کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری    

 

پوهکراسي


 پوه کراسي عجبه  ښه کراسي ده له دي لپاره چې خلک يو بل په پېر او پلور، معاملو  اوزدوبندوکې ونه غولوي او خپله دلخوا سړی په اساني پيدا  کړي د هر سړي په شا يې  دنده ليکل شوي دئ .
جانان ته داپوه کراسی ډيره جالبه  وه او د هر يوه شا ته يې په ځير ځير سره کتل د يوه پر شا ليکلي وه:
مخبر:  دوه زره خلک پسی رهي وه او نارې يې وهلې ژوندی دي وي ښاغلی  پهلوان جاسوس صیب!

د بل په شا ليکلي وه:ټالۍ څټۍ: پر هغه ډير خبريالان را ټول وه او هغه ورته  په چینګه خوله خپل سر ګذشت بيانوه خلک لاس په نامه ورته ولاړ وه او هغه ته يې اشاره کوله
جلالتمعاب لوی ټولنیږ صیب!

 د یوه په شا لیکی وه: جنایت کار
.د هغه د خلکو پسي  دېخوا هاخوا کتل  خلکو هغه ته کتلای نه شوه او سر   په  اشاره يي یو بل ته ښودی  هغه دی ستر  جلالتمعاب قصاب صیب .
خو زه د هغه له سترګو نه وډارشوم او ترې منډه مې کړه .
د لري مې د باجه خانې ږغ تر غوږشو د هغه خوا ته ورغلم د يو سړي په شا ليکل شوي وه :وطن پلورونکی،  ډله ډله خلک  يې تر شا رهی وه او لس ټانکونه ورپسې او چورلکه يې پر سر څرخيدله
خلکو یو بل ته ښودی هغه دی  محترم پوخ جوارګر صیب!
 دیو بل  په شا ليکل شوي وه:سیاسي مداری
کله چې هغه تیریده ټول سړکونه ورته بند یده او بیکاره خلکو لاسونه پسې پړ کوله .
 خلکو یو بل ته ښودی :محترم د فېلم بدماش صیب!
 د يوه بل پر شا ليکلي شوي وه :قاچاقبر  هغه يو مټينګ ته وينا کوله او وروسته د هري خبري به په چکچکو بدرګه کيد ه . خلکو ورته ویل: ستر مافیا صیب!
د بل په شا ليکلي  وه  ګوډاګی
هغه ته ښه ځير شوم مخ يې خلکو ته ژړل او شا يې خندل
 خلکو ورته له ډیری مینی ویل : ښاغلی  ملی اتل صیب!
د يوه په شا هيچ نه وه  ليکل ښوي  هغه ته ورنژدې شم  د هغه نه مې وپوښتل :
  ایشت دېخوا !
هغه په بد ګمانه سترګو لکه تروریست راته وکتل:
ما وار در مخه کړ او ورته مې وویل:
-  ولې ډارنه! بلا وهلی یې ستا پر شا ولې څه نه دي ليکل شوي ؟ په دی پوه کراسی کې بیله نومه ګرځې ،خاینه!
 هغه راته وويل:

 پام پام چې نور څه ونه وایي زه دا ټوله نومونه لرم دورځی له  موډ او اب  و هوا سره  سم هغه تر شا  تړم . پوهیږی!  زه نننۍ(موډرن )اوغاني سیاسيتمداريم اوغانی.