کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

واحد نظری

«آخر به بې څنګه سي؟» له کتابه

 

ډير محترم

 

هيڅ مي فکر نه وچي لاس مي پر ولګيد.دستي مي معذرت وغوښتی. ده هم  بيله دي چي راته وګوري وويل :

ــ فرق نه کوي .

ولي همدا چي سر يې را پورته کړاو سترګي يې پرما ولګيدي تندی يې تريو سو اوپه قار يې را ته وويل :

ــ ولي سترګي نه لري چي لکه حيوان غوندي لاسونه غورځوي ...

 چورت مي خراب غوندي سو، دا څنګه يې داسي ژر خپل نظر واړاوه ... سر مي کښته وا چوی او روان سوم . لا څو قدمه نه وم تللی کرار کرار مي غيرت په تور راغی او بيرته را وګرځيدم او ور ږغ مي کړه:

ــ ودريږه! دا ولي دي  داسي چټي خبره تر خولي را ووته . زما خو په نا غلطی لاس در باندي ولګيدی ...

 ده هم نه راوړه اونه يوړه تر خولي يې راته راووتل  :

ــ ځه ورک سه احمقه ...

رنګ مي جغندرغوندي له ډيره غضبه سورسو. په داسي حال کي چي ناړي مي تر خولي باديدلي ورته وويل :

ــ ته څنګه جرئت کوي چي داسي چټي کلمات تر خولي را وبا سي او ما غوندي يو محترم سړی توهين کړي.

ته ښه را ته وګوره  څه مي تر تا کم دي ، دوي سترګي لکه ستا،دوي پښي او دوه لا سه لکه ستا ، پزه مي لکه ستا، ته تر ما څه زيات لري او څنګه ځان ته حق ور کوي چي ما تو هين کړي ...

 لا مي خبره پای ته نه وه رسولي چي شړپ يې سو يوه څپيړه مي پر مخ ولګيده. ترڅو ما  هم لاس پورته کاوه يو ټينګ سوک مي پر پزه پسي ولګيدی پښو مي سستي سوي . موازنه مي  له لا سه ور کړه درب لکه سخندر را ولويدم.  په داسي حال کي چي دپزي ويني مي پا کولي ور ته وويل :

ــ کله دي پريږدم ،عريضه درباندي کوم،دقانون منګو لو ته دي سپارم  تا زه نه يوازي تو هين کړم،او بيادي پر ما لاس هم پورته کړاو په سوک دي ووهلم...زه يوانسان يم  زه يو محترم سړي  يم ...

اوس بندي يم ...

که زما منی هر کله  که خبره دانسانيت ،حيثيت او شخصيت  منځ ته را تله جدي کيږی مه،غوړپه وی يي.