کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

محمود نظری

 

د ګوډ لغته

 

 ډير امیران راغلی تلی

ټوله یې شنه زمریان وه

دانګریز.روس او امریکا هغه

په خره تړلي اوښان وه

***

بمونه اوری ولې؟

چپ دیموکراسی ده!

کار په رشوت دی ولې؟

چپ ګراني ده!

***

تنخواه لږه  رشوت دی ډیر

ځکه دولت مو دی ضعیف

 خیانت ښه تر صداقته 

 ځکه اولس مو دی شریف

***

 

ماچي  بهر ته چاپلوسه واکداران ولیده

له خولې مې  ووتل سبحان الله

چې مې دننه  پارلمان ولیده

ومې ویل الحمدالله

***

دا کاندیدانو  خوږې وعدې

الوچه وینم

د خبروکاغذی بادام يې

سنګچه وینم

***

 توپکیان  څه کوی؟

توبره ډکوی

بی ګناه وژنې

دجال ته سجده  لګوی

***

 

آزاد بازار ، آزادی  دبیان

آزاد رشوت اواختلاص

خوله  که بنده

 د ماداخلاص

***

 

دګوندیانو وه  شعارونه:

 کوه سربازي !

یا شه اشرار

یا بندی

***

 دمجاهدینو وه شعارونه :

 کوه هجرت !

 درغی راکټ

پریږده دولت

***

د طالبانو وکارونه

په دارکه تلویزویونونه

  په کیبل وهه زنان

په خلکو درې واره تازه کوه اودسونه