|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
طنز: محمودنظری ددې ځای ډاکټران
غوږ مې خوږېدۍ،له ډاکټر سره مې اپاینمنت(د کتنې وعده) جوړ او ایله یوه مېاشت وروسته مې د کتنې وار شو هغه ته ورغلم. « هغه یوه ټوکه ده چې وایي یو ناروغ د لندن ډاکټر ته ورغی او هغه ته يې ویل زه( ۵۹) ثانيې نور ژوند لرم ما وګوره! هغه ورته وویل یو دقیقه صبر وکړه او د هغه وار چې رارسیده هغه مړ شوی وو ډاکټر ترې مننه وکړه ». هغه شونټۍ(د لاس ډیوه)زما غوږوته ونیوله اود چوک چوک په ویلو سره یې یو څاڅکۍدرمل را ته ولیکۍ. د شپې چې مې په غوږو کې وڅڅاوه د ښځو ږغ مې د نارینه ؤ او د نارینه هغې مې د ښځو اوریده زه هغه وخت په ځان پوه شوم چې يه بس ګاډي کې مې یو ې پېغلې ته ښاغلۍ ووایه نژدې يې سر رامات کړی وای بیا مې د ډاکټر سره بل اپاینمنت جوړ کړ او د بیا کتلو وار د رارسیدو پوری دا يوه میاشت مې په کور کې د تلویزیون په لیدو تیره کړه ډیر خوندور پروګرامونه وه ښځو د نارینه ؤ او نارینه ؤ د ښځو خبری کولې ... یوه میاشت وروسته په خپل وار ډاکټر ته ورغلم او ټوله کیسه مې ورته وکړه. هغه راته وویل :هره دوا له ګتې نه پرته اړخيزې اغیزې هم لري نو دا يې هرومرو اړخيزه اغیزه وه نو دا وار یې یوبل ښه څاڅکۍ درمل راته ولیکئ. هغه چې مې په غوږو کې وڅڅاوه په غوږو کې مې بېله واکمن(تیپ) موزیک واهل کیده او ما ورسره لکه نوی ځوانان سر او اوږې ښورولې او په یوې فاتحې کې مې نژدې د ماتم کونکو لخوا سر مات شوی وای . بیا مې د ډاکټر سره بل اپاینمنت جوړ کړ او یوه میاشت په کور کې کیناستم چې په کومه بله بلا مې اخته نه کړي او ټول ورځ مې نڅاه کوله او د وار د رارسیدو پوري مې لس کیلو وزن له لاسه ورکړ... بیا په خپل وار ډاکټر ته ورغلم او ټوله کیسه مې هغه ته وکړه. هغه وویل دا هرومرو درملو اړخيزه اغیزه وه نو یو بل ښه څاڅکۍ درمل يې راته ولیکئ هغه چې مې په غوږو کې وڅڅاوه ږغ به د ښي خوا وو ما به کيڼې خوا ته کتله د یوې خوا ږغ مې له بلی خوا نه اوریده ان په لومړی ورځ مې موټر تکړ کړ بیا مې د ډاکټر سره بل اپاینمنت جوړ کړ او د بیا د کتلو وار درارسیدو پورې مې ډیرې چپېړې وخوړلې... یوه میاشت وروسته په خپل وار ډاکټر ته ورغلم او ټوله کیسه مې هغه ته وکړهغه راته وویل ددی درملو یوه اړخيزه اغیزه همدا د موټر ټکر او چپېړې دي . هغه دا وار روغتون ته وروپیژندلم ایله شپږ میاشتي وروسته مې د کتلو وار راورسید چې ورغلم هغو ډول ډول جړنګانې زما غوږو ته و ښورولي او په پایله کې یې یوه غوږۍ راکړه چې د هغه له کارولو سره مې تر سلو مترو هاخوا ږغونه وسا اوریدل خو په کور کې د دې الې اړخيزه اغیزه زما میرمنې ته ورسیده او د هغې به ټوله ورځ را سره شخړه وه او ویل يې ستا غوږونه ولی د ګاونډی د کور خواته نیغ شوی دی او زما خبری نه اورې ما څو وارې ورته وویل : دا د دې غوزۍ اړخیزه اغیزه ده خو هغې نه منل نو زموږ تر منځ شخړې خپل اوج( ستونځ ) ته ورسیدی ما هم نور دګاوندی ښځې دد ستور په اساس خپل کړه وړه تر سره کوله یو سهار چې له خوبه راکښېناستم یو وار مې نارې کړې زما غوږونه جوړ شوی دي او چې غوږو ته مې لاس وروړ غوږۍ نه وه خو میرمنی غوږونه د ګاونډی ددیوال خوا ته نیغ شوی وه او خندل يې . زما خبرې یې نه ا وریدې اود انګریزانو سره يې سیالي پیل کړه.
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||