|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
واحد نظری
مفلس خوشحاله
همدا چي ومخي ته يې ودريدم يو رقم يي راته وکتل رانه ويې پوښتل: څو کلن يې؟ دځانه سره مي وويل :اوس دکوم سن ورته ووايم ځکه دوه سنه لرم، يو مي قا نوني سن دی چي دکاغذ پرمخ ليکل سويدی، او بل مي اصلي سن دي چي هيچ چيري ثبت نه دی. نو اړ سوم چي ورته ووايم : ــ دڅلويښتوـ پنځوسو کلو به يم . بيا يې را وپوښتل : مسلک دي څه شي دی ؟ بيا چورت پرسرواخستم: چي دکوم مسلک ورته ووايم ده اصلي مسلک، چي تحصيل مي پکي کړی دی اوشها د تنامه يې لرم او يا داوسني مسلک چي ورسره بوخت يم او هيڅ سند او مدرک پکښي نه لرم. د ناچاری له مخي مي ورته وويل: ـــ انجنير ـ نداف. بيا يې را نه وپوښتل: څو عايد لري؟ هيښ پاته سوم چي اوس څه جواب ورکړم،تا سو ته خو مالومه ده چي سپين عايد خو هيڅ نه لرم او هغه څه چي تورتر لا سه کوم ورته ويلای نسم نو په جواب کي مي ورته وويل : ـــ مفلس ـ خوشاله ... دی چپ سو. بيره را ته پيداسوه که اوس را نه وپوښتي چي دکوم ځای يې، څه به ورته وايم .که دخپل اصلي ټا ټو بي، چي دزيږيدو ځاې مي دي ولي بي حيثيته اوبي عزته ترينه راووتم، نوم ورته واخلم ،او که دهغه هېواد چي ټاټوبی مي نه دی . ولي سر پناه يې را کړه ...نو څه به ورته وايم نا چاره يم چي ورته وايم به : لا درک ...
|
||||||||||||||