کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

واحد نظری

خائينان

محفل راته خورا ستړی کونکی و.دګډونکونکوڅخه هر يوه ته چي به يې وار ور کړ ترڅو چي به يې تر خولي زګان را نغلل، دخطابي دميز تر شا به نه ايسته کېدی، اخر ټوله مسلکي نطاقان وو...

ارژمی می په زيا تيدو سوي.نه پوهيدم چي څنګه ووزم. يو وخت ځير سوم چي يو څوکسه دسالون څخه ووتل.نوماهم جرئت پيدا کړاوغلی له سالونه را ووتم....

 ولاړم چي خپل بالا پوښ را واخلم . بالا پوښونه ډير زيات وو. دبالا پوښو په منځ کي پخپل بالا پوښ پسي ګر ځيدم،ولي هر څه چي مي وکړه خپل بالا پوښ مي ونه پيژندی ، ځکه چي ټول بالا پوښونه  يو راز او تور وه . بيا مي په ډير دقت په لټولو پيل وکړ ځکه زما بالا پوښ وړين و. ټوله پشمي بالا پوښونه مي وکتل ، خوزما بالا پوښ لکه تری تم سوی چي يي . زړه مي را ته وويل لاس ترينه ومېنځه لکه چي در څخه وړی يې دی . لومړي څوک چي په فکر کي را وګرځيدی چي زما بالا پوښ به يې له ځانه سره وړی وي هم هغه چاغ ټيټکی و،چي له سالونه اول را ووت . ښه مي په ياد دي چي يو وخت يې عکس دنورو همکارانوسره په اخبار کي چاپ سوی واو تر لا ندي يې په غټو تورو ليکلي وه، دهيوادخائينان...ومي ويل حتماً همدي خاين زما بالا پوښ غلا کړی دی ... بيا چرت را ولويدی ما ويل که يي غلا کړي هم وي نه پر  اصلېږي.په فکرکي را وګر ځېدل ،چي هغه ډنګري عينکي نه وي  وړی دهغه او ملګرو عکس مي هم يو وخت په ورځپاڼه کي لېدلی وچي تر لاندي يې ورته لېکلي وه، داڅيري وپيژنی...ولي دا سړي زوړ واو زما بالا پوښ ديسکو يي.که يې وړی هم وي اغوستلای يې نسي ... بيا فکر راته پيدا سو. چي هغه سپين وشمه تاو تاو ويښته والا وطن خر څونکي  تر بغل نه يي لاندي کړی دهغه او سازمان په اړه يې هم په يوه مجله کي لوستي وه چي عنوان يې  ورکړی:

وطن پلورونکي ...

دباندي هم هوا سړه وه ،بي بالا پوښه هم نسوای وتلای. بايد ترمحفل تر پايه  انتظار سوی وای تر څو ټولو خپل بالا پوښونه اغوستي وای او هر يو چي پاته سوی وای هغه ما اغوستی وای.

 خدای خبر چي څه مهال به محفل خلاص سوی وای... ټوله داسي ګرم را غلي وه چي پوښتنه مکوه.اړسوم چي  دا واري دجيبونو په پلټلو پيل وکړم  تر څو خپل دنصوارو په کوتی اويا دپزي په دسمال يې پيدا کړم ، چي يو واري يو چا تر لاس ټينګ ونيولم ، اوناري يي کړي:

غل مي ونيوی  ، غل مي ونيوی ....

 په دا سبا يې زما عکس هم په ورځپاڼه کي چاپ کړ او تر لاندي يي په غټو تورو لېکلي وه

«دملت دجيب غل بلفعل ونيول سو.»