|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
نیک محمد ولاړ ځغله تښته!
قطبي یزان د ماهیانو امامت غواړي تښته! سره لیوان د جنګی سپو نه عزت غواړی تښته! دچرګانو،غرڅنو او سويیو د اکثریت خبري کیږی چغالان يې د سر شمیرنې مسولیت غواړی تښته! د خرو پالان ناچاره د انسانانو پر اوږو شو هغوی په پارلمان کې و کالت غواړی تښته! لړم شمع په لاس د بینایانو پسې ګرځي بینایان یې له روښنايي تښتي تښته! رټل، سپکول، وژل د ښو خلکو سیاست شوی غدۍ ، داړې،ډلې، جبعې لا جوړیږی تښته! ګوره! د ا غټ عکسونه چې له لیری ځلیږی ولس یې په کړو تر اوسه نه پوهیږی تښته! اوربشې کره غنم ریبه معجزه یې کاروباردی میم زورما ټوله زما يې په تسبو دعا ده تښته! اتلان پر حلال د مردار شوی وهي ټاپې په پښتانه يې زیاتیږی د مړانې مډالونه تښته! پرپښتون بهلول د هری خوا ډبرې اوري طالب، تروریست نوم یې لا بس نه دی تښته! لکه چې ټلواله! لوبي په سلا د هستوی کا ځکه ښکاري د وړانګو تور ټپونه تښته! پښتانه وايي ماشومان مو کچل زیږي نه چې دایوروشیما ناکاساکی ده تښته! ډیره ګټه رسیږی سیاسی مافیاته له پوډرو ګناه یې شوی دافغان خوار په غاړه تښته! ځناور راټول شو ی په هېښتیا ګوری انسان ته له هغواشرف المخلوفات لقب غواړی تښتنه! خلاصه ګرانه! ان یوه پښتو دی پوره نه کړه بیا په کومه پښتو ووټ غواړی تښته! په ډیر طوافه دی سوست شوی دی پيچونه «ولاړ » وایې خط بینی یاسر له اوسه تښته
|
||||||||||||||