|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
محمود نظری
د مسخرو سوک
وزیران مو دی تړلی بهر نی دی که جهادیان ټول راغلی جوالو سره ډکول یې دی ورته اسان
کټو مو اېشي پخه ده ښوروا له ډوډیه مرګی ارزانه ناتو وېشي حلوا
توده ده ګوله ژوندی یې تیروه! خوله مه سوځه! ګوره اسمان ته! ځان مه خبروه!
بمونه اوري وچکالي ده ډزي کیږی بیکاري ده
کرزی له دوستمه ډاریږی؟ ځکه اغوستی یې ده چپنه قانونی او ربانی یې بدوشوی ځکه اوس نو د پښتنو کوی پوښتنه
رشوت اخله اختلاص کوه! سفیر به شی اخیر مه منه قانون! وکیل به شی اخیر
د شورا نه تمه لرل عنقا ده د دولته کار غوښتل ختا ده
چې تا غواړی ور که رتبه! چې سا غواړی ورکه تیله!
دوه کاره دی د نن د اتلانو په یو لاس کې توره په بل کې قران که دی قران ونه مانه په توره وهي ځان
وژنی خلک بیچاره وایی طالب دی القاعده وژنه وژنه لری سرشمیرني ته فایده
هرشی دلته کیږی په نامه د سیاست په سترګو کې خاوره او مصلحت
د نننۍ نجونو عجب دی خوی په تاودو کې یې ساړه کیږی په ساړه چي واده ته شی خبره په لوڅ ماکسی کی توده توده خوله کیږی
د ټګووکیلانو هیره خپله دنده ورک او لا درک دی د ولس کاورنه پلنډه
د غلیم وه یوه نخشه سرشمیرنه اله پټه قلم په هغه پوه شو دا پرونده يې کړه چپه
دوه بدماشان یووالی بل مشر د شورا کندهاریان دی ترې په غاو یو يې یو منی بل يې من بالا په پاو
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||