کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

محمود نظری

مجبوریت

 

- یو سړی  دیو رییس دوتر ته ورغی د هغه نه یې وپوښتل  :که  په دوتر کې یو ځان وژونکی تا  په غیږ کې ټینګ ونیسي   څه کوې ؟

هغه په تړتړی  کیدو وویل :

  ځی ..ځینې  تښتم.

سړی ورته  په ګوتڅنډووویل :

ناشوني ده!.

رییس  په ننواتي ورته وویل:

 -اجازه راکړه وتښتم!

سړی  لکه چې ډرۍ په وهلې ورته وویل :

- نه ،اجازه نشته!

رییس  په خواشینې ورته وویل:

  -ګوره زه مجبور یم مجبوره ډیر مجبوره...

پاسپورت ، ویزه ، او د ډالرو ډک بکسونه. آه خدایه!

تر دوبی پوری اجازه راکړه یو بنګله رانیسم! بیا نه راځم.

سړی ورته په چغنده  وویل:

ناشونې ده!

رییس  په ماته ژبه ورته وویل:

هر څه چې ته وایي هغه کوم!

سړی ورته وویل:

سهي ده!

- په یو شرط چې استعفا ورکړې.

رییس په خوشالي ورته وویل:

لومړی به دي دا را ته ویلي وای زړه دی راوچوی!

سړی ورته وویل :

-مسخرې مه مکوه!

تا کله هم بې رشوت او زور کار کړی دی؟

هغه ورته وویل:

 ته هم رښتیا وایي   !

زور ښه شی دی..