کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

محمود نظري

نوکارې

 

چې ښځه سر لوڅ کا

وايې عصري ده

که یې پوړنی په سر وي

خواره سارایي ده

 

پخوا پښتانه روغ وه

اوس خوری هریړې

په چرت کې یې د ښکار غوښه

خوري کلپورې

 

پام! افغانان هغه افغانان نه دی

ورونه وژني

دوښمن  ته جرتک نیسي

ځانونه وژني

 

 

رشوت که بد دی

خیانت کوه!

وخت لنډ دی

منت کوه!

 

۳۵ هیوادو مو امنیت ساتلی

 ډارېږم!

دشپې مې خوب نشته

تر سهاره رېږدم!

 

آزاد کاروبار دبل کا

مریي  خپل

هغه يې په لاسو خوری

دده  بل کاردی څټل

 

پسونه ګرځي رمه، رمه

خره یو،یو

سپي د شپې داړه جوړوي  

له ورځي  پراته وي  یو، یو