کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز

محمودنظری

 

انتر نیشنل سمفوني

 

د افغانستان د ملي ببولالې د بوغارې داړې د المپیک په فیستیوال کې د سرو زرو مډال وګټی د داړې مشر د خپل داړې او دهغه  دبري په اړه چې په قاف او لام يې خبری کولې داسې وویل:

زه تروې تروې الوچې خوړونکی  سورنا  چې یم  چې د هیواد  دکورنيو او بهرنيو ملکونو په نوښت مې دا د ملي ببولالې د بوغارو داړه جوړه کړې ده

 هغه په خبرو کې ډیره خوشاله ښکاریده  او بریتونه  یې له خوشالي لکه انډلچو  پورته کښته کیده 

هغه وویل:  لکه چې هغه وخت خلکو په ما دا ناروا ویل  چې ما ددې داړې غړي د ملی ډیروالی په پار  د ټولو کامونو  د نااهله وګړو څخه  د رذالت او جوړجاړی له مخي    غوره کړی  دي چې د هره یوه دساز اله  په بیشرمی او ټګیو اوبرګیو سره د یو بل  هیواد ساز ږغوي د بیلګې په ډول    د یوه  زیر بغلي د ایران ملي ببولالې بوغارې وهي  ، دبل ډول(ډهل) د پاکستاني بابولالې، دبل  سیتار هندي ،او د بل ګیتار ایتالوي او دبل کیبورد روسي ببولالو بوغارې وهي  ما دهغو دا خبرې نه منلې، ځکه په داسی رمزونو  پوهیدل  لوړه پوه غواړی  چې زموږ ساده  خلک دا نه لري.نو  ځکه ددې داړې  څخه ډیر نا پوه خلک خوشاله نه وه  او ان غوښتل يې موږ سره جلاکړی

زه اوس پوه شوم چې هغو رښتیا ویل

چې ما به   په سورنا کې پوه کړل نورو  به په سیالۍ سره   په لارغه يې ډول  د  خپلو سازونو د نغارو ډنګول پيل کړل  زما سورنا  به یو څه ویل او  دهغوی سازونه  بل څه ؛په یو وار به  د شلو میلتونو د ملي ببولا لو بوغارې په هوا کې سره وپیچلی  او  بد خونده ازانګه به يې جوړه کړه  او زه له ویرې ورته زمبېدم

نوما په  خپل هاند اوهڅو سره ددې  ملی ببولالې د بوغاړی څخه یوه انتر نیشنل سمفونی جوړه کړه 

  د نیکه مرغه په المپيک کې چې موږ داړی په ناغیری  او دوه زړو سره دا نغمه وږغوله   د فیستیوال خلک په هغه پوه شول او د سرو زرو مډال يې راکړ.

اوس ټوله خوشاله یو که دا بد شی واي نه ولی یې د سروزرو مډال وړه  اوس ټوله په دې ببولا لې  ویاړو ځکه مډال يې وړی دی

- تاسو وویل بهرني او کورني  ملکونه  زه مو په مقصد پوه نشوم؟

- بهرني ملکونه  لکه ایران او پاکستان  دی او کورنی ملکونه لکه امریکا، انګریزان، جرمنی ... دي

- ښه اوس که د ا د افغانستان  منل شوی ملي ببولاله  چې مډال يې وړی دی  او تاسو هغه انتر نیشنل سمفونی  بولی  وږغوئ ډیر به خوشاله شم.

- ښه ،سمه ده.

شروع

بدل که نوم د افغانستان

جان جان  پاکستان

زنده باد اسلامي ایران

لانګ  لایف انګلستان

نام وطنه کو خراسان

لانګ  لایف امریکا یان  

جان جان پاکستان

زنده باد اسلامی ایران

په رښتیا دا بین المللی سمفونی   ده

- که د بهرنیو لاسوهنه  راسره وه  انشا الله  موږ  به هڅه وکړوهغه ته نوره هم وده ورکړو او نوروپاتو هیوادو ملي بوغارې  هم ورواچوو

- مننه

- میرسی