کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

محمودنظری

فلسفي طب

په دې نړۍ کې قاتلان  یا جنایت کاران  ډیر ژر مشهوره کیږی دا ځکه قتل او   جنایت   کول خپل ځانګړي مهارت او د وسپنې زړه غواړي  چې د هر شوده- موده کار نه دی ؛هر څوک نه شوای کولای  قاتل او جنایت کار شي دی خلکو ته  بیا سیاست –میاست داسی اسانه  دی لکه د توت خوړل. خو  په بیلو بیلو کارو کې ریکارډ ټینګونه  هم د شهرت لامل کیږی  ډیر خوړل، ډیر ځغستل ډیر خندل ډیر ژړل... هر شی ډیرډیر

 خو یو ډاکټر  د فلسفي طب  په کشف سره مشهور شو

هغه په خپل یو نامتو کتاب د« فلسفي طب اساسات  » کې لیکلی دی : انسان یو عجیب  او غریب حیوان دی چې هره ناروغی د هغه په اعصابوژوره اغیزه کوی نو دا کار  د هغه  ځیر والی  او پام لږوی او درک  يې بې سمته کوی نو ځکه یو ځای يې درد کوی او هغه بل ځای ته اشاره کوي...

 هغه بل ځای لیکي د انسانانو ټول بد او ښه  کړه په فلسفی طب درمل کیدای شی دبېلګې په توګه جنایت کارو ته که  د وقایې په اساس د اسکارس درمل وکړ شی ډیره ګټه کوي همداسې رشوت خور ته د اسهال دوا ،سیاست وال ته د کوخ دوا...

هغه وایي یو ناروغ د کلمو ددرده  شکایت کوی نومتخصص ډاکټر هغه ته د  لاندی اندوسکوپی   وکړه  خو ډاکټر  چې به   هر ځای ته اشاره وکړه چې دا ځای درد کوی ؟

ناروغ به ویل : پورته لږ پورته  په اخیر کې مالومه شوه چې د هغه ستونی خوږیدی

 نو د هغه په اند د ناروغانو  خبرو ته باید پام ونه شی  ؛ باید ډاکټر  تصمیم ونیسی چې اصلاً د هغه کو م ځای ځوزیږی نو په دی اساس تداوی تو پير کوی

نو د نوی تیوری په اساس  ډاکټر دناروغ په لیدو سره  تصمیم نیسي چې د هغه کوم ځای خوزیږی او کوم ځای يې باید عملیات شی

د چا چې سر درد کوی هغه د پښو دوا ؛ او د چا چې ګیډه خوزيږی هغه ته دسترګو دوا ورکول  دهغه کار دی

د یوجنایت کار یوه  سترګه يې ورعملیات کړل د سیاست د ناروغ یوغوږ يې پرې کړ

په دي ترتیب  هر چا چې به د دې ډاکټر نوم واوریده دا ټوله  سیاسي ناروغی  به يې  له وجوده ووتې

 

اوس هغه د زورورو میلتو په مشوره د یوکال لپاره افغانستان ته راځي