کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری

 

غلط تبلیغات

 

 

یوبهرنی خبریال  چې د ویتنام  دجګړې، د فلسطین  د جګړو دعراق له جبعو د لومړی  کرښې مخکښ راپورټر وو  په پوري وهلو پوري وهلو   افغانستان  ته راغی چې له  ملي  شورا  نه یو ژوندی  راپوړت  تیار کړي.

شورا ته له  ورتګ نه مخکې یې  د ټولو امنیتي  څانګو سره  احتیاطي خبرې وکړې   بیا یې د اتیلاف او ملګرو میلتونو  دامنیتي پازوالو سره وکتل او دهغو په مشوره يې د موټر سایکل سپورو د وسپنې خولۍ چې هغه داوبو د بوتلو او چوټو له وارونو څخه  وژغوري  پر سر او د مرمی ضد واسکټ يې ددې لپاره چې هلته راکټیان . ستنګران   شته چې کوم وار ونه کړی  او هم  یې یود وسپنې سپر(ډال) له ځان سره واخیست  چي هغه د کولنګونو له وهلو وژغورې ځکه امنیتي چارواکو ورته ویلي وو چې د افعانستان ټول  وران کوونکي  همهغلته  دي.

هغه د شورا له وره څخه د ننوتلو  سره له واره   کمره په لاس  لکه لیونی ددغه اوهغه د  عکسونه  اخېستلو سره چړک اوچوړوک جوړ کړ ،کله به یې د یو  دخولې کله به یې د بل د ږیرې او کله د بل د پښو عکسونه اخیستل.

یو تن  د شورا غړی چې له هندې فېلمونو  نه يې لږ  انګریزي زده کړی وه  له هغه نه وپوښتل :

(دیس مس وس برادز..)یاني

خیریت دی  وروره څه خبره ده؟

هغه ورته وویل:

(کیس سړی کانا بس...) یاني

 وایي دلته سړي خوره  شته!

خو هغه کانا ډوډي مانا کړه  او په خندا يې  خبریال  ته وویل:

( یس کیس سری   تویلف) یاني

هو،  موږ اوس  دولسو وخوړل.

خبریال خوشاله شو او خپلو عکس اخیستلو ته يې دوام ورکړ.

وکیل دا کیسه نورو وکیلانو  ته وکړه چې هغه پوښتنه وکړه  ډوډۍ مو خوړلې ده؟

ما ویل :هو په دولسو  

 هغوی  ټوله په خندا شوه  او ویل يې  دلویدیځ خبریالان هم لیونیان دي څه پوښتنې کوي.

 دخبریال په ماغزو کې  دې خندا بل  دول  ازانګې وکړې په کمرې کې يې  هغو ته د کتلو سره  سم يې  په نس کې  غور غور شو.

بهر یې منډه کړه او له ځان سره یې ویل ( یس کیس کانا تویلف   یاني هغوی يې دولس نن   خوړولی دي...

 په  منډه منډه  بهر ووت خو په یو څه  وښوید. په داسې حال کې چې هڅه يې کول ځان بهر خواته وڅکوی شا ته يې کتل او چیغې يې وهلې:

هیلف  هیلف! یاني مرسته مرسته !

د خدای لپاره مرسته

 او بیسده شو.