|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
محمودنظری د میړانې مډالونه
د ثور اتمې نیټې له پېښې وروسته د طنز خبریال له هډوروزیرڅخه وپوښتل: تاسو ته مالومه ده چې د جګړی له میدانه د تښتیدو سزا اعدام دی؟ هغه په خندا ورته وویل: زه خو نظامي نه یم چې په دې شیانو پوه شم دومره پوهیږم چې میرمني مې د وژلو لپاره نه یم راستولې. خبریال بیا تپوس ترې وکړ : نو ولې مو دا نظامې وردی اغوستی ده؟ ددفاع وزیر غاړه تازه کړه او وې ویل: له اړه دا سایز پر چا نه برابریده نو ما واغوست . دخبریال سترګې دهغه په پړکنده ځل اوبل کیدونکی ټټروبرېښیدې نو د هغه نه يې تپوس وکړ: دا دومره د میړانې مډالونه مو له کومه کړه ؟ لکه چې زه خبر یم تاسو په کومه جګره کې ګډون نه دی کړی ان یو ولایت ته هم تللی نه یاست . څرنګه او د چا لخوا تاسو ته دادرکړل شوي دي؟ ددفاع وزیر مسکی شو او وې ویل:
ولې په افغانستان کې لږې پېښې کیږي زه یې حساب په همدې مډالونو نیسم او د پوښتنې د بلی برخې په ځواب کې دی باید وایم زه یې خپله ځړوم چا ما ته اړه نشته! خبریال په هېښتیا بیا ترې وپوښتل: نودا موله کوم ځایه کړی دي ؟ ددفاع وزیر په کټ کټ خندا ورته وویل: زما دوتر د میز جعبه په ډکه ده ما رانیولی نه دي. خبریال: نوولي یې بل چا ته نه ورکوي؟ ددفاع وزیر ورته وویل : عجبه ساده یې! ولې یې بل چا ته ورکړم زما په میز کې دي زما دي.
|
||||||||||||||