|
طنز:
محمودنظری
نا دردرنا
سپين ماشيني
چرګ د تورڅوڼۍبیټل سپي سره چې دواړه د ساز او موسيقي شوقيان اوګرګیان وه يو
ځای ژوند کاوه نو کله کله به يې يوه يوه غبرګه زمزمه هم سره کوله.
چې کاروبار ودريد، دواړه اړ شوه يو
موټي شي او د ملي نفاق په نامه يې یو ګوند جوړکړ او په ټاکنو کې د وينا لپاره
مخ په کليو او بانډو شوه. سپي چرګ ته د درناوی په پار ډم جان او چرګ بيا سپي
ته جاز بانډ وايه!
دسپين چرګ چې ډيري هندي غزلي زده وې د هو هو ( اذان) پر ځای
به يې يوه یوه هندي سندره له خولې وتله، خو اوس يې چې ګوند درلود دا يې خپل
رسالت ګڼئ چې په خپله ژبه (هو هو) وکړی،ده اودريدلي وه چې چرګان بايد سپېدې
مهال( هو هو )وکړی. خو دی خپله اوس د دي کار مخالف دئ، ځکه هغه په خپلو ويناو
کې وايي:
که مو زه وټاکلم زه د سپېدې مهال (هو هو )بندوم! خلک له خوبه
نه راباسم او د سهار اذان په لسو بجو کوم.
مالوم به شي!. ګرده همدا وايي.
د کلي په لياره کې پر دوی شپه شوه. سپي چرګ ته وويل:
زه لږ کار لرم ته ونې ته وخېژه تر څو چې زه بیرته راځم کرار
کښينه ګوره چې (هو هو) ونه کړې! ځګه شپه ده چې ويده مجرمان را وېښ نشی.
چرګ د ونې په لوړو شاخو کې وګرځيد راوګرځيد، څوارلسمې سپوږمۍ
ته يې په ځير ځير وکتل، تازه هوا وه، نرۍ وږمه چلېده، د ونو د پاڼورپېدل خورا
خوند ورکړ شاعرانه احساس يې پيدا کړ . ځان يې ببر، غاړه اوږده او مښوکه يې کږه
کړه يو پښه يې غوږ ته ونيوله د زړه له اخلاصه يې نارې کړه:
او يه قربان هو هو......
ږغ يې چې له پلاره پلاره ارثي ښه وو ازانګې يې جوړي کړې:
او يه قربان... يه قر...
هلته نژدې يوه ګېدړه چې هغه هم د ساز او موسيقي ګرګی ادې وه
راکښينسته، غوږونه يې بوڅ او غوږ يې ونيوه، په نيمه شپه کې يې بيرمي واوريده،
څه خپه غوندې شوه، سر يې وښوراوه، او له ځانه سره يې ورو وويل:
د ناپوهانو نړۍده!خير چاره څه، وربه شم دنیا په ناپوهانو ودانه
ده.
سترګې يې ومښلې، له ځايه پورته او بې اودسه د ږغ خوا ته رهي
شوه.
په ونه کې يې سترګې په تک سپين چاغ شلنډچرګ ولګېدې، بدن يې په
ريږديدو شو، نو د ونې ﻻندی په دوو ګوتو ودريده يو ﻻس يې پر ملا او بل يې
پرغوږ ونيوی او په زوره يې نارې کړه:
نا دردردرنا، نا در در درنا، نادردردرنا
سبحان الله څه ښه ږغ لرې! خو کرج لږ درنه ختا کيږی يو بل عيب
دې دا دئ چې وخت يې نه دئ درته مالوم. بيرمي سري ماښام او نيمه شپه بيا د آسا
وخت دئ!
خير دا کوشنې-موشنی شيان دي.
راځه خدای دی راوله زموږ دسترګو توره نامتوسندربوله!
چرګ د ګیدړی په ستایلو لږ ځان دروند ونیوه په ناز او نخرو له
ونې را کوز شو اود ګیدړی سره يې د غیږی روغبړ وکړ.
ګيدړه چې لکه د ولې پاڼې رپیدله په خپلو وچو شونډو ژبه تيره
کړه او ويې ويل:
قدم په ليمو! تاسو غوندی هنرمندان چې پر اوږو وګرځوو لا لږ
ده قربان دی شم!.
ډير ښه ږغ لری، خو لږ رياضت غواړی! او بل دا چې آسا کرار کرار
ويل کيږی چې چا ته شکر خوب ورولي:
داسې: او قربان- خدای- دی- را-وله- هنر-منده ياره!
چرګ هم تکرار کړه: يا قربان هو هو هو
ګيدړې ورته وويل: خدای دی تا نه قربان وي ما ته ووايه:
ته قربان هو هو...
