کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز

محمود نظری

 

خیر اوخیرت دی

زما خبریال ملګري له رییس څخه وپوښتل:

  دا شرم نه دی چې په کوچنیانو تیر ی ډیر شوی او کوونکی ته يې  جزا نه ورکول کیږی؟

 ريیس سور اوشین شو او څه يې ونه ویل

ما خپل انډیوال ته وویل: دا دی د رییس صیب څخه   ډیره مشکله پوښتنه و کړه!

زموږ څنګ ته ناست سړي موږ ته په غوڅ ډول  وویل :خیر او خیرت دی هغه په شرم - مرم نه پوهیږي

هغه بیا  وپوښتل :ددې بې ګناهو خلکو په وژلو  ستاسو د وجدان میږی نه راوښیږي؟

هغه بیا دیخوا  هاخوا  وکتل ،غومبوري يې لکه افلاطون وپړسیدل  او څه يې ونه ویل

ما خپل انډیوال ته وویل: دا دی د رییس صیب څخه  ښه پوښتنه ونه کړه ډیره سنګینه وه!

زموږ څنګ ته ناست سړي بیا په غوڅ ډول وویل :خیر او خیرت دی هغه وجدان مجدان  نه لري

 زما ملګري بیا له هغه نه وپوښتل :آیادا ملک الطوایفی بې غیرتي نه ده ؟

دهغه شونډان سره ولاړل او سترګې يې کوچنی شوی لکه پوه چې د ناه پوه نه د ځان ژغورولو لپاره وایي سلام  ده وموسل

ما خپل انډیوال ته وویل: بیا  دی د رییس صیب څخه  ښه پوښتنه ونه کړه!

زموږ څنګ ته ناست سړی و وویل: خیر او خیرت دی هغه غیرت – میرت نه لر ي

بیا می کرار شا ته وکتل او په ژورناليستی جرت  مې بیا د رییس صیب څخه  وپوښتل:

دا د ومره بمباردکیږی تاسو چوپ یاست ستاسو سنګدان نه  ځوریږي؟

هغه لکه په موږ چې ډرۍ وهي  سر وښوروه او ولاړ سو

ما خپل انډیوال ته وویل: دا دی د رییس صیب څخه  ښه پوښتنه ونه کړه هغه خوابدی سو!

 

زموږ څنګ ته ناست سړی بیا  په غوڅ ډول وویل: خیر او خیرت دی هغه سنګدان – منګدان   نه لر ي

ما ددې نابلد ناست سړی ددې غوڅ خبرو اوجرات  ته  ګوټه په خوله نیولې وه  نو د هغه  نه مې په هېښتیا وپوښتل : تاسو څوک یاست صیب؟

هغه وویل:

زه  دهغه  انجینر یم !