کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

محمود نظری

 

اوغاني ډیموکراسي

 

 د زورورو  میلتونو په هاند اوهڅو په افغانستان کې د عدالت او قضایي سیستم د سمون په خاطر  یې په امریکا کې د افغاني  کازیانو لپاره یو کاري سیمينار جوړ شو  چې  افغاني کازیانو ته  انساني کرامت  ته درناوي  ور زده کړی او ان  هغوی  باید ژویو ته لا بدني ځورونه ورنه کړي...

هغوی  د درو میاشتو وروسته په داسي حال کې چې ږیرې يې کونډي کړي وې په  ډیمو کراسي ښه پوره پوه او بشپړ ډاډ هیواد ته راستانه شول .

 هغو د ډیموکراسي  په اساس خپل ټول دودیز کړه سم کړه  او خپل ګامونه  يې د نړۍ د چلند لار سره  برابر کړل او ټولې پریکړې يې د بین المللی نورم  په اساس برابری کړې.

   ددې ښه کړو نه ټولو مجرمانو ، جنایت کوونکو  او وژونکو ننګه وکړه.
 او دا کار په یو مجرم باندی  چې زور یې ختم شوی وو  عملي شو د هغه د  غړغړې اعدام یې  د  نوی پوه په رڼا کې   په برېښنایي (برقی)
څوکۍ  بدل کړ  . ددي حکم سره د مجرم په سترګو کې د خوښۍ اوښکې وخوټیدې او د اومیدونه  د هېلو  غوټۍ  یې وسپړیدې  او ګلونه شول  او په  دې ویاړ يې دا  شعارونه وکړه:

 ژوندی دی وي بین المللی  قضا!

 دا چې په افغانستان کې  برېښنا نه وه نو مسول پولس د کازي د حکم  د اجرا لپاره هره ورځ د برېښنا وزارت ته ورتله چې وپوښتی  کله برېښنا راځي چې موږ دا امر عملی کړو. هغوی هم لکه پولیس نه پوهیده  نو نن او سبا یې کول چې د نن د جاروجنجال نه ځان وژغوي تر سبا خدای مهربانه  بله کومه بهانه- مهانه  به   پیدا شي.

  پولیسو خوشبخته  مجرم پر یوې د وسپنې څوکۍ چې د برېښنا   لوڅ سیم يې ورسره وصل کړی وو  ټینګ تړلی وو چې کله به خدای ناخواسته برېښنا راغله  د څوکې به شاړټي وکړه ښه مرغه د ټول ښار برېښنا به ولاړه

  پوليسو هڅه کوله اوګرمی او تلویزونونه وباسی خو بیا هم د برېښنا زور نه رسید

مجرم پر څوکۍ د ډیری ناستي ستړی او ستومانه  شو نود نه خوړولو اعتصاب يې وکړ  او ویل يې: زه غواړم ژر اعدام شم   او ویل يې پولیس ولې  زما وخت ضایع کوی  دوی د وخت په قدر او قیمت نه پوهیږي  !

 

خو هغه خوشبخته په دی هیواد کې چې په څوکیو جنګ دی  پېنځه کاله  پر دې څوکۍ تیر کړل برېښنا نه راتله ان مجرم  صیب خیرات اېښی وو که بريښنا راغله هغه به اوښ حلالوي.

  د زندان پازوال  دې خیرات  اړ کړل چې کازي ته یو وړاندیز وکړی چې د بل ډول اعدام امر ورکړ ي .

کازي چي ښه   پوهیده بريښنا نه راځي  د هغه  غوښتنه  یې ومنله  نو اعدام يې د برېښنا نه په ګاز واړوی

 دزندان پازوال   له دې امره خوشاله شو نو مجرم يې دلاسه ونیوی هغه يې د کابل په جنګ کې ویجاړ شوی سوري سمبورو  کنډوالو یې ګرځوی  چې یو ځای خوښ کړې نو پازوال یو ځای خوښ شو او مجرم  صیب ته يې وویل:

 دا ښه ځای نه دی ؟.

  مجرم په خندا شو او په هېښتیا  او ګونګوالی یې  وپوښتل: دا کوټه خو چټ نه لري!

 دپولیسو پازوال موسکی شو  په خپله را وتلې خیټه لاس تیر کړ او هغه ته يې وویل : مه  خانده د دیوال له سره د ګاز ډبه در باندی را غورځوم

  پازوال ورته وویل: دا اوغانی دیموکراسي ده  د دې خبرې په اوریدو دمجرم لینګې په رپیدو شول

 

دوو سپاهیانود دیوا ل له سره   د ګاز ډبه  پر هغه  راوغورځوله هغه يې پر پښه ولویده او د پښې هډوکی يې ور ریچې ریچې کړي خو هغه د خندا شین شین کیده او په خاورو کې يې لوټکي وهلې

د پولیسو پازوال  تري وپوښتل: ته د ژړا پر ځای ولې خاندی؟

هغه ورته وویل:

مړ نه شوم!

هغه په بې تفاوتی  ورته وویل: څه چې مړ نه شوی تر هغه چې مړ کیږی.دا ډبه درباندی راغورځوو.

 مجرم:آه!!!