل. خپلي دريشی او تګ خوند را کوی.ولي هيڅ نه پوهېدلم چي دا څه پېښه ده چي نن داسي دروند يم. دا چي ګيډه مي يو څه درنه وه، خو دا کرتی مي ولي درنه وه. لاس مي و جيب ته کی که ګورم دسرو زرو يوه غټه خښته مي په جيب کي وه، بل جيب ته مي لاس کړ بله دسروزرو خښته دبغل په جيب کي دوي خښتي، دپطلون په جيبو دري دري دسروزرو خښتي. عجب دا سروزرو خښتي چا زما په جيبو کي را اچولي وي . داروند والی حتمن د همدا سرو زرود خښتو و . دسرويس په تم ځای کي و سرويس ته پورته سوم، خوداسرويس هم نن ډير دروند روان و. زړه مي په تنګ سو له سر ويسه را کښته سوم، ومي ويل : ــ څه پرواکوي جيبونه مي دزرو ډک دي،ولي په ټکسي کي ولاړنه سم... هغه وچي ټکسي ته مي لاس ورکړ. ټکسي په اول سرکي تيز تی،خو ديوي دووکو څو څخه لا نه وو تير سوي چي کرار کرار دی هم سست سو. له ټکسي وانه مي وپو ښتل:استازه ولي دا سي سوکه ځي... موټر وان د تيلو امپير را په ګوته کړ. رښتيا امپير پر صفر ولاړ و. تيل يې خلاص سوي وه، با يد کرار کرارتللی وای. ښه و چي دتيلو ټانک نژدي و... غوښته مي چي تيل وروا چوم .دټا نکی سر چي مي خلاص کړ، خو ټانکي تر سره ډکه وه، دا څنګه ؟؟؟؟ بيا وخو ځيدو، ولي ټکسي لا هغسي کرار کرار روان و تر څو په ټپه ودريدی. هرڅه وسه چي مو وکړه، ولي موټر له ځايه ښور ونه خوړ . په ډير زور له ټکسي نه کښته سوم ، همدا چي کښته سوم ټکسي لکه وزرونه چي پيدا کړي وي لکه بر يښنا له ځايه په هوا سو اودسترګوپه رپ کي تر سترګو پناه سو . څنګه دا لکه چي زما زور و. زما دسرو دروند والی و چي ټکسي يې له کاره اچولی و ... اوس نو څه وکړم ، شا وخواته مي هر څه وکتل نه کوم څوک ليدل کيدی او نه کوم کور اوابادی تر سترګو کيده ، دخدای دښته وه . له ليري مي يو ه کوټه تر سترګو سوه ... دروند دروندهغي خواته روان سوم...ښه چي ور نژدي سوم ومي ليدل چي يوه لوحه يې هم پر در وازه را زړيدلي ده، له ورايه نه ما لوميده چي څه پر ليکلي دي ،په ډير زور مي ځان نور هم ور نژدي کړ. پر لوحه مشقي ليکل سوي وه wc) (
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||