کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری

ټولپوښتنه

 

 

زورورو میلتوپه یوې ټول پوښتنې کې له افغان  اولس نه وپوښتل :

(ستاسو په  نظر په  دیموکراسی کې دپارلمان او دولت  یوالۍ اولس ته  کومه ګټه لري؟  )

زورواکو ویل : ستاسو څه شی دی!

عوامو ویل :نظرڅه شی دی!

اولس ویل :دیموکراسي څه شی ده!

دولت ویل: پارلمان څه شی دی!

پارلمان ویل: دولت څه شی دی!

ګاوندیانو ویل: یوالۍ څه شی دی!

شورا ویل :اولس څه شی ده!

کارمندانو ویل: ګټه څه شی ده!

ښځو ویل: څه شی  څه شی دی!

ټولپوښتنې ویل: هیڅ ګټه نه لري.  دانه یو والۍ خبري ،عشقي، سیاسي، جنګي  افغاني سیریال دی.

 

یو بهرني خبریال د یوې ټولپوښتنې په ترڅ کې له خلکو نه و پوښتل:

( په اساسی قانون کې دوی ژبې: پښتو او دری ملي کیدل بس دي؟)

کږو ویل: اساسی څه شی دی!

زورواکو ویل: قانون څه شی دی!

سترګو وویل: ژبه  څه شی ده!

ځېنو ویل:پښتو څه شی ده!

ځېنو ویل: دري څه شی ده!

بین المللی وویل: ملي څه شی دی!

بې واسطو ویل:  کېدل څه شی ده!

ښاریانو ویل: بس څه شی دی!

ټولپوښتنې  ویل:

  دا جنجال مو تر اووم پوښته بس دی .