|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
محمود نظری ځانکړې مرکه
خبریال : ولی ستاسو تل په پارالمان کې ارام ناست یاست؟ دشورا غړی: داددیرشو کلو دجنګ پایله ده . - ولې دومره بې کبره یاست؟- څوک چې وزیر ان وهلای شي باید بې کبره وي. -ولې ولس ته دومره ډیر کار کوئ؟ - موږ پوهیږی چې بیا ولس موږ نه ټاکي نو ولې ډیرکار ورته و نه کړو. ولی په استیضاح کې وزیرانو ته ښکنځل کوی؟ - بل شی مو زده نه دی! - ولې د بهرنی ځواکونو د واکونو په اړه ډارنان یاست؟ موږ ډارنان نه یو دوراندیشان یو! - ولی غونډو ته نه ورځئ؟ - ګټه نه لري - ولې په شورا کې د بیان آزادی له حده ډیره ده ؟ - خود دازادو خبرو سره یو بوتل- موتل پر سر ورګورو! - ولی مو ملالی جویا وشړله؟ -هغه جویا نه وه ګویا وه. ولې مو د دفاع ، کورنی او امنیت پر وزیرانو چکچکی وکړي ؟ هغو ژړل. یو وار يې بل غوښتئ. - ولې قانون نه منی؟ - موږ خپله جوړ کړی دی. - ولې زور زیاتی نه کوئ؟ - عادت مو نه دی. - ولې تاسو کرزی اوکرزی صیب تاسو منی؟ - زموږ د دواړو ټاکنی شفافي وې. - ولې دیوې ګونۍ اوړو غل په دروورځو کې محاکمه شو اود پر ماشومانو تیر کوونکی او وژونکی د یو کال کیږی نه محاکمه کیږی؟ - ځکه تاسو ولس وایي د غریب کا ر ژر او بې واسطه نه کیږی. کرزی ولې پاکستان ته اخطار ورکړ؟ څوک چی داسې قوی اردو ولري باید داسې خبره وکړي. - ولې مو ځینې والیان یاغیان دی؟ - یاغیان نه توپکیان دی. -تاسو ولې په رخصتی کی بهر ځی؟ -نو په رسمي وخت کې ولاړ شو. - وایې ټول هیواد دوستو وکیلانو چې ولس ته يې امتحان ورکړی جبعه جوړه کړې ده . - هودا وار دسته جمعی امتحان ورکوي. -وایی معاون صیب غواړی دهغه د ورور عکس د کرزی د عکس سره تل په دوتر کي وي دا څه مانا لری؟ -مساویکراسی، مقاومت کراسی، نر کراسی، زور کراسی...
- تاسو ټول امتیارات تر لاسه کړل شکر له حاجیان له ګناه پاک شوی ،. معاش مو ټاپ شو، موټر، باډی ګاردان خو په سوو سوو ، د خپلو مؤکلینو پر ځای بهرنی هیوادو غوښتنی پوښتی کول ... نور څه شی غواړئ؟ - یو دانه ښکر
- ستاسو وړاندیږ د راتلونکي پارلمان په اړه څه دی؟ چې موږ په کې نه یو بیخی پارلمان ته اړتیا نه شته ناحقه مصرف دی که وی هم باید- راتلونکی ټو ل وکیلان بایدنالوستی وی -د سلو کلو یې عمر ډیر ولري ټوله ګوند يان وي ټوله توپکیان وي ټوله بګیلان وي - مننه -مننه |
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||