|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
طنز: محمودنظری
نور دي خدای ساته
د نالوستي پولداره دی خدای ساته دبیړا سړی واکداره دی خدای ساته بلوسګرو ځان ته ورکړه ښه نومونه دبې عمله لنګرداره دی خدای ساته
هغه پوهان چې د پردو واک غواړي د هغسې انسانه دی خدای ساته کارمندانو ته په رضا رشوت ورکړه دڅوکۍ له بېماره دی خدای ساته
د بهر ني کارمندانو پنډوکی کوچني دي دشیرپور د تلواله دی خدای ساته د زورور توپکمار به خود سبوتاژ کړي د بې ایمانه ایمانداره دی خدای ساته
نالوستی خود چوراو چګه پاو کړی د پوهانو د ورځچاره دی خدای ساته په ختیځ کې چې د ازاد بازار قانون وي دنرخ اوداړه مار تجاره دی خدای ساته
هغه خره چې د بیزو کوی پېښې د هغو له کاره اوباره دی خدای ساته چې ګټندویان مو وکیلان وي د تورې شپې له سهاره دي خدای ساته
دا وطن په چپاولګرو ښه ښکاریږي د ویشګرو له پلانه دی خدای ساته تلویزیونې سریالونه ورځ په ورځ ډیریږي د هغو د دوباره تکراره دي خدای ساته
دکلپ خلکو داکربکرو پند و اخله د باټکو له اوږدو وینا دی خدای ساته د غاطرو سیاست وهل دی ټینګی لغتې د ټګې برګې ډکې دنیا دی خدای ساته
دسراښ تره ګر د کاږه نظره ځان باسه خود اتیلاف د بم باره دی خدای ساته د شورا ټېل ماټېل اخ اوډب ښه دی دهغو د ښه کاره دی خدای ساته
چې وژنی زر ګونه د پردو په زونګه د هغه له وجدانه دی خدای ساته دعزت پېر اوپلور چې چیری روان دی د هغو خلکو له ایمانه دی خدای ساته
په دوتروکې په پښتو خبرې مه کړه کنه د اولداره د سنته دی خدای ساته د غدارانو سرغړونه دلته روا ده د هغو له سیاسته دی خدای ساته
د بهرنی مار دچیچلو څړیکه ښه ده د وطنی لوی ښاماره دی خدای ساته هر څوک د ورځي یو- دوه درواغ وایي د ویاندویانو د حاله دی خدای ساته
بهرني امیران څوک تړي په نکټایي د دې نورو دپرتوګاښه دی خدای ساته دړانده سره د ټګې برګي نه مه وېرېږه د کاڼه واکدار بدماشه دی خدای ساته
هغه چې وایي رشوت خورم ګل وایي د نه خورم هغه د واره دی خدای ساته په خوب کې هرڅوک لږ لږ ډاریږي په وېښه د خانتما له کړاوه دی خدای ساته
پر سراښ کفن کښ مو تل شکر کړې په ژوندون د هډوکو د خرڅلاوه دی خدای ساته د جوړجاړې کلکسیون څه ښه ښکاری يه هغو کې بیا د اهل کاره دی خدای ساته
د مقرری یو شرط دی تشه توبره د ځینود خالی کانتینره دی خدای ساته دکابل د سړکو نوکنداوکپر څه مزه کا په باران کې له چکره دی خدای ساته
وایي پلپوټ مه کړه سر شمېرنه کیږی ددوښمنانو د لوی چاله دی خدای ساته نظری ټول به خدای اسان کړی مه ویریږه د رپیدونکی لنګې مشر له ډاره دی خدای ساته
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||