|
طنز:
محمودنظری
د زهروغړوپ
بوش د سپینې
ماڼۍ مخي چمن کې پتاوی ته د څو نفرو په منځ کې چې هغوی پراته وه د ونو شنه
دیواله ته ډډه لګولې په چرت کې ټیټه غاړه
خپه ناست وو یوبوتل او
پیک یې مخي ته پروت ووله ځان سره لګیاه وو بونګېده او په ګوتو يې څه شمېرل او
خپل پیک ته یې په ځیرځیرکتل . دغه مهال کرزی راغی او د بوش په دی بدحالت یې
اوښکې له سترګو توی شوې د هغه مخي ته په ګونډو کیناست لاس یې په غاړه کې
ورواچوی
او د هغه په سلامتی یې د هغه مخي ته ایښوول شوی پیک د هغه
سره د غم شریکي په پار په سر پورته کړ هغه ته یې وویل: زما کابینه دی ټوله له
تا جار شی ولي دومره خپه یې؟ !
اخیر خبره څه ده؟!
بوش ورته وویل : ما پریږده چې خپل غم خپله وګالم پخوا به چې په
رسنیوکې دکلنټن اومونیکا د عشق کیسه توده شوه کلنټن به یو راکټ پر افغانستان
او یوپر عراق وغورځوی نو اصلی خبره به هیره شوه او ټولو به پرهغه چکچکی کولې
.ما ویل راشه ته دا دواړه ځایونه ونیسه او غړمبی مې پر جوړ کړ چې خلک نوری
خبرې هیري کړی خو ...
خو ای ای پیسې ولاړې، نوم ولاړۍ یرغل ګر شو، عسکر ولاړه په
زر هاو مړه شوه. د بلی دوره مابینی ټاکنې مې هم بایلې د ډالرو بیه د مځکی سره
وموښتله.... ای ای
د سترګو نه یې لکه تمساح اوښکې توی شوی
کرزی دورېښمی چپنې په لستوڼی د هغه اوښکې او پزه ور پاکه کړه.
بوش ورته وویل:
مه کوه! مه کوه !خپل یونیفورم مه خراب وه !
کرزی ورته وویل:
دا یې لستوڼی دی توپیرنه کوی چې چوڼ چوڼ شی بیا یې لکه نه
مالومیږی.
په دی وخت کې د سپينې ماڼۍ له ور نه دعراق صدراعظم نوری
رامالوم شو
بوش د بوتل نه نور پاته دارو په ګیلاس کې واچوله.
نوری سلام واچوه .بوش د سر په اشاره هغه علیک کړ. نوری چې
ددوی دا خوار او زار اکر ولید د غم شریکی دپاره یې د ابل پیک هغه په سر
پورته کړ.
بوش نارې کړه:
ولي ما نه پریږدئ لکه القاعده ستا سو له لاسه ځان وژنه و
کړم! زه نوره حوصله نه لرم تاسو مې اوس ځان وژنې ته هم نه پرېږدی چې زه ځان ته
زهر واچوم یو راشی بل راشی هغه په سر واړوی .
د زهرو بوتل مو را خالی کړ!
څو ځله یې سترګې ورپولې.
بیا له ځایه ولاړ شو په غوسه خپل دوتر
ته ننوت او د ویسکی بوتل یې د دوستانو د غم د هیرولوپه پار پر سر واړوی.
|