کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

محمودنظری

 

کار اسنادلرونکو ته

 

 په افغانستان کې د ټګمارانود قانون سره سم  چې په ټول هیواد  کې دی  د لوړو څوکیو لپاره  باید  پوه کارمندان  چې اسناد ولري ځانونه  کاندید کړي او په هم دې پاره  یو کمیسیون د غوره کاندیدانو    د اسنادو د لیدو او غوراوی لپاره  ټاکل شو دا کمیسیون لومړی د ځان ساتنې او تښتې وزارت ته ورغی

د ځان ساتنې او تښتې وزارت  څوکۍ ته څلور کسان کاندید شوي وه.

یواستاد ، یو  پروفیسر، یو انجینر  او یو ډاکټر وو  . کمیسیون له   ډاکټر نه وپوښتل :ستاسو اسنادراوښیئ

 هغه  یو ورقه ورکړه  هغه د شلو کالو مخکې د ملاریا د درې  میاشتني  کورس د ختمولو سندوو

هغه ویل: زه د کورس وروسته  په کلیو کې وګمارل شوم چې د ملاریا ضد درمل خلکو ته وویشم  هر چا چې زه لیدم چې سپینه چپنه  اغوندم  نو ټولو خلکو ډاکټر بلم  د خکو زور د خدای زور دی  نو ما هم  د هغو د غوښتنی سره سم  سمه ډاکټری پيل کړه     اوکلیوال مې تداوی کول د هر یو ه په مړه کیدو سره زما شهرت دو چنده  کیده هلته مې ښه تجربه پيدا کړه  تاسو ته مالومه ده چې تحصیل مهم نه دی تجربه مهه ده   ما په یوازي د کلي  دخلکو  نیمایی مړه کړی دی نو زه د نورو ډاکټرانو څه کم یم.

دهغه وخت درې میاشتنی کورس د اوس د اووه کالو طب څخه سخت وو په زور او واسطه خو څوک نه کامیابیدل.

 کمیسیون   بیا د استاذ  اسناد وغوښتل  هغه د ښاروالی جواز وروښود چې د هغه  دقصابي جواز وو

 هغه ویل :ما ته خلک استاذ وایي زه  هر ورځ په حساب لس پسونه او غویيان بېله دې چې د هغه پښې وتړم یا يې سترګی وتوري کړم  یا هغه په ځان پوه شی  حلالوم او پوستوم  زما دلاسه ګنج سپیره شوی دی زه له انساني قصابانو څخه څه کم  نه یم  او خلکو ما ته دا نوم راکړی د خلکو زور د خدای زور دی.

بیا کمیسیون د پروفیسر نه اسناد وغوښتل  هغه  خپله تذکره وروښوول  چې  په هغه  کې يې نوم پروفیسر دصدراعظم زوی لیکلی وه

 هغه ویل: زما نوم پروفیسر دی د بل ورور نوم مې پاچا او د بل هغه نایب الحکمه  دی ان زموږ په ټبر کې  تر  پیاده او چپراسی نوم لا شته  هر ماشوم چې وزیږی د کلی ډم د هغه نوم او راتلونکی کسب ټاکي

او کمیسیون ته یې وویل: تر دې پاخه اسناد شته؟

دکمیسیون غړو هم له تعجب څخه  ګوتې په خولو  کې ونیولې

 

بیا يې د انجینر ته وویل :ستاسو اسناد کوم دی

  هغه ورته وویل زما اسناد د مهاجرت په وخت کې ورک شوی دی زه هم نالوستی ټول اسناد مې ورک کړل زه څه پوهیدم چې داسې وخت راځي چې اسناد په کاریږي.

- تاسو دخپل تخصص او تجربو په هلکه څه ووایاست.

پخوا  ما بخارۍ او د بام  ناوې  جوړولې د ټک او ټوک دوکان مې درلود  داچې تل به زما پزه توره  وه  نورو شاګردانو ماته انجینر وایه

 اوس مې ټول کلیوال د انجینر په نامه پیژني

د خلکو زور د خدای زور دی

کمسیون  هغو ته وویل :

اوس  موږګورو په تاسو کې کوم یو  کومو څوکيو ته ښه دی  نوتاسو بهر ووځئ  موږ به تاسو ته د یوی  غوندې وروسته د  دځان ساتنی او تښتی وزارت  ښه کاندید نوم اعلان کړو

له نیم ساعت وروسته یو تن راووت او ویي ویل:

استاذ ته دی د دندی د ورتوالی له کبله  د دځان  ساتنی او تښتی وزارت څوکۍ مبارکه شي

پروفیسر باید د ولس کشر څوکۍ ته ځان کاندیدکړی ، انجینر باید د اوبو او سیلاب وزارت ته ځان کاندید کړی اوډاکټرباید د کلی د ورانتیا یا صحت  خامې  وزیر شی

 

اخلاقی پایله: کار اهل کارته د اسنادو په اساس ښه لاره ده   په دی شرط چې څوک داسې تحصیلي پاخه اسناد  ولري