د چرګ د هوهو سره ګيدړې په خوند خوند غړۍ واهله او ويل يې:
نا دردردرنا! واه واه مايکل چرګه
ګيدړې په غلچکی ډول د ېخوا هاوا وکتله او له چرګ نه يې ورو د
راز په ټوګه وپوښتل:
رښتيا له چا سره راغلی يې؟
چرګ ورته وويل:
دجاز بانډ سره!
ګيدړی ﻻس آسمان ته ونيوی او شکر يې ویسته. او له ځان سره يې
ورو وويل:
چې خدای سربسته بانډ چا ته ورکوی بيا نونه وايي د چا زوی يې.
بيا يې يو مات منګی چې هلته پروت وو چپه کيښود اونغمه يې ور
سره پيل کړه
چرګ ورسره نارې کړه:
هو هو کاشکي خپل له ياره سره تللی په سفر وای!
ګيدړی په لورينې ورته وويل:
يا دا د ارمان غزله اوس مه وايه اشتياه خرابوی يوه بيرمي
ووايه؟
چرګ ورته په اریاني وويل:
تا ويل دا وخت د آسا دئ!
ګيدړې په کيشميشی خندا ورته وويل:
هغه وخت ته په ونه کې وې، اوس چې راکوز شوی يې توپير نه لري که
بيرمي وي که توړي!
دواړه موسیقي ده.
چرګ نارې کړه: دم دم ديګا ديګا....
ګيدړې ورسره نارې کړه: نا دردردرنا! بیا یې بیا شلنډ چرګ وکتل
يو سوړ اسويلی يې وکيښ او ويې ويل:
اشابوسلې دی له تا جار شی. بيا يې له سترګو له کونجو هاخوا
دېخوا وکتل او له ځان سره يې ورو وويل:
دا بانډ څومره وځنډيد او په زوره يې نارې کره:
دو، پو، لا، سو ،می ...(لوېديځ راګ)
سپي له ليری دا لوېديز راګ واوريد خوند يې ورکړ نو د ونې خوا
ته په منډه شو هلته يې ګيدړه وليده چې ناسته په پوټو سترګو د منګي سره راګ
وايي:
دو ،پو، لا، سو ،می ....
سپی ورته مخا مخ کيناست او دتون سره سم ورته په خوند خوند په
کوړنجيدوشو،
ګيدړې د بې سوره کوړنجيدو په اوريدو کرار يوه سترګه خلاصه کړه
تور کوټه سپی يې مخي ته ناست وليد وارختا شو او له ځان سره يې وويل:
تښته زويه!
وغورځيد خو د تښتيدو امکانات يې نه وو نو د راګ سره یې دکتک
نڅاه پيل کړه:
تک تک ډيم تک تک تک ډيم او ورسره يې ﻻسونه، پښې او کوناټي او
لکۍخوځول خو د سپي د تندي په ليدو يې د کتک نڅاه په اتڼ واړوله
ښي او کيڼي خوا ته يې غړۍ واهله او تاو تاو کېده اوويل يې :
سپیه بيا دي تندی غوټه غوټه کړی دې
چرګ نور ستا نه خلاص ما خپل
شاګرد کړی دئ
ډم ديژ ډم ډم ديژ ډمډم....
سپي ورو و چرګ ته وويل:
دا هغه دمکاري استاذه ګيدړه ده چې ما يې نکلونه درته کول!
چرګ ورته ويل : نه دا د موسيقي استاذه ادې ده لويديز راګونه
وايي دا هغه نه ده.
د دواړو سره شخړه شوه:
- ده!
- نه ده!
پيل شوه
چرګ ويل: دا زما په ژوند کې لومړی چانس دئ چې داسې په لويديزو
راګو پوه استاذه ادې مې موندلې ده هغه ما ته وایي ته ذاتی استعداد لری. خو ته
تل زما ضد وې او يي، په کور کې هم هر وخت تا د ډوډۍ غټی غټی ټوټې را نه ځغلولې
خو ما څه نه ويل نور نو بس
سپی چې د ګيدړې مخي ته سپک سپاند شوی وو نو په غوسه وﻻړ او
چرګ يې له استاذې ادې سره پريښود چې پرکتېس وکړی.
ګيدړې چې په زړه يې يو الله خبر وو ارامه کيناسته یوه آه يې
له خولې ووتله او چرګ ته يې وويل:
هغه لډر پريږده د هغه نه کوم شی نه جوړيږی!
او چرګ ته يې وويل: راځه پرکتېس وکړو:
ښه ته د الوداع هوهو غزله ووايه!
چرګ نارې کړه:
الوداع هوهو
ګيدړې سر وښوراوه او چرګ ته يې وويل:
سور دی لږ خراب دئ ته غاړه لږ رانژدې که چې حلقۍ ژبه دی لږ در
پورته کړم.
|