|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
واحد نظری سګباز
موږته ويل سوي وه چي سګبازي دلډرو او بي ادبو خلکو کار دی او ما چي ځان با تربيه فکر کاوه نه يوازي چي سګبازي مي نه کول،دسګبازانوڅخه مي هم بد را تلل. وخت تيريدی. کله چي مو خدای قسمت کړی و او دلته را غلو ومي ليدل چي دهرو دوو کسو څخه يوه دسپي په غاړه کي رسی اچولي ده . په ظاهره دا خلک بي تر بيه نه را ته اېسيدل ،خو له ځانه سره به مي ويل چي لډران خودي چي دي ...او په زړه کي مي ور باندي خندل او شکر مي ايستی چي سګباز نه يم، کنه اوس به ددوی غوندي وای. او ښه يې ويلي دي چي ژوند ښه شی دی سړی ډير شيان ويني. پر خپلوګنهکارو سترګو مي باور نه را تی ، ما چي ويل بيده يم کله چي مي ددي دنيا امپرا طور ولېدی، چي دسپي تسمه يې په لاس کي وه . سپی تر مخه او دی په پسي و. څنګه يې امکان در لود چي څوک يوه امپرا طور اواولولامر ته بي تربيه او لډر ووايې .حتماً زماتر بيه سمه نه ده اصلاًزموږ تر بيه غلطه وه، بر عکس سګبازي په اصل کي داصېلو او غټوخلکو کار دی،که زه غلط وايم تا سو وواياست موږ يې غلط پوهـ کړي وو. ا زموږ وطني سګبازان هم حتماً شريف او غټ خلک وه، څنګه يې په قدر نه وو پو هېدلي . اوس په دي فکر کي يم چي زه هم يو سپی پيدا کړم ، تر څو زه هم غټ سړی سم ،که تاسوهم غواړی چي غټ خلک سی نو تا سو هم سپي تر مخه کړی ... ژوندي دي وي سګبازان .
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